شپږ هغه تيروتنې چې د ځوانۍ په وخت د زړښت سبب کيږي

باړه: مشفق حريت مل

کيدای شي تاسو داسې خلک پيژنئ او ليدلي مو وي چې ۸۰ او ۹۰ کاله عمر به لري؛ خو په جسماني توګه به غښتلی او تکړه وي؛ خو ډیر داسې کسان به مو هم ليدلي وي چې د ۴۰ يا ۵۰ کالونو عمر به لري؛ خو په لاره به هم سم نه شي تللی.

دا په حقيقت کې څو داسې عادتونه دي چې سړی د بوډا توب او کمزروۍ طرف ته ګړندی کوي او دغه اثرات يې په ځوانۍ کې هم څرګنديديږي؛ نو ددې له پاره له دغو عادتونو څخه ځان خبرول او ځان ترې ساتل ضروري دي چې په لاندې توګه دي.

د خوراک خراب عادتونه

غير منظم خواړه او ډول ډول خواړه هغه څه دي چې انسان د بوډا توب لوري ته ګړندی کوي، د ښارونو غير منظم او ډول ډول خواړه، خواږه او يا زيات وازدې لرونکي او بيلابېلو مسالو لرونکي خواړه د بوډا توب دغه سفر تيزوي؛ خو د تازه ميوو، سبزيانو او طبعي خوړو خوړل ددغې چارې مخه نيولی شي.

کم خوب

که چيرې تاسو پوره او مناسب خوب نه لرئ؛ نو د همدې بې خوبۍ له امله ستاسو د ټول بدن روغتيايي وضعيت اغيزمن کيدلای شي، خوب د روغتيا او خوشاله ژوند له پاره اړين او ضروري دی، د ښه خوب له امله ماغزه ارام کيږي چې په ارامو ماغزو ټولې چارې په ښه توګه ترسره کيږي او د مازغو ارامتيا نور بدن ته هم قوت او انرژي ورکوی، د خوب له کموالي سره د بدن وزن زياتيږي، د سرطان او نورو روغتيايي مشکلاتو انديښنې زياتوي.

ذهني بوج

هر ذهني بوج د انسان له پاره نقصان ورکوونکي نه دي او له ذهن څخه کار اخيستل د ذهن د پياوړتيا سبب کيږي، لکه مطالعه او درس ويل؛ خو ځينې ذهني انديښنې او بوج لکه اختلاف، جنجال او جګړې، سوچ او فکر چې د انسان د سردرد او ذهني بوج سبب کيږي، او د همدغو حالاتو له امله په انسان کې د ځوانۍ په حالت کې بې وخته د د زړښت نښې د ويښتانو د سپينېدو او د بدن د کمزوري کيدو په بڼه راپيدا کيږي.

د بدني فعاليتونو کموالی

ډير کيناستل او د ورزش نه کول هم په زړښت او د بدن په زر کمزورۍ کې مهم رول لري، د ډيرو کيناستو او نه فعاليت له امله د بدن نږدې ټول غړی اغيزمن کيږي او د انسان په بدن منفي اغيز کوي چې له امله يې انسان له وخت نه مخکې زړيږي، دا مهمه نه ده چې د ځوان پاتې کېدو له پاره بايد سړی سخت او شاقه کارونه وکړي، مګر يوه اندازه ورزش او کار کول، پلی مزل کول هم په بدن مثبت اغيز لري.

د نشه یي توکو استعمال

که چيرته څوک د نشه يي توکو معتاد وي؛ نو دا هغه څه دي چې د بدن د زړښت سره سره د زر مړينې خطر هم زياتوي، يو عادي سګريت په ۱۵ دقيقو کې د انسان په ټول بدن باندې منفي اغيز کوي.

ځينو ناروغيو ته پام نه کول

که چيرته څوک د وينې د لوړ فشار، د وينې د غوړوالي او د شکرې ناروغي ولري؛ خو په خپل وخت ورته پاملرنه او تداوي ونه کړي نو دغه ډول رنځونه دناڅاپي مړينې، د زړه د حملې او د ګوزڼ سبب ګرځي نو دغه ډول خطري ناروغيو ته پاملرنه نه کول هم له وخت نه مخکې د زړښت او مړينې سبب ګرځي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button