لنډه کیسه؛ پېژندنه او ځانګړتياوې

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په لومړي سر کې ادبيات پر دوو سترو برخو وېشل کېږي، چې منثور او منظوم ادبیات یې بولو. ځان پېښې، یونلیکونه، داستانونه، رومانونه، لنډې کيسې او ځينې نور په منثورو ادبیاتو کې د پام وړ ادبي ژانرونه بلل کېږي.

تاسو به له پورته ذکر شوو ادبي ژانرونو څخه یوازې د لنډې کیسې په اړه ځينې اړين معلومات ترلاسه کړئ.

لنډه کيسه

د لنډې کيسې د پېژندنې په باب لیکوالو بېلابېل تعریفونه کړي دي، چې هر یو پر خپل ځای سم او د منلو وړ دي. موږ کوښښ کوو نږدې ټول منلی پېژند وړاندې کړو.

د لنډې کیسې اصطلاح د انګلېسي ژبې د “Short story” معادله ده. دا یو داسې نثري ژانر دی، چې په کمي لحاظ له رومان او ناول څخه لنډ وي.

استاد محمد رفیق رفیق د لنډې کيسې د تعریف په اړه وايي:”کیسه یو روایت دی، یا د یوې پېښې بیانول دي. که رښتيا وي او که خیال، یوه انساني غوښتنه وي. کیسه یوه سمبال شوې هڅه او غوښتنه ده، انساني هیلې او غوښتنې بسیا کوي.”

په لنډ ډول ویلای شو، چې لنډه کیسه د یوې پېښې بیان دی، چې کېدای شي رښتيا وي او یا هم خیال. خو د انساني فکر یو تولید دی. لنډه کیسه تقریبا یو له بله سره د تړلو عناصرو څخه منځته راځي، چې د تأثر او اغېز یووالی په کې اساسي شرط ګڼل کېږي.

د لنډې کيسې په چوکاټ کې طرحه (پلاټ)، کرکټر، مکالمې، منظر کشي، خیال او ورته نور توکي شامل دي. همدارنګه د کیسې حجم ته په کتو د لنډې کيسې د لوستلو موده تقریبا له دېرشو دقیقو څخه نیولې تر دوو ساعتونو اټکل کېدای شي.

د لنډې کیسې ځانګړتياوې

که څه هم د کیسې د ځانګړتیاوو په برخه کې ډېر بحث پکار دی، مګر موږ هڅه کوو، چې په ډېرو لنډو ټکو کې ددې ځانګړتياوو اساسي هدف او موخې بیان کړو.

۱. پلاټ ـ کيسو ته په کتو سره د کړنو او واقعو د پېښېدو څرنګوالی او منطقي تسلسل ته پلاټ وايي. یعنې کیسه څنګه پیل شي، څنګه اوج ته ورسي او څنګه پای ومومي، همدې ته د کيسې طرحه (پلاټ) وايي.

۲. د کیسې پيل ـ دا برخه خورا مهمه ده. د کیسې په دې برخه کې هڅه کېږي، چې لوستونکی جذب شي. داسې چې په هېڅ صورت د کیسې لوستل پرېنږدي. باید ووایم، چې په کیسه کې ډېره مهمه او تقریبا سخته برخه همدا ده.

۳. اشخاص ـ يا په بله وینا کرکټرونه هغه څه دي، چې په کیسه کې د ویناوو او کړو وړو لپاره رامنځته کېږي. په دې برخه کې مهمه خبره دا ده، چې کرکټر ته په کتو باید مکالمې او کړنې وټاکل شي. مثلا یوه ماشوم ته د داسې مکالمې برابرول چې د هغوی ماشومتوب تر پوښتنې لاندې راولي ناسم کار دی.

۴. تلوسه ـ د کیسې الفاظ او پېښې باید داسې ترتیب شي، چې د لوستونکي د تلوسې لړۍ جاري وساتل شي. که په کوم ځای کې تلوسه له منځه ځي نو معلومه ده، چې لوستونکی یې له لوستلو لاس په سر کېږي.

۵. پای ـ د کیسې آخري برخه هم له اهميته برخمنه ده. دا هغه برخه ده، چې د پېښې/پېښو لړۍ پای مومي او لوستونکی یو پيغام او پایله ترلاسه کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button