غواړم زه هم ژوند وکړم

عنایت الله ستانکزي

ژوند ډیر ښکلی دی؛ دومره ښکلی چې د ژوند لپاره د ښکلا کلمه هم بسنه نه کوي له دې هاخوا په ژوند کې ډیرې ښکلې منظرې دي، مزې دي، ښایستونه دی، رڼاګانې دي او ډیر نور څه چې شاید قلم یې هم له لیکلو ستړی شی، بیا نو د دې ښکلاوو لپاره زه او ته پیدا یوو. زه هم یو څوک یم زه هم ژوند لرم او د همدې ژوند لپاره خلق شوی یم زما خالق زما نه غواړي چې د ژوند د اصلی مقصد د لاسته راوړلو لپاره زیار وباسم زه غواړم ژوند وکړم خو نه پوهیږم ولې مې ژوند کولو ته څوک نه پریږدي، نه پوهېږم یا خو زه په ژوند نه پوهېږم او یا هم زما د ژوند چاپیره خلک د ژوند تیرولو په طرز نه پوهیږی. زما فکر ساده دی او هغه دا چې زه غواړم چې هم خوشاله اوسم او هم زما چارچاپېره ټول وګړی. غواړم زما په خفګان نور هم خفه شی او زما خفګان ته تسلیت وښيي او یا زما د خفګان د لری کولو لپاره زما سره همکار شی، او زه هم غواړم د یو چا د غم او خفګان شپې پرې سبا کړم ،زه هم غواړم یو څوک د خفګان له تیارو راوباسم او د خوشالۍ درشل ته یې ودروم خو زما هم ارمان دی چې ژوند وکړم او نور هم ژوند وکړی، خو، خو زه بیا هم سره د دومره خیاله او فکره لیونی یم او په ژوند نه پوهیږم هو دا خبره زما چاپیره خلک زما په باره کې کوي خو زه پوهېږم بلکې تر دوی ډیر پوهیږم چې څنګه ژوند وکړم، خپلې شپې سبا کړم، خپلو ورځو ته لا روښنايي ورکوم او خپل ژوند ښایسته کړم. زه اوس په دې پوهیږم چې زما د کائناتو رب زما ژوند ماته يوه تحفه راکړې ماته یې امر کړی چې ښه وخت تیر کړم، نو بیا ولې دوی ما نه پریږدي دوی له ما څه غواړي؟اخیر ولی دوی نه غواړي زه په خپل فکر او هنر ژوند وکړم که زه په ژوند نه پوهېږم خو دوی هم نه پوهیږی، که زه نیمګړی یم خو دی هم دی نو بیا ولی دوی زما په ژوند تیرولو ځان مخکې حسابوي؟.د هر وګړي په څیر زما ژوند هم دوه اړخه لري:
لومړی زما ژوند زما په خوښه
ځینې وخت داسې یوې نتیجې ته له ځان سره ورسیږم چې نور نو زه نه غواړم خپل ژوند له چا سره شریک کړم بس زما حال او احوال او زما تعبیر. خو زه تاته وایم داسې کیږي؟حتمی ده چې نه او نه`نه مطلب دا نه دیه چې هر تصمیم او پریکړه چې زه یې باید د خپل ژوند په باره وکړم په ځای یې نور خلک زما د ژوند پریکړې وکړي، نه نو داسې هم نه ده زما ژوند زما خوښه ده هره پریکړه چې زړه یې کوم زما آینده ټاکي نو بل څوک ولې زما په فکر کې دی بل څوک ولې زما تصمیم کې مداخله غواړی، هو همداسې ده زه تر یوه حده صحیح یم، خو دا هم باید هیر نه کړم چې زما د ژوند خواخوږي هم شته، زما مور زما پلار، په ټوله کې زما کورنۍ او ځینی ملګري مې. دوی هم حق لري زما په ژوند کې زما په تصمیمونو کې زما سره کومک وکړي دوی هم ځای لري چې ماته ښې مشورې او مشورې راکړي، خو زه بیا هم د هرې فیصلې او تصمیم واک لرم که مې خوښه وه منم یې او کنه نه یې منم، دا هم باید هیر نه کړي زه هم کولای شم د خپل ژوند په باره کې غلطې فیصلی وکړم، تصمیم ونیسم او دا فیصلې کیدای شي د چا په ژوند څه خاص تاثیر هم ونه لري، نو زه باید په دې پوه شم زه هر وخت صحیح کیدای هم نه شم بلکې ځینې شته چې زما په باره کې ښې پریکړې کوي لکه مخکې مې چې وویل، نو نتیجه دا شوه چې زما ژوند زما په خوښه هغه وخت ممکن ده چې زه د تصمیم اخیري پریکړه کوونکی اوسم او بس.
