اپلاتون (افلاطون) څوک و ؟

اپلاتون (افلاطون) څوک و ؟
تازه ګل شینواری
اپلاتون د سقراط ( Socrat )شاګرد او د ارسطو ( Aristotle) استاد و .
مبالغه به نه وي که ووايو چې اپلاتون د نړۍ تر ټولو نامتو فېلسوف او عالم و . د هغه د مړينې څخه د شاوخوا 2400 کلونو تېرېدلو وروسته هم د هغه نوم د خلکو په ژبه دی ، لا هم په شعرونو او متلونو کې ېادېږي او ژوندی دی .
د اپلاتون نوم اکثرآ علم ، پوهې او فلسفې لپاره د ېوې مترادفې کلمې په څېر کارول کېږي او اکثرېت خلک پخپله د دغه فيلسوف د ژوند او شخصېت په باب هېڅ مالومات نه لري ؛ (هڅه مې کړې چې ېو څو ټکي په دې هکله راغونډ کړم) .
د زېږېدنې د نېټې په هکله ېې دقيق مالومات نه شته خو څېړونکي وايي چې هغه تر ميلاد 427 ېا 429 کاله مخکې د يونان په اوسني پاېتخت ( آتن) او ېا هم ېو بل ښار ( آېجاېنه Aegina) کې زېږېدلی و .
تاريخ څېړونکي زېاتوي چې د هغه اصلي نوم ( اريستوکل) و خو بېا وروسته هغه ته د (Platon – اپلاتون) لقب ورکړل شوی چې په يونانۍ ژبه کې د دې کلمې ماناوې ( پراخ ، پلن ، سورور ، پراخو اوږو والا کس ) دي . ځينې محققين په دې اند دي چې هغه ته دغه لقب د هغه د پراخ اندام او پراخه ( پلنو )اوږو له کبله ورکړل شوی و ؛ نور وايي چې د دغې نومونې علت د هغه پراخ شهرت و ؛ او ېوه بله ډله وايي چې هغه د پراخ تندي ( پیشانی ) خاوند و ځکه نو ېاد لقب ورکړل شوی و .
وېل کېږي چې اپلاتون تر شل کلنۍ پورې ېو عادي يونانی ځلمی و ، سپورت ېې کاوه ، ډېر پېاوړی جنګیالی و او په ورزشي سېالېو کې ېې ګډون کاوه ؛ خو د هغه ژوند هغه وخت په بشپړ ډول بدلون وکړ کله چې دی د هغه وخت د ستر فېلسوف سقراط سره آشنا او د هغه شاګرد شو .
سقراط د هغه وخت د حالاتو او شراېطو پرخلاف نظرېات لرل ؛ د هغه زېات ټينګار د انسان د طبېعت پر پېژندنه و . د سقراط دغه نظر پر اپلاتون ډېر اغيز وکړ او هغه خپله ټوله پاملرنه ېادې موضوع ( د انسان پېژندنې) ته واړوله تر څو چې د هغې ژورو ته ځان ورسوي .
د سقراط دغه نوي فکرونه او نظرېات ( فلسفه) د وخت د يوناني واکمنو خوښ نه شول ؛ دغه فلسفه ېې شرک وبلله او هغه ېې خپلو خداېانو ته په بې احترامۍ او د نوي دين جوړولو په تور د مرګ په جزا محکوم کړ ؛ د اپلاتون او نورو شاګردانو ډېرو هڅو هم سقراط ونه ژغوره او په پای کې هغه ووژل شو …
د استاد مرګ پر اپلاتون ډېره بده اغيزه وکړه ، له آتن څخه ووت ، نورو ښارونو او هېوادونو ته ېې مخه کړه .
تر ډېر اوږده سفر او ډېرو ناخوالو ؛ خو پخو شوو فکرونو او تجربو حاصلولو وروسته بېرته آتن ته راستون او هلته ېې ېوه اکاډمي جوړه ، خپل ټول پلوېان ېې په کې راټول او هغوي ته ېې د خپلو افکارو او نظریاتو په ورزده کولو پېل وکړ .
په همدې اکاډمۍ کې او د اپلاتون تر ښوونې لاندې د هغه وخت ېو بل نامتو فېلسوف (ارسطو) نړۍ ته وروپېژندل شو .
اپلاتون په 80 کلنۍ کې مړ شو خو هغه د ژوند د ډېرو اړخونو په باب ليکل شوي کتابونه او نور اثار پرېښودل چې حتا تر اوسه لوستل کېږي .اکثره هغه فلسفي نظرېات او بحثونه چې پېړۍ پېړۍ د فکري خلکو تر مېنځ روان وو او تر نن ورځې پورې رارسېدلي دي د اپلاتون له مهاله راپېل شوي او سرچينه ېې د اپلاتون درسونه او د هغه اکاډمي وه .
هغه لومړنی کس ګڼل کېږي چې د انسان ، نړۍ او کاېناتو د جوړښت په باب او د ټولنې د سالمې ادارې په هکله وغږیده او منظمې ليکنې ېې پرې وکړې .
( اوس همدومره خو د د دغه ستر فېلسوف په هکله به انشاالله بېا هم وغږېږو . )
د مالوماتو سرچينه : ویکيپيډیا +

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button