د مور د شيدو روغتيايي ګټې

ليکنه: ریاض مقامزی

که څه هم د مور د شيدو ګټې هر چاته ښکاره او معلوم دي، مګر بیا هم باید پر ځينو اړینو موضوعاتو پوه شئ. ماشوم ته له زېږېدنې وروسته چې کوم لومړني خواړه ورکول کېږي، هغه شیدې دي، نو ځکه خو یې پر ارزښت او اړتیا ډېرې خبرې کېدای شي.
د روغتيا نړېوال سازمان د توصيې پر اساس ماشوم ته باید لومړی شپږ مياشتې یوازې د مور شيدې ورکړل شي او وروسته له یادې مودې کولای شئ نور خواړه هم ورکړئ.
د مور د شیدو ارزښت دومره ډېر دی، چې پاپلې یې له ماشومتوبه نيولې بیا تر زړښته څرګندېږي. هغوی چې د مور شیدې يې په بشپړه توګه څښلي وي، نسبت هغوی ته چې د مور شيدې ورته په بشړ ډول نه وي رسېدلي ډېر صحتمند او له ښې روغتيا برخمن وي.

د مور د شيدو ګټې
ـ په شيدو کې شته معدني مواد د ماشوم بدن پياوړی کوي او د ناروغيو پر وړاندې یې د بدن دفاعي ځواک ښه کوی. په دې توګه هغه ماشومان چې پوره شيدې ورته رسېږي د ناروغيو پر وړاندې ډېر قوي وي. همدارنګه هغه پروټينونه چې د مور په شيدو کې وي، له هغو پروټينونو ژر هضمېږي، چې د غوا په شيدو کې وي.

ـ پوډري شيدې د یو ډول خوند لرونکی وي، مګر د مور په شيدو کې مختلف خوندونه وي. پر دې اساس وروسته له شپږو مياشتو ماشوم ته د جامدو خوړو د پيلېدو لاره هواره شوې وي.

ـ د مور شیدې د شحمي، ويټاميني، پروټيني، قندي او منرالي موادو یوه بډايه سرچينه ده. که ماشوم په کافي اندازه شيدې څښي، په دې معنا چې د بدن د اړتيا وړ توکي یې ترلاسه کړي او داسې ماشومان ډېر ژر وده کوي. البته ددوی وده له روغتيا سره مل وي.

ـ وړاندې له دې چې د مور بدن شیدې تولید کړي، یوه ټینګه سریښناکه ماده تولیدوي چې (د سروزرو اوبه) ورته ویل کېږي. دا مایع د ماشوم د اړتیا وړ پروټين، کلسیم، پوتاشیم، منرالونه او میکروب ضد مواد لري. تر څو چې د مور شیدې جریان پیدا کوي، ماشوم د همدې مايع څو کاشوغو ته ضرورت لري تر څو صحتمند پاتې شي.

ـ شیدې ماشوم ته انرژي ورکوي، تر څو د بدن د میتابولېزم پروسه پيل شي او د ماشوم اندامونه خپله وده پيل کړي.

ـ څېړنو ښودلې ده، هغه ماشومان چې په کافي اندازه شيدې يې څښلي دي، نسبت هغوی ته چې کافي شيدې ورته نه وي رسېدلي، ډېر ذهين وي. دوی ژر زده کړې کوي او په فکري لحاظ سالم ماشومان و‍.

خو دا هم باید هېر نه کړئ، چې د مور له خوا ماشوم ته شيدې ورکول یوازې ماشوم ته ګټه نه رسوې. بلکې د ماشوم مور ته هم ډېرې روغتيايي ګټې لري، چې په راتلونکي کې به پرې بحث وکړو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button