دوهم زما ژوند نورو په خوښه
آیا داسی هم کيدای شي چې زه دی نورو په خوښه ژوند وکړم؟ که داسې وکړم نو نتیجه به یې څه وي؟نو زه څه وکړم زه حتما په خپل ژوند کې خپلواک هم نه یم یو څوک حتماً شته چې زما په حال او احوال کې زما سره ملګری دی،زما د خو ورځو ملګری زما د حال او احوال شریکوانان دی ،همدوی دی چی زما د ژوند ځینی غمونه زما نه پورته کوي زما بدن تری سپکوی، همدوی دی چې زما د ژوند له ښو او بدو خبر دی، نو زه باید څه وکړم څنګه د دوی تصمیم ته په خپل ژوند کې ځای ورکړم څنګه دوی د خپل احوال ملګری کړم، خو زه په دې پوهیږم زما د ژوند یوه تجربه ماته وایي چې دا وګړی زما سره د غم په سپکولو، د تصمیم په نیولو او په ټوله کې زما زړه ښه کولو لپاره هم فکر کوي زه باید دوی هم په خپل ژوند کې ومنم.
ته پوهیږی ماته زما تجروبې راښودلی چې زما ژوند دوه اړخه نور هم لری، هو، همداسی ده ته وګوره شاید له ما سره همغږی شی. زما د ژوند دوه نور اړخونه دا دي:
لومړی زما مثبت فکر مثبت ژوند
زه په دې پوهیږم که غواړم ښه ژوند وکړم نو باید مثبت فکر وکړم، زما استادې به ماته همیش ویل چی تل مثبت فکر کوه، مثبت لید غوره کړه او همدا لید تعقیب کړه. هو هغیې ریښتیا ویل له کله چې مې د خپل تعلیم او تحصیل په باره مثبت فکر کړی نو پکې تر یو حده کاميابه شوی هم یم مثلآ لیسانس می وکړ ، په دې مې بسنه ونه کړه ماستري مې هم وکړه او دا دی اوس د دوکتورا پلان هم لرم، خو دا هر څه په مثبت فکر باندی کیږي که نه ده داسې؟ خو زما د ژوند دا برخه هم له لانجو کونجو خالي نه ده که زه غواړم مثبت فکر وکړم او مثبت ژوند وکړم نو هغه خلکو ته چې د دې فکر په اړه له ما سره مخالفت کوي. څه وکړم یا هغه څوک چې ما مثبت فکر او مثبت ژوند ته نه پریږدی څه عمل ورسره وکړم؟ها! زه یې ځواب لرم زه باید پوه شم چې زما د مثبت فکر معنا همدا ده چی له دې خلکو سره مبارزې وکړم، دوی په خپلې غښتلې ارادې مات کړم او دوی ته وښیم چې زما د هر تصمیم له مخې دوی هر وخت خنډ نه شي کیدای. یوه ورځ مې یو دوست راته کړه چې ژوند مې ډیر سخت دی که یو څه کول غواړم په ژوند کې شته خلک مې ممانعت کوي او نه مې پریږدي چې زه مې هغه کار سرته ورسوم چې زه غواړم، ما ورته وخندل ورته مې وویل ته په کومه پیړۍ کې ژوند کوي ته اوس هم د خپل ژوند په باره کې د نورو فرمایشونو ته غوږ ږدي، هغه راته وویل څه وکړم، ما ورته وویل ستا په لاس کې د موټر شټیرینګ دی او ته موټر ته ناست یې نو ته پوهیږې چې موټر څنګه وچلوي که نور څوک او آن که ته یو ښه ډریور هم یې ویل زه پوهېږم نو ورته مې کړه چې همداسی ژوند هم کیږی که د نورو خبرې دی ژوند مثبت خواته بيا يې قبولې یې کړه کنه هیر یې کړه چې ستا په باره خلک څه وایی، نو پوهیږي ماته یې په ځواب کې څه وویل، ویلي وای زه نو اوس ستا په دې خبره هم باید فکر وکړم که څنګه؟ ما ورته کړه هو ،که دې خوښه شوه عملی یې کړه او که دې خوښه نه شوه هیره یې کړه، په خندا یې راته وویل چې ولې به یې نه منم ته خو هم عمل غمګین تیر شوی یې ستا تجروبه هم ډیره ده.
