پنځه جنازې

پنځه جنازې‎

 
فیضان الله پټان‎ 
 


ډېره وچکالي وه، په وطن کې مزدوري نه پيدا کيده له افغانانو د پاکستان او ايران يو ښار پاتې نه و . 
موږ هم کراچۍ ښار کې کار کاوه، دلته به مو په سپېرو خاورو کوم زوړ فرش اچولی و. د شپې به مو د تن کالي چې دسمالونو کې به مو غوټه کړي وو ، سر لاندې اېښودل. د مزدورانو د اوسېدو دغه شان ځاېونه يې ديرې بللې.دېرو کې به ستړو مزدورانو مجلسونه کول او هر يوه به خپل ارمانونه ژړول. يوه به غږ کړ: که دلته پاچا شم هم نو د خپل وطن ملنګي ترې ښه ده!
په هغه شپه همداسې مجلس تود و. يوه ويل: کوژده مې وکړه ،واده ته حيران يم. کار نشته. نور څوک پور نه راکوي. بل ويل واده مې کړی خو په خوند يې نه يم پوه شوی، هره لحظه می قرضونه ياديږي
 سليم چې د ديرې په برسر کې غلی ناست و، د خبرو تار يې ونيوه: په موږ خو تيره شوه. اولادونو ته دې خير وي! خدای زوی راکړی. الله دې راته نيک صالح لوی کړي، قسم مې کړی چې له سبقه پرته به پرې بل کار نه کوم، چې راتلم ، په کور ودانې مې هم ښه سپارښت وکړ.
په هغو ورځو کې چا ته په اسانه کار نه پيدا کيده. سهار وختي به ټول چوک ته لاړو، غرمه به شوه، خو دکار درک به نه و. بيرته به راستانه شوو. خو سليم د کار بخت درلود د چرګانو په فارم کې يې کار پيدا کړی و ، کله کله به يې نور ملګري هم د چرګانو د خوړلو په ميلمستيا نازول. 
د سليم لومړۍ مسافري وه، ژوند ډېر خوند نه ورکوه، هر ه ګړۍ يې په مجبوريت تېروله د ولور پور ور باندې پاتې و.مجبور و د شپې هم کار وکړي. د شپې به يې چرګان بار کړل او نورو ښارونو ته به يې وړل. يوه شپه له موټره ولويده او له دي دنيا پوروړی رخصت شو.
هغه مو هملته د لا وارثو په هديره کې خاورو ته وسپاره. 
د سليم د تره زوی ( قاسم ) هم موږ سره يو ځای کار کاوه. وطن ته روان و، خو هيڅ نه پوهيده د خپل تره د زوی کونډې سره څنګه مخ شي، څه ورته وه وايي؟ که خبره پټه کړي، نو تر څو …؟
 قاسم، لا خپل کور کې دمه جوړه نه وه چې زړه يې را ډک شو، د ځوانيمرګ ملګري کور ته روان شو.د سليم ميرمن يې په راتګ هکه پکه شوه. هغې له وړاندې ګډوډ خوبونه ليدل. قاسم ته ټول را ټول شول. د توت ونې لاندې چې د شولو واښه ( پروړه) پکې ايښودل شوې وه او چرګانو پکې پړتکې وهلې کيناستل. قاسم نه پوهيده کيسه څنګه پيل کړي؟ څنګه وه وