په معده کې د ګیس او یا باد راټولیدو لامل او درملنه یې

زموږ په وطن (افغانستان) کې ډېر شمیر خلک داسې شته چې د معدې دګیس او یا هم له دې شکایت لري، چې په معده کې مې باد راټولیږې او یا هم له دې ځوریږې، چی معده مې پړسیږې نو ددې په اړه باید ووایو، چې بعضې خواړه او هم دخوړو داستعمال ځينې غلطې طریقې ددی سبب کیږي چې معده کې ګیس (باد) راجمع شي.
لاملونه یې:

۱ سبزي جات لکه ګلپي او د کچالو خوراک.
۲ ګاز لرونکې مشروبات لکه پیپسی.
۳ هغه میوې ، چې ډېر شکر درلودونکې وی.
۴ ګرمو شدو کې دبورې استعمال .
۵ دمعدې مکروب، چې زموږ ډیر شمیر هیواد وال ورسره لاس او ګریوان دی.
۶ دمعدی د پریسټالیک حرکت خراب والی .
۷ دمعدې د تخلیې ستونزې هم پکی اثرات لري.
۹ زر زر خوراک کول.
۱۰ خوراک کولو پر وخت خبری کول.
۱۱ دخوړو سم نه میده کول.
۱۲ په خوارک کې تيزي کول.
۱۳ د مړۍ دتیرولو او دتنفس هم مهال والی.

همداشان ډیری ستونزې او ځينې نورې ناروغۍ هم شته چې ددې حالت سبب کیږي.
د خلاصون لار يې په لاندې ډول ياده ولی شو:

۱ تمرین کول .
۲ په خوراک کې تیزي نکول .
۳ پورته ذکر شوې خواړه نه خوړل .
۴ دخواړه په خوله کې سم میده کول .
۵ دخوراک پر مهال له خبرو ځان ساتل.
۶ دناروغۍ لامل پیداکول او مناسب مخنیوی.
۷ کچیرته دمعدی مکروب ولری نو مناسبه درملنه یې کول.

لیکنه: ډاکټر عبدالرحمن صديقي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button