نوم مې لوبيا دى

ژباړن غزانور غزا

ډول ډول خېلونه لرم.د رحم د پياړي كولو او د اچووني په مخنيوي كې سارى نه لرم.له معدني موادو ډكه يم او تاسو د غوښې پر ځاى ما خوړلى شئ.

زه شنه لوبيا يم او دا، چې له نورو لوبياوو تر ټولو ځوانه يم، اجازه راكړئ، چې د لوبيا كورنۍ د وياندې په ډول خپل ځان او نور وروڼه او خوندې مې در وپېژنم.

د لوبيا ډولونه، لكه سره لوبيا، مرمري لوبيا، چيتي لوبيا، چيني غوړينه لوبيا او نور د غلو دانو يا حبوباتو او كه په ډانګ پېېلي درته ووايم، د ميو، نخودو، دالو او نور له ډلې دي.

يوازې زه په سبزيو كې راځم او د سبزي پلورونكو دوكانونو كې موندل كېږم او زما د كورنۍ د نورو غړو پلور او خرڅلاو د بقالانو او ورېځې پلورونكو او پرچوني دوكاندارانو په غاړه دى.

زه د نورو سبزيو په ډول ګياهي وينه يانې كلوروفيل لرم او له نورو لوبياوو يې ماته امتياز راكړى دى، خو په نورو ځانګړنو او تركيبونو كې يو بل ته نږدې او ډېر ورته والى سره لرو.

زما په كورنۍ كې له سلو ډولونو ډېره لوبيا ليدل شوې، خو يو دوه ډولونه ېې اوس نه كرل كيږي، ځكه چې زهري او ترخه وو.

زموږ د لوبياوو يوه ځانګړنه د اي ويټامين درلودل دي او په دې دليل شيدې زياتوو، نطفه او رحم پياوړي كوو او د اچوني (سقط جنين)مخه نيسو. د مېرمنو مياشتنى عادت مرتبوو او د زياتې وينې بهېدنې مخه يې نيسو او په حقيقت كې بدن حاصلخېزوو او د اولاد روزلو او پاللو ته يې وړ او مناسب كوو.

په غوړينه چيتي لوبيا كې د ويټامين اندازه د لوبيا له نورو ډولونو ډېره ده او دا چې چينايان دغه ډول لوبيا له ډېر پخوا راهيسې خوري، نفوس يې هم ډېر دى.

زما(شنې لوبيا) غذايي قدرت د نورو لوبياوو په پرتله كم، خو د هغوى په پرتله طبي ځانګړنې ډېرې لرم.

زه د نور سبزيو په څېر سي ويټامين لرم او د وينې له نري كېدلو مخنيوى كوم او له عفوني ميكروبونو سره جګړه كوم او دا چې سبزي يم، ډېر قندي مواد لرم او د نورو سبزيو په پرتله خلك ډېر پياوړي او قوي كوم.

موږ د لوبيا كورنۍ ټول غړي پرېمانه معدني مواد لرو، په تېره بيا په موږ كې د اوسپنې اندازه بېخي ډېره ده او

كولاى شو، چې د مصرفونكو د اوسپنې ورځنۍ اړتيا پوره او د وينې د كموالي مخه يې ونيسو.

موږ ټولې ډول ډول او ډېر سپين( هغه سريښناكه سپينه ماده، چې په هګۍ كې وي او د زېړو شاوخوا يې نيولې وي)مواد لرو او د معدني عناصرو، سپينو موادو او ډول ډول ويټامينونو په لرلو سره د ناروغيو او اپتونو په مقابل كې ستاسو مقاومت زياتوو او ورځنى فعاليت مو ډېروو.

ګياه خواره او هغه كسان چې غوښه نه خوري، د غوښې پر ځاى موږ خوړلى شي، ځكه د غوښې په اندازه سپين مواد او فسفر لرو جسمي قوه او حافظه تقويه كوو.

له غوښې مو ښه والى دا دى، چې موږ سپين مواد او لمبات(قند) يو ځاى لرو او د لومړۍ درجه ويټامينونو څخه هم مالامال يو.په موږ كې سوژا(چيتي لوبيا) دومره ډېر سپين مواد لري، چې هغې ته د شلې غوښې(له هډوكو پرته غوښې) نوم وركړل شوى دى.

