افغانستان او له هند او پاكستان سره د دوستۍ داستان

عزيز چوپان

كه چېرې د تاريخ پاڼو ته ور وګرځو؛ نو افغانانو پر لوديانو او سوريانو ور اخوا په غزنوي، غوري او ابدالي دورونو كې پر ډيلي خپل بيرغ رپولى دى؛خو كله چې ظهيرالدين محمد بابر په لسمه هجري پېړۍ كې لومړى پر آمو سيند راپورې ووت او تر كابله راورسيد او بيا يې د كورنيو اختلافونو نه په ګټې اخيستنې سره د هندوستان لودي واكمنۍ ته د پاى ټكى كېښود او هلته يې د يوه مغلي سلطنت تاداو كېښود؛ نو بيا كابل يې هم له ډيلي نه اداره كاوه ان تر دې چې كله بابر په هند كې ومړ، مړى يې د هغه له وصيت سره سم كابل ته راوړ او په هغه ځاې كې خاورو ته وسپارل شو چې اوس په بابر بڼ (باغ بابر) شهرت لري. د بابر تر مړينې وروسته چې د بابر مشر زوى همايون پاچا شو، پښتون شيرشاه هغه پسې واخيست او په هند كې يې يو ځل بيا د افغاني سلطنت اساس كېښود، خو تر پنځو كالو وروسته چې هغه په كالنجر كلا كې د باروتو د اور اخيستنې له لامله ومړ او زوى يې دهغه پر ځاى په تخت كښيناست دا چې هغه په خپله اداره كې د پلار ځاى نشواى نيولی؛ نو همايون چې دا مهال ايران ته تښتيدلى و، بېرته هند ته راغى او يو ځل بيا يې د مغلي واكمنۍ اساس ټينګ كړ؛ تر هغې چې كله انګريزان د شرقي هند د كمپني يا د ويسټ انډيا كمپنۍ په پلمه ورو ورو هند ونيو هلته يې د برتانوي هند تاداو كېښود او مغلي كورنۍ ته يې د پاى ټكى كېښود.

د برتانوي هند په دوران كې، افغانستان د انګريزانو له لاسه هميشه تر تهديد لاندې و تر دې پورې چې د لاهور د درې اړ خيزې معاهدې چې تاداو كېښود او مغلي كورنۍ ته د پاى ټكى كېښود.

د برتانوي هند په دوران كې، افغانستان د انګريزانو له لاسه هميشه تر تهديد لاندې و تردې چې د لاهور د درې اړخيزې معاهدې چې د مكناټن، شاه شجاع او رنجيت سنګ له خوا لاسليك شوه (۱۸۳۸) د ډيورنډ تر تحميلي موافقه ليك پورې (۱۸۹۳) يې پر افغانانو په ډول ډول د خپلې خوښې د تيلو كوښښ وكړ، كه څه هم افغانانو په هغو درې جنګونو كې چې انګريزانو پر افغانستان تيرى وكړى، انګريزانو ته ډېر سخت ګوزارونه وركړل، خو بيا هم له يوې خوا د انګريزانو او رنجيت سنګ توطيو او تجاوزونو چې ډېر ځله به ايران هم ورسره لاس يو كړو.

له بلې خوا د افغانستان د واكمنې كورنۍ ترمنځ د اقتدار پر سر ((ريسمان كشي)) د دې باعث شوه چې افغانستان خپله يوه مسلمه برخه خاوره له لاسه وركړي. د معاصر افغانستان مؤسس نوميالي احمدشاه بابا چې له افغانستان كوم تعريف درلود، د هغې ختيزه پوله اباسيند و. كه څه هم چې اميردوست محمدخان د خپلې پاچاهۍ په لومړى ځل ډېره هڅه وكړه چې پېښور له رنجيت سنګ نه ونيسي او په همدې منظور يې يو ديرش زره كسيز لښكر د خپل ورور نواب جبار خان په مشرۍ چې جنګي مشري يې غازي محمد اكبر خان كوله د پېښور په لور ور ولېږه چې د جمرود مشهوره جګړه وشوه، په دې جګړه كې د سكانو لښكر اتيازره كسان وو خو كله چې سك جنرال هري سنګ د غازي محمد اكبرخان په لاسو ووژل شو او له خپله اسه لاندې راګوزار شو، سك لښكر په ماته شو او مخ په پېښور ښار يې واچول، كه څه هم سردار اكبرخان غوښتل چې هغوى تعقيب كړي؛ خو تره يې نواب جبار خان د دې كار مانع شو چې په دې توګه كه څه هم افغان لښكر بريالى كابل ته راستون شو چې اميردوست محمد خان د دې فتحې په وياړ په كابل كې يو جشن جوړ كړ او سردار اكبرخان ته يې د نايب امين الله خان لوګري لور وكړه؛ خو پردې بريالى نه شو چې پېښور بېرته له افغانستان سره ونښلوي. د دوست محمد خان په دوهمه پلا پاچاهۍ كې واكمنو شرايطو له دوست محمد خان نه هغه جوش او ولوله واخيسته چې د پېښور د نيولو له پاره يې درلوده، تر دې چې له انګريزانو سره يې د جمرود معاهده (1855-57) لاسليك كړه او د افغانستان سياسي استقلال يې د انګريزانو په لكۍ پورې غوټه كړ، په دې پسې بيا د ګندمك تړون (۱۸۷۹) او بيا ورپسې د ډيورنډ موافقه ليك (۱۸۹۳) پر افغانستان وتپل شو چې تر دا ننه پورې يې افغانستان په اور كې سوځي.

