تاج محل؛ د مينې او وفادارۍ سيمبول

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د تاج محل ودانۍ مېرمنې ته د وفادارۍ او تلپاتې مینې یو سیمبول ګڼل کېږي. که د تاريخي ځايونو له لیدلو سره علاقه لرئ نو تاج محل مو د لومړني انتخاب په توګه وټاکئ. دا هغه ماڼۍ ده، چې د نړۍ له بېلابېلو سیمو هر کال، سلګونه زره وګړي یې لیدو ته ورځي.
تاج محل ماڼۍ د ګورګاني پاچا شاه جهان او د هغه د مېرمنې آرامګاه هم ده. دا ودانۍ په “۱۰۲۵ هـ” کال د هند په اګره کې جوړ شوی دی.
تاج محل د شاه جهان په امر د خپلې مېرمنې ممتاز محل د یادګار په توګه جوړ شو. ممتاز محل په “۱۶۳۱م” کال کې وفات شوه. له خپل خاوند څخه یې غوښتي و، که هغه مړه شي له بل چا سره واده و نه کړي او یوه مقبره دې ورته جوړه کړي. شاه جهان همداسې وکړل.

د تاج محل تاریخچه

تاج محل د شاه جهان (Shah Jahan) په حکم خپلې مېرمنې ممتاز محل (Mumtaz Mahal) لپاره جوړ شو. دوی دواړو ۱۷ کاله ګډ ژوند وکړ، چې په دې موده کې یې ۱۳ اولادونه دې نړۍ ته راوړل.
دا د یوې رښتینې مینې کیسه ده. کله چې شاه جهان په لومړي ځل ممتاز محل ولیدله، دومره پرې مئين شو، چې بیا هېڅکله نورو مېرمنو ته توجه و نه کړه. خو ممتاز محل په “۱۶۳۱م” کال کې د ولادت پر محال خپل ژوند له لاسه ورکوي. ددې خبر په اورېدو سره پاچا له خپلو ټولو مبارزو تېر شو او پاتې عمر یې د خپلې مېرمنې مقبره جوړولو ته وقف کړ.
باید یادونه وکړو، چې دوه وروڼه احمد لاهوري او حمید لاهوري ددې سترې ودانۍ اصلي معماران بلل کېږي.

د تاج محل په اړه جالب ټکي

۱ـ ویل کېږي، ددې سترې ودانۍ د جوړېدو لپاره شل زره کارکوونکو، چې استادان، سنګ تراشان، نقاشان، فلزکاران او نور شامل وو دوه ويشت کاله کار وکړ. دغه کارکوونکي د آسیا له مختلفو سیمو ور غوښتل شوي وو.
۲ـ تاج محل داسې جوړ شوی دی، چې د ورځې په اوږدو بېلابېل رنګونه غوره کوي. مثلا په سهار کې یو، مازیګر کې بل او د شپې بل رنګ پيدا کوي.
۳ـ د اصلي ودانۍ دواړو غاړو دوه کوچنۍ ماڼۍ هم ښکاري. په غربي طرف کې یې یو درې ګنبده لرونکی جومات هم موجود دی.
۴ـ د موادو د انتقال او ځای پر ځای کولو په موخه ددې ماڼۍ په جوړلو کې د زرو څخه له ډېرو فیلانو ګټه اخیستل شوې.
۵ـ په ۱۸۵۷ م کال مې د پاڅونونو او ګډوډيو پر مهال ددې ودانۍ اکثره قیمتي تيږې ولوټل شول.
۶ـ په دې ودانۍ کې له ۲۸ ډوله قیمتي او نیمه قیمتي تيږو څخه ګټه اخیستل شوې وه.
۷ـ په بېلابېلو ځایونو کې په ښکلي خط سره آیتونه او په ځينو ځایونو کې اشعار لیکل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button