د هغو کسانو دېرش ځانګړتیاوې چې کتاب نه لولي:

ژباړن: انبيا ژمن

1. ډېر په آسانۍ سره د تبليغاتو تر اغېز لاندې راځي؛
2. تکراري خبرې کوي؛
3. د لغاتو زېرمه يې ډېره محدوده ده؛
4. خپل ځان نه پېژني؛
5. هیجاني او احساستي ژوند کوي؛
6. د ذهني استدلال ځواک يې تقریبا له منځه تللی؛
7. د عوام فريبۍ له استعداد څخه برخمن کېږي؛
8. عقلي ځواک يې وده نه مومي؛
9. پر هغه څه چې وايي يې، ډېر کنټرول نه لري؛
10. نورو ته د غوږ نيولو هنر نه زده کوي؛
11. پر شایعاتو او ګونګسو ژر باور کوي؛
12. د انسانانو ترمنځ د توپیر په اهمیت باندې نه پوهېږي؛
13. مغز يې د زوال په لور ځوړېږي؛
14. پر زده کړه باندې د هغوی د تمرکز کچه په چټکۍ سره ټيټېږي؛
15. په ژوند کې د فکر کولو فرصت له لاسه ورکوي؛
16. د «نيوکې» کلمه ورته ناآشنا برېښي؛
17. د استبداد د دوام لپاره زمينه برابروي؛
18. تر ډېره ناسنجول شوې خبرې کوي؛
19. خپلې ګټې په سمه توګه نشي په ګوته کولای؛
20. د «مشورې» کلمه ورته ناآشنا برېښي؛
21. د حکومتونو د خوشحالولو لپاره کار کوي؛
22. په هېواد کې د حزبي نظامونو د تشکيل د مخنيوي سبب کېږي؛
23. ډېر ژر عصباني کېږي؛
24. د خپل ځان او نورو لپاره د تابعیت له حقونو څخه ناخبره دي؛
25. د خپل شخصیت او فکر د ودې لپاره احساس نه لري؛
26. د هر ډول موضوعاتو په اړه خپل نظر څرګندوي؛
27. خلک په ډول ډول القابو باندې یادوي؛
28. د ښه ګمان او بد ګمان ترمنځ توپیر نه شي کولای؛
29. د ژوند په اړه د هغوی تعریف د انساني غرایضو په دایره کې محدود دی؛
30. نه پوهېږي چې ناپوهي څه ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button