د ډيورنډ كرښه د انګريزانو يو شوم ميراث و چې هم افغانانو ته پاتې شو او هم تر ۱۹۴۷ وروسته چې انګريزان د معلومو دلايلو له مخې له هنده ووتل او پاكستان تشكيل شو پاكستان ته پاتې شو. د هند د ويش پر مهال انګريزانو د افغان دولت له غوښتنو سره سره ونه غوښتل چې دا لانجه د افغانستان او نوي تشكيل شوي پاكستان ترمنځ حل و فصل كړي. انګريزانو غوښتل چې:

۱-له افغانانو نه چې د انګريز د غرور پوزه يې په خاورو پورې موښلې ده خپل انتقام واخلي

۲-هغه كرښه چې د روسانو د احتمالي پرمختګ په مقابل كې يې كښلې او پر عبدالرحمان خان تحميل كړې وه پر خپل ځاى وساتي؛ ځكه كله چې انګريزان پردې پوه شول چې نور ورته په هند كې پاتې كېدل ممكن نه دي؛ نو پاكستان يې د هند د خاوري په يوه ډېره حساسه برخه كې د روسانو پر وړاندې په جنوبي آسيا كې د خپلو ګټو د ساتلو له پاره د يوه سنګر په توګه جوړ كړ.

په دې توګه تر ۱۹۴۷وروسته له هندوستان سره د افغانانو اړيكي په يوه جلا فصل كې مطالعه كېداى شي. دا سهي ده چې په هر حال كې هر هېواد خپلې جلا جلا ګټې لري، خو تر كومه چې د مقابلو اړيكو خبره ده د افغانستان او هند اړيكي سره دوستانه پاتې شوي دي سره له دې چې د برتانوي هند په وروستيو كې چې ګاندي صوبه سرحد ته كوم سفر كړى و او يوې لويې غونډې ته يې وينا كړې وه، هندوكش ته يې اشاره كړې وه چې زموږ سرحد هلته دى خو چې پاكستان جوړ شو نو بيا د ګاندي ادعا چې د اوبو د سر ځك و، همغسې ځك پاتې شو، بيا نو د هند او افغانستان د دوستۍ نوى پړاو شروع شو.

كله چې پاكستان جوړ شو نو يې له افغانستان سره په اړيكو كې سوړوالى راغى.

سره له دې نه چې افغانستان له پاكستان سره د خپل اختلاف د دغه يوازنۍ نقطې د حل له پاره ډاكټر نجيب الله توروايانا پاكستان ته ور واستاوه او په پيل كې د پاكستان مشر محمد علي جناح د مرستې څه وعدې هم وركړې؛ خو وروسته دغه وعدې، دلايل يې چې هر څه وو ناسمې ثابتې شوې، جناح هم د خپل عمر په وروستيو كې چې كمزورى شوى هم و، د خپلو ملګرو له خوا چې په سر كې يې لياقت علي خان راته، تجريد شوى و، تر هغې وروسته نه افغان واكمنو په دې اړه كوم داسې ګام واخست چې افغانان پرې خپل حق لاسته راوړلاى شي او نه ورسره پاكستاني مشرانو د زړه له تله همكاري وكړه؛ هغوى د دې لپاره هم نه كوله چې له ډيورنډ كرښې تر اباسينده پورې ځمكې يې له لاسه وركولې او دا كار انګليس په هېڅ بيه هم نه پرېښود چې عملي شي.

پاكستان له همغه پيله ډېرې هلې ځلې وكړې چې دا مساله ددوى په ګټه حل و فصل شي؛ خو پر دې كار بريالي نه شول، په 1949 كې چې پاكستان مغلكۍ بمبارد كړه د افغانستان ملي شورا يې يوه مياشت وروسته په غبرګون كې د ډيورنډ كرښه ملغي اعلان كړه. اوس په حقيقت كې دا مساله هم پاكستان ته د يوې ملې مسالې بڼه لري او د افغانانو خو بالكل يوه ملي مساله ده، كه څه هم ځينې كسان د پرديو په نغوته كله له دې خوا او كله له هغې خوا غونډاري خو واروي؛ خو هېڅكله د افغانانو د دې ملي مسالې پر وړاندې خنډ كېداى نه شي.