زه د سينې او سږو درملونكې يم.ادرار زياتوم.هرڅوك چې زموږ ډولونه ډېر وخوري، پرېشانه كونكي خوبونه به ويني.

په مركزي اروپا كې عادي خلك زما د خوندو وچ پوښ د پښتورګو، نقرس او شكرې ناروغيو د درملنې لپاره ګټور بولي او د ايټاليا عادي خلك زموږ په ټولو ډولونو كې دغه ځانګړنه تشخيص كړې ده. له موږ نه خوندور او مزه ناك خواړه تياروي.

كه په زيتون يا ښه ون(ښون) غوړيو كې مو پخې كړئ لا ډېرې خوندورې او ژر هضمېدونكې يو.

ما تل په اوبلنو(مايعو)غوړيو كې پخه كړئ او په حيواني او كلكو يا نباتي غوړيو كې مې مه پخوئ.

ځينې خلك وايي، چې زه هغه خلكو ته ضرري يم، چې د بندونو درد لري لا هم په نقرس نارغۍ او روماتېزم برېښونو اخته وي، خو دغه ډېر بې ځايه باور دى او بايد درواغ يې وګڼم او اپوټه(برعكس)زه يادو ناروغانو ته سپارښتنه كوم، چې د خپلې درملنې لپاره ما وخوري.

په نهارې زما د شنه پوټكي يوه پياله اوبه څښل ادرار زياتوي. د مثانې كاڼي ماتوي او له منځه يې وړي او نقرس او روماتېزم درملوي.

زما د بوټي پاڼې ورګه(ساس)جذبوي او د دغې ضرري حشرې د نيولو او له منځه وړلو غوره وسيله ده.

زما له شنه پوټكي او د لوبيا د نورو ډولونو له پاڼو داسې پټۍ جوړيږي، چې د ضرري حشرو زهر درملوي.

په ډول ډول پخه لوبيا كې د نو او سون د ټپونو لپاره پټۍ جوړولى شئ.

هغه كسان چې سيند يا خوړ ته ځي او په لمر كې لامبي، ورته ووايئ، چې لږ مرمري يا سره لوبيا پخه كړي او پر ځان يې وموښي، چې له جړوهنې(لمروهنې)په امن شي او هغو كسانو ته، چې لمر يې بدن سوځولى او ژوبل كړى، سپارښتنه وكړئ، چې د دغو لوبياوو له پخې پټۍ يا پڼكۍ ګټه واخلي.دغه پټۍ د پوټكي ناروغيو او سورباد(هغه ناروغي،چې استرپتوكوك ميكروب يې توليدوي او د بدن پوټكى سور او شين كوي) ته هم ګټوره بلل شوې ده.

زموږ پخې اوبه د كتان يا پنبه يي ټوكرانو رنګ روښانه او روڼ كوي.

موږ لوبياوې ډېره اندازه اې ويټامين لرو او د تنفسي سيستم د عفونت، سړو وهلو او جل وهلو مخه نيسو او سترګې پياوړې كوو او نظر يې زياتوو.

سوژا يا چيتي لوبيا(وړه لوبيا)، چې اوس په ټوله نړۍ كې كرل كيږي، په ځينې هيوادونو كې د نباتي غوړو د جوړلو لپاره هم كار ترې اخستل كيږي او د وچې دانو ( چڼې، چارمغز، بادام ، پسته) پلورونكي يې خپلو هټيو كې پلوري.كه كله مو ترې رانيوله، پام وكړئ، چې زړه نه وي او مغز يې بايد سپين وي او بد بوى ونه لري.

له سوژا نه داسې شيدې هم جوړوي، چې د غوا شيدو ته ورته دي او د خميره شوي ليمو له اوبو سره ترې د مستو په څېر مايع جوړيږي.

په سوژا كې ۳۸ سلنه سپين مواد او څه اندازه اې، ډي، اي، بي، پي، پي پي، كې او اېف ويټامينونه شته او تركيبونه يې لږ او ډېر شيدو ته ورته دي. سپين مواد يې يو نيم برابر او وازګين(چربي) مواد يې د غوښې د وازګو اووه برابره دي.

زما د رانيولو( اخستلو)پر مهال مو بايد دې ته هم پام وي، چې بايد پر ځان سپين ټاپي ونه لرم، ځكه دا زما يو ډول ناروغي ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button