اسامه اوباما : میراث او پاتي شوني

سید عبیدالله نادر
پاکستان د ګړنګ پر غاړه
لمړی څپرکی ،اسامه اوباما : میراث او پاتي شوني
د پاکستان د ګړنګ پر غاړه له کتابه څخه د احمد رشید لیکنه ، ژباړن : ډاکتر ځلاند، چې د نوم په لوستلو سره سړی فکر کوي چې نیم کتاب یې لوستلی ،د همدي کتاب او مبحث په ۱۲ مخ کې لیکي :
د اسامه د وژلو په پایله کې ، په پاکستان کې د دغي پیښي سیاسي اغیز ډیر ویرونکی وو ، د کلنو د پاره هر پاکستانی مشر دا خبره ردوله چې ګواکی اسامه په پاکستان کې پټ دی . په ۲۰۰۵ کال کې پرویز مشرف په وار وار پرته له کومی نښي او ثبوته وییل :چې اسامه مړ شوی دی ،او د هغه پلټنه نور د پاکستان د پاره ارزښت نه لري ،په همدي کال ولسمشر پرویز مشرف په ډیر متکبرانه لهجه د انګلستان لمړی وزیر تونی بلیر ته وویل : چې د پاکستان حکومت د القاعده افقی او عمودی پلټنه تر سره کړې ،چې په پایله کې د اسامه د ژوند او تماس هیڅ راز ښکارنده نه تر سره کیږي ،
هغه خپلو خبرو کې دا هم وویل :چې دا خبره بی بنسټه ده ،چې ګواکي د القاعده مشر تابه په پاکستان کې پټ دی ،د پاکستان د استخباراتی اداره (آی،اس،آی) ګمارل شوي وه ،چې هر هغه لیکوال او ژور نالیست ونیسي چې په خپلو لیکنو او راپورونو کې ، په پاکستان کې د اسامه د شتون په هکله څرګندوني کوي ، اوس ټولي نړۍ ته د پاکستان مشران د درواغجنو او یا هم له هغه، بد ور وپیژندل شول ،د امریکا د سنا مجلس غړو او همدا ډول د ډیرو نړیوالو ستر شکونه ښکاره کړل ،چې د اسامه له پاره د پټنځایونو په برابرولو کې ،د پاکستان د پوځ غړو د آی اس آی استخباراتي ادارې کارکونکو او یا هم د اسلامی روزل شویو ګروپونو لاس دی ،پاکستان دا تورونه رد کړل ، او تر اوسه پوري هیڅ داسي نښي نښاني نه دي په ګوته شوي ،چې له حکومت سره د اسامه اړیکي ،زیاد کړي ،مګر دا خبره ، د دوی له بی ګناهی او بی پرواېی سره هیڅ اړخ نه لګوي ، پاکستان په تیر تاریځ کې ،ورته بدو حالاتو سره مخ شوي دي ، خو کله هم له داسي شرمونکي حالت سره نه دي مخ شوي ،هندوستانی پوځیانو ته د پاکستانی پو ځیانو تسلیمیدل او په ۱۹۷۱ زیږدیز کال کې ،د ختیځ پاکستان خپلواکي اخیستل ،یو لوی شرم ،او د خلکو غوسه یې راوپاروله ، د دي ټولو تر څنګ پاکستان د هندوستان پر وړاندی په ډیرو نورو جګړو کې ،هم مات شوی دی ،ورسره پاکستان څو کاله وړاندی زلزلو او سیلابونو سخت وځپه ، حکومت په کور دننه له ډیره نورو سیاسي بحرانونو سره مخ شو ، خو دا ټول هم یو ورته دومره شرمونکي نه وو ، لکه په پاکستان کې د اسامه موندل او وژل کیدل ،
د همدي بحث د کتاب په شپاړسم مخ کې احمد رشید لیکي :
هیچا په دي کې شک نه درلوده ،چې هغه دي په پاکستان کې ونه اوسي ، ځکه چې د ډیرو نورو تر هګرو ډلو مشران هم په پاکستان کې اوسیږي ، خو پاکستانیانو دا هم ردوله ، چې ګواکی هغه دي وژل شوی وي ، عام خلک په دي هم نا خوښه ښکاریدل چې د دوي پوځ چې د ملی بودجی دیرش سلنه پرې هر کال مصرفیږي دومره بی کفایته وي ، چې د خپل ملک د حریم ساتنه دي ونه شي کولای ، رسنیو پر پوځ سختي تیزې نیوکي کولي ، پوځیانو د خلکو کرارولو لپاره د ژورنالستان په آرامولو پیل وکړ، او د آمریکا پر وړاندی یې د خلکو د کرکي د راپارولو هڅي پیل کړې ، چې د خلکو پام له دوي څخه په بله واوړي ،په پوځ کې د آمریکا پر وړاندې کرکه رابرسیره شوه ، په ناڅاپي توګه د کیاني خپل پوځیان د پاکستاني طالبانو پر وړاندې ، په جګړه کې زړه نازړه شول ،چې دوي د آمریکا جګړه بلله ،
نړیوالي ټولني هم پر پاکستان د غبرګونونو خوله پرانسیته ،نړیوالو مشرانو او رسنیو د اسامه په شتون او ساتنه د پاکسان پوځ ملامت کړ ،او یا هم هغوي کاملأ بی کفایته وبلل ، چې د اسامه پټنځای یې نه شو معلومولای ، دغو څرګندونو خلک لا پسي غوښه کړل ، له کلنو افغان ولسمشر حامد کرزي آمریک او نړيوالو ته ویل : چې پاکستان د القاعده او طالبانو کوربتوب پر غاړه لري ، او اوس هغه ټول په دي ملامتول ، چې د هغه خبره یې نه منله ،کال پسي کال ورځ پسي ورځ مونږ په وار وار وویل چې د ترهګري پروړاندی جګړه ، د افغانستان په کلیو او بانډو کې مه تر سره کوئ ،دغه جګړه باید د ترهګرو په پټنځایونو کې تر سره شي ،ولسمشر د اسامه له وژني وروسته ،په خپلو خپرو کې دا هم وویل : نن دا ثابته شوه ،چې افغانستان په سمه وو .
د آمریکا د سنا د نظامی کمیټي مشر سناتور کارل لیون په همدې اړه په سنا کې په جوړي شوې غونډې ته وویل : د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره (آی ،آس،آی) باید ډیرو پښتنو ته ځواب ووایي ! په همدې سره په غونډه کې ، غږونه پورته شول ،چې له پاکستانه سره مالي مرستي کمي ، او یا ټولي بندې شي ، واشنګتن هر کال د پاکستان له پوځ سره له دوو تر درې بیلونه ډالره مرسته کوي ،اروپايی مشرانو هم ورته غږونه پورته کړل ،چې پاکستان باید دغو سوالونوته ځواب ووایي ، خو د پاکستان مشران ځوابونو ویلو ته تیار نه ول

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button