د لوګر چاودنه څه په ګوټه کوي؟

نویداحمد څرک

د جمعې په ماښام په داسې حال کې چې خلک روژه ماتې ته ناست و او د خدای له ډاره یې روژه نیولې وه، د روژه ماتي پرمهال یې له خدای په افغانستان کې سوله او بخښنه غوښتله، د طالب فکر روزنکي د لوګر مرکز پل عالم کې موټر بم برید وکړ چې نږدې سل کسان پکې شهیدان او ټپيان شوي دي.

دا برید د لوګر مرکز پل عالم کې ملکي روغتون سره شوی چې اکثریت قربانیان د روغتون ناروغان، پایوازان او د نږدې کورونو اوسیدونکي دي.

طالب کلونه همداسې وحشتونه وکړل، دا وحشتونه د خلکو له لوري وغندل شول او په دې تمه و خلک چې د سولې یو فرصت به برابر شي او طالب به له دې وحشې جګړې چې قربانیان یې افغان انسان او مسلمان دی، لاس واخلي.

خو طالب هيڅکله سولې ته لیوالتیا و نه ښودله او د هرې ورځې په تیریدو سره یې وحشت څو چنده لوړ کړی او د وحشت نوي ډولونه چې ډله ییزه وژنه ورته هم ویلی شي، رامنځ ته کړه.

د لوګر برید د طالب د فکر او وحشت یو ښه مثال دی چې دا ډله هیڅکله په سیاسي تفاهم باور نه لري او یواځې غواړي چې د وحشت او دهشت له لارې واک ترلاسه کړي او خلک باندې جنت وطن دوزخ کړي.

طالب له دې ډول بریدونو نه شي منکریدلی، که منکر هم شي، خلک یې نه شي بخښلی، ځکه طالب د همدې روانې جګړې مسوول دی.

طالب چې وغواړي د هېواد په هیڅ ځای کې به برید و نه شي، ځکه همدوی دي چې بریدونه کوي او همدوی دي چې د حشتونو نوي ډولونه رامنځ ته کوي.

طالب د جګړې لپاره کم عمره ځوانان جذب کړي، بیا یې ورته حکومت او ټول خلک تکفیر کړي او هر کله او هر ځای چې وغواړي همدا تنکي عمره ځوانان پرته له کومې پوښتنې ورته ځانمرګی برید کوي.

تاسو به د لوګر ولایت د موټر بم برید ویډيوګانې او عکسونه لیدلي وي، له همدې د طالب اصلي څېره،د طالب پالیسي او د طالب فکر او تګلاره مالومولی شئ، چې حتی طالب دې ډول بریدونو ته هم توجیه لټوي.

د لوګر د چاودنې قربانیان نږدې ټول ملکي وګړي او ځایي اوسیدونکي دي چې عکسونو او ویډیوګانو کې ښکاري، کومه جعل کاري پکې نه کیږي او که یې څوک نه مني، د لوګر روغتونونو او د کابل ایمرجنسي روغتون ته دې ورشي.

لوګر د جمعې ماښام په داسې وضعیت کې و چې د خلکو په روژه ماتې کې د هغوی وینې پرتې وې، په داسې وضعیت کې و، چې روغتون باندې برید کې یې طالب روغتون ویجاړ کړی او د درملنې درک نه وي، لوګر داسې وضعیت کې و چې امبولانسونه برید کې له منځه تللي و، د ټپي د انتقال لپاره امبولانس نه و.

دا هر څه طالب ګوري، خو دا چې د واک نشه یې سر کې ده، دا ډول وحشتونه او جنایتونه ورته هیڅ ارزښت نه لري او برعکس توجیه ورته لټوي.

طالب د بخښلو نه دی، طالب د دې وطن نه دی، طالب مسلمان نه دی، طالب انسان نه دی، که طالب له دې ډلې یو هم وی، بیا یې هیڅکله داسې برید نه کو چې هدف پکې مالوم نه وي او مازدا موټر له بارود ډکوې او یو ځای کې چاودنه ورکوې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button