نو خبره به دې کوله چې ننی عصر د تکنالوژۍ عصر ده که له کومی ستونزې سره مخ شوم نو همدا تکنالوژۍ هم زما تر ډیره مرسته کولای شی او کولای شی چی ما د خلکو د بی ځایه تصمیمونو نه وساتی.زه کولای شم ددی تکنالوژۍ په مرسته د نوری نړی له علماوو سره په تماس کی شم او د خپل مشکل په باره د هغوی نظر هم له ځان سره ولرم،خو بیا هر اخیري تصمیم زه په خپله نیسم ځکه زه،زه یم.نو ما د خپل ځان لپاره مثبت ژوند څه داسی تعریف کړی چی د هر مشکل د حل په باره مثبت خیال له ځان سره ساتل همدا مثبت ژوند ده.
دوهم منفي فکر مې او منفي ژوند مې
هو زما د ژوند بل اړ زما منفي فکر دی، که زه هر څومره هم ځان مثبت فکر ته وهڅوم، خو بیا هم ځینی فکتورونه داسې دي چې مجبوروی مې چې د ځان په باره کې منفي فکر وکړم او تر یو حده دا ریښتیا هم ده، ځکه زه مثبت ژوند هغه وخت کولای شم چی هر تصمیم او د هر تصمیم تر شا سرچینی ټولی زما تابع وي،خو داسی کله کیږی ،ای کاش! داسی وای.غوښتل می خپله ماستری هم له هیواده بهر وکړم،ماستری وروسته دکتورا هم همداسی خو ته پوهیږی دا ارمان می پوره نه شو پوهیږی ولی؟ځکه زما ددی تصمیم لپاره سرچینی زما په لاس کی نه وی،نو مجبور شوم ځان ته ووایم چی زه یی نشم کولای او دا پدی معنا چی ما د خپل ځان په باره منفی فکر وکړ ولی چی زما یو لوی ارمان پوره نه شو.تر اوسه مې همدا ارمان د ډیرو لاسته راوړنو مانع وګرځید.څه وایی په ما دی زړه خوږ نشو هو حتماً به دی زما په باره فکر خراب شوی وي او دا به دی ځان سره فکر کړی وی چی څنګه یو کس چی د مثبت فکر مثبت ژوند له فلسفې خبر هم دی او بیا هم داسی منفی فکر! هو نو ته ریښتیا وایی ما وویل زموږ په ژوند کی د ځینو تصمیمونو تر شا سرچینی زموږ په لاس کی نه دی.زه کولای شم په هر حال مثبت فکر وکړم خو زه هم اخیر انسان یم نشم کولای ځینی وخت د ځینو انقلابونو په هکله په خپل فکر تصمیم ونیسم او همدا علت ده چی زه په لوی لاس منفی فکر کولو ته مجبوريږم.خو یو څه درته وایم منفی فکر کول هم حل لاره لری او هغه دا چی زه باید غښتلی اوسم او داسی فکر باید ځان سره وکړم چې که هر حالت زما د غوښتنو مطابق نه وو نو زه یی باید خپل تابع وګرزوم،که بیا هم نه کیده بیا باید کوشش وکړم که بیا نه کیده بیا باید کوشش وکړم او تر هغې کوشش وکړم تر څو چی تر لاسه یی کړم.

نور ښکاره کړئ
Back to top button