چاودنه

یوه لنډه کیسه

لیکوال: سمیع الله خالد سهاک

سړۍ سګرت په خوله په یوې څوکۍ ناست وو او د خپل ځان، کورنۍ او هیواد په هکله یی چرت وهه چی ناڅاپه یی یو ډیر جګ، خراب او زړه بوګنونکی غږ واورید په اوریدو یی سړي داسی فکر وکړ چی دا به یوه چاودنه وي نو له ځایه جګ شو او شاوخوا یی ولید خو له کوره لیرې یی یوه لوخړه په آسمان کی ولیده. خپل تیلفون یی واخیست او فیس بوک آپ یی واز کړ، خو هیڅ څه یی ونه لیدل. نو بیا یی تلویزیون روښانه کړ او په تلویزیون کی یی له ویاند څه واوریدهء چی نن بیا په کابل کی یوه غټه چاودنه شوي ده او موږ به یی تاسو ته جزیات وروسته څرګند کړو.

سړي بیا آسمان ته وکتل او ویی لیدل چی په آسمان کی لاهم له دوړو او لوخړو یوه غټه لړۍ روانه ده. صبر یی له لاسه ورکړی وو او غوښتل چی ژر پوه شي چی څه خبره ده، نو بیا یی فیس بوک واز کړ او هلته یی ولوستل چی د کابل په پنځمه ناحیه کی بیا یوه چاودنه شوي ده او لس کسان مړه او له شلو زیات ټپیان دي.

سړي سر په میز کیښود او په یاد یی شو چی پروسږکال د پسرلي په همدا ورځو کی یی ورور هم په یوه چاودنه کی ابدي نړی ته ولاړ. دی ډیر خواشینی وو. سترګي یی بیا له اوښکو ډنډي شوي خو هیڅ یی هم نشو کولای.

پای

فبروری ۱۶، ۲۰۲۱ کال

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button