ولې سره زر د نارینه وو لپاره حرام دي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ولې سره زر د نارینه وو لپاره حرام دي؟

موږ ټول په دې پوهېږو چې د ښځینه وو سینګار او د ښکلا وسایل ډېر خوښېږي، تل غواړي له هغه څه نه ګټه واخلي چې د دوی د ښایست لامل کېږي، چې یو له دغو وسایلو څخه سره زر دي.

د ښځینه وو ترڅنګه ځینې داسې نارینه هم شته چې سره زر یې خوښېږي، غواړي چې له کوژدې وروسته د سرو زرو چله پر ګوته کړي یا د سرو زرو ساعت ولري، کېدای شي تاسو هم دا خبره اورېدلې وي چې له سرو زرو څخه ګټله اخیستل د نارینه وو لپاره حرام دي، خو پوښتنه دا ده چې ولې حرام دي؟

موږ په دې لیکنه د همدې پوښتنې ځواب په لنډو ټکو کې وړاندې کړی، هیله ده هغه کسان چې د دې ځواب په لټه کې وو خپل ځواب تر لاسه کړي!

الله ﷻ د مسلمانانو لپاره تل هغه څه حرام کړي چې د دوی په زیان دي لکه، د شرابو څښل، په ناوړه مجلسونو کې ګډون او داسې نور چې ټول مسلمانو ته یې زیانونه معلوم دي، نو کله چې الله ﷻ د نارینه وو لپاره له سرو زرو څخه ګټه اخیستل حرام کړي په دې کې هم یو لوی حکمت دی، الله ﷻ د انسان د بدن جوړښت داسې کړی چې هر غړی یې د یوې ځانګړې کړنې لپاره جوړ کړی، موږ هم په ساینس او هم په قرانکریم کې د انسان د بدن په اړه څه نا څه معلومات لرو، د انسان په بدن کې دوه ډوله کرویات موجود دي یو یې سره کرویات او بل یې سپین کرویات، د ښځینه وو په پرتله د نارینه وو په بدن کې سپین کرویات ډېر دي، د سرو زرو یوه ځانګړنه دا ده چې کله له سپینو کرویاتو سره په تماس کې شي، د دې کرویاتو د لوړېدا او ګډوډۍ لامل کېږي، او په پای کې د انسان د وینې د کموالي او ان د وینې د سرطان لامل کېږي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې دا کرویات خو د ښځینه وو په بدن کې هم شته، نو ولې ورته زیان نه لري؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ویلای شو د ښځینه او نارینه د بدن جوړښت سره څه نا څه توپیر لري. د ښځینه وو د پوستکي او غوښې ترمنځ وازده شته، چې په نارینه وو کې نشته، همدا وازده د دې لامل کېږي چې ښځې له سرو زرو سره حساسیت پیدا نه کړي.

په ځینو څېړنو کې دا هم ویل شوي چې په نارینه وو کې له سرو زرو څخه ګټه اخیستل د جنسي هرمونونو د له منځه تلو او ان د عقیم یا شنډېدو لامل کېږي.

ځینې خلک په دې اند دي چې د نارینه وو لپاره له سپینو زرو څخه ګټه اخیستل زیان نه لري، دا خبره سمه ده نارینه کولای شي چې له سپینو زرو ګټه واخلي، خو په دې شرط چې سره زر پکې نه وي کارول شوي.

له یاد شویو خبرو داسې ښکاري چې له سرو زرو څخه ګټه اخیستل د نارینه وو لپاره ځکه حرام او منع دي چې ورته زیان لري، د دې زیانونو د مخنیوي لپاره دوی اړ دي چې له سرو زرو څخه ځان لرې وساتي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button