د تورخرس ( یږ) او سپین پسه یارانه !

وایي چې د یوه ځنګلیزه غره په لمنه کې د تور خرس اوسپین پسه یارانه پیل شوه ، تور خرس ، سپین پسه ته وویل چې په تا غرض نه لرم خو ته به ماته د ځنګله په دنـنه کې د بیلا بیلو ژویواو څارویو مالومات راکوې څوپه اسانی یې ښکارکړم . سپین پسه هم هره ورځ تور یږ خرس ته د ځنګله په بیلا بیلوبرخوکې حیوانات په ګوته اوخرس د هغو په داړلواوښکار بوخت و. په مودو، مودو یې د پسه په مرسته د ځنګله د نـنه ټول ژوي ښکار او چورلټ وداړل ، یوه ورځ تورخرس یوه ویروونکي بوغاره له خولې وایسته اوپسه ته یې وویل ، اوس ستا د داړلو وخت دی .
پسه وبوږنیده ورته ویې ویل زما اوستا له کلونو راهیسي یارانه ده او نه ښایي چې یارانه ترپښو لاندې کړې .
خرس ورته وویل چې زما اوستا د نیکونوترمنځ پخه دوښمني تیره شوي او ته هم زما دوښمن یې .
پسه ورته وویل زما اوستا نیکونه لا ډیرپخوا مړه شوي او د هغو دوښمني دې پخپلو سترګونه ده لیدلي .
خرس ورته وویل دا مالومات ماته یوه باوري دوست راکړي دي چې زما او نیکونه د یواوبل سرخت دوښمنان ول .
پسه ورته وویل چې دوست دې دروغ وایې هغه مه نغوږه . خرس ته پلمه په لاس ورغله ،پسه ته یې په غوسه وویل چې تا زه اوزما دوست دروغجن وبلل اودا زما بې احترامي اود بښلووړ نه ده ، د سترګو په رپ کې یې پر پسه ورودانګل اوپه شیبه کې یې ټوک، ټوک اووداړه او نوش جان کړ.
د افغان ولس په وړاندې تورپنجاب د تورخرس په ګدی ناست اوپه بیلا بیلا شيطاني او مکارو نامردانه بڼوافغان ولس بشري، مادي اومعنوي هستي داړي . باید هوښیار اوبیدار اوسو.اوکنه د پسه په برخلیک مواخته کول غواړي .
د کړیدلي اوځوریدلي افغانستان د رغیدا اوسمسورتیا په هیله .
۳۰/۱۱/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button