دا ځل يوه بله ټوكه شوې چې دې ته بايد هېواد پاله افغانان ډېر متوجه واوسي، حامد كرزي كه څه هم چې حكومت يا دولت يې بلا ستونزې درلودې؛ خو د دې مسالې په اړه ډېر حساس و او هېڅكله يې په دې اړه نه د پاكستان غوښتنو او نه امريكا او انګليس فشارونو ته سر ټيټ كړ؛ خو په نوي افغان دولت كې په ام، آى سكس پورې تړلي څه د روحانيت په جامه كې او څه هم د سياست په جامه كې يو شمېر افرادو او كړيو چې دواړو يو بل ته سره د مرستې ملګرتيا لاسونه وركړي دي، په دولت كې ډېر مهم موقفونه تر لاسه كړي، دې حالت له همغه پيله افغان ولسمشر دې ته يا وهڅاوه او يا يې پرې فشار راوړ چې د ډيلي پر ځاى اسلام آباد ته ترجيح وركړي. پر همدې اساس ولسمشر اشرف غني لومړى سفر اسلام آباد ته وكړ چې په را ستنېدو سره يې ډېرې ګونګوسې پيدا شوې؛ خصوصاً چې دى جي، اچ، كيو (GHQ) ته ولاړ او د پاكستان له لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره يې خصوصي كتنه تر سره كړه چې معلومه نه شوه څۀ يې سرهوكرل او څه يې سره وريبل؛ خو بهر تصور دا و چې تر كاسې لاندې څه نيم كاسه ضرور شته.

اشرف غني هند ته په ډېر ځنډ سره سفر وكړ چې له اسلام آباد سره د اشرف غني توده راشه درشه او له هند سره سوړ چلند هند د اشرف غني پر دوستۍ بې باوره كړ چې ورو ورو يې اثرات راڅرګندېږي اوس دلته دوه خبرې ډېرې واضح دي:

1- هند له 1947 نه له افغانستان سره دوستي كړې ده.

2- پاكستان له 1947 نه را په دې خوا له افغانستان سره يا دښمنانه چلند كړى او يا يې لږ تر لږه دوستانه چلند نه دى ورسره كړى.

نو اوس پوښتنه دا ده چې اشرف غني د كومې سياسي عقلمندۍ پر بنا يو ځل پر اسلام آباد شيدې را پرېږدي او هغه ټوله ترخه ماضي چې عوامل يې لا پر ځاى دي له ياده وباسي؟ د دې پوښتنې ځواب فقط همدا كېداى شي چې د انګريزانو له خوا چې امريكايي هم ملاتړ كوي، پر نوي افغان دولت چې د خپلو ملي ګټو ساتلو له پاره په كې هېڅ ډول شيمه او متره نشته، فشار راوړى چې د پاكستان پر وړاندې له خپلو ټولو غوښتنو او ګټو نه تېر شي، همدا دليل دى چې پاكستان ملكي او نظامي واكمنان لكه مچ او مېږي كابل ته را روان دي او په ارګ كې پټپټاني شروع دي، كه څه هم د افغانستان سياسي، جهادي او مدني قوتونه، همدارنګه ملي شورا او ناپييلي مطبوعات دې ټكي ته متوجه دي او د دولت د هغه كمپرومايز پر وړاندې چې غواړي له اسلام آباد سره يې وكړي د قهر يوه زوروره څپه را پورته شوې چې په دولت كې په ام آى سكس او سي آى اې پورې تړلي افراد او كړۍ يې ورخطا كړي دي؛ خو بيا هم بايد دې خبرې ته پوره متوجه واوسي.

البته دا خبره هم بايد روښانه شي چې افغانان هېڅكله نه له پاكستان سره دښمني غواړي، نه يې بد پرې پيرزو دي، بلكې د پاكستان دوستي كه د زړه له تله يې له افغانانو سره وكړي، افغانانو ته ډېره په ګټه ده؛ خو دا چې پاكستان له يوه جنګ ځپلي افغانستان سره چې لا يې د جنګ دوړې پر مخ پرتې دي د انګريز او امريكې يا د خپلې دښمنانه نسواندۍ پر بنا نااعلان كړى جنګ روان كړى پر دې دې پخپله پاكستان قضاوت وكړي چې افغانان بايد د پاكستان په وړاندې څه تصور ولري. پاكستان چې د افغانستان پر وړاندې تر اوسه څۀ كړي او يا لګيا دى كوي يې افغانانو ته كاملاً د درك وړ دي، كه پاكستان له افغانستان سره ريښتينې دوستي غواړي پر خپله افغان پاليسي دى يوه عاقلانه او صادقانه بيا كتنه وكړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button