د مور لټون

 

 
عالم شاه منصوری
 


څورلس کلن ماشوم چی د مور مینی په منډه کړی وه، لنډه ساه یی اچوله د مور په لټون پسی له کوره راوتلی وه، په یوه کور ننوت چی شور ماشور پکی ډیر وه، له ننوتلو سره سم یی په یوه وخت کی څو مختلف غږونه واوریدل ”چیری ځی، ودریږه ، مه ننوڅ حرامی، بی سترګو، لوچکه چیری ځی، ولی بی اجازی کور ته ننوځی”، ده غوښتل چی ځواب ورکړی خو تر ځوابه یی پرینښود، سم له واره د کلی د ځوانانو تر پښو او سوکانو لاندی شو، سپین ږیرو هم ګواښ نه کاوه بلکی وهونکی یی نور هم تشویقول او ماشوم ته په ښکنځلو سر وه.
 لږ شیبه وروسته دوه ځوانان چی ډلونه (ډولونه) یی په غاړو کی اچولی وه همدی کورته ننوتل او د ښځو په مینځ کی یی ګرم ډول واهه، شاوخوا ښځی تری را ګرځیدی ګرم اتڼ یی کاوه. د واده د راغلی خلکو په زیاته د واده د کور خلکو د ښځو اتڼ په ډیره مینه کاته، او تبصری به یی پری کولی. زه ددی حالت په لیدلو سره فکرونو په مخه کړم او د کلی له هغه سپین ږیری چی یو څو شیبی مخکی یی د کلی ځوانان د ماشوم په ښه وهلو تشویقول پوښتنه وکړه چی دا ځوک دی؟ ده وویل چی دا ډمان دی. ما وویل: دا له ټول کلی سره دوستی لری؟ ده وویل نه دا زمونږ له سیالانو نه هم ندی مونږ له دوی سره هیځ دوستی نه لرو او نه یی ور سره کوو.
 ماسپښین مهال د واده خلک بیرته کورو ته ستنیدل نو یی موټر په کرایه راوستل، ښځی په دواړو موټرو کی له کښیناستلو سره سم په دایرو وهلو او په یوه اواز د سندرو په ویلو پیل وکړ، د یوی سندری په ختمیدلو سره به یی بله شروع کړه. په دواړه هغو موټرونو کی چی ښځی پکی ناستی وی د مخی په سیټونو کی د واده د کور دوه ځوانان چی عمرونه  به یی له شلو کلو پوته وه په خوښه کښیناستل. دا ځوانان که د یوی یا دوو ښځو زوی یا ورور وه خو له پاته شلو ښځو سره یی هیڅ تړاو نه لاره. د موټر له حرکت سره یی اوله سندره داسی شروع کړه ”د حرامی زویه اهسته یی بیایه”، چی پدی سندره کی یی خطاب موټروان ته وه او معنی یی دا وه چی موټر  آهسته چلوه. موټر وان به په پښتونکی نظر د مخی سیټ ځوان ته وکتل خو ځوان به بیا داسی سر وخوځاوه چی واده ده هیڅ پروا نه لری او زیاته به یی کړه چی ښځی خو هر څه وایی. کور ته له رسیدو سره سم ما بیا له همدی سپین ږیری پوښتنه وکړه، چی دا موټروانان د ټول کلی دوستان دی؟ ده وویل: نه، زمونږ د کلی په اتفاقی نظر په موټر وانانو کی هم سم سړی نشته.
 د واده ټوله ورځ زه پدی فکر کی وم چی ماشوم خپله مور غوښته او غوښتل یی چی زیری پری وکړی چی  ورک ماما می پیدا شوی او زمونږ کره راغلی خو هغه یی ښه وډباوه. خو څو شیبی وروسته دوه محکم ځوانان چی ددوی په وینا ډمان دی  او په سیالانو کی هم نه راتلل د ښځو په مینځ کی ډلونه وهی او ټول نر او ښځی پری خوښ دی او ورته ګډیږی. دوهم دا چی دوه موټر وانان چی ددوی په نظر ښه خلک نه وه خو بیا هم ټولو ښځو په یوه خوله له موټروانانو سره په یوه موټر کی سندری ویلی حال دا چی هیڅ محرمیت یی نه لاره. داسمه ده چی د خلکو د انتقال لپاره بله لاره نشته خو ښځو ته خو دا ورښودلای شوای چی د نامحرمو په مخکی ارامی کښینی او یا د ډمانو تر مخ ونه ګډیږی. د کلی خلکو به پدی ډیر ویاړ کاوه چی د فلانکی لور د ډمانو تر مخ هم ډیره ښه ګډیده او په موټر کی یی هم له هغه ځایه تر دی ځایه کراره نه کښیناسته، ډیره ښه دایره یی وهله او ډیری ښی بدلی (سندری) یی ویلی او هیڅ د ستړتیا او ستومانی احساس یی هم و نه کړ.

پای 
31/اسد/1393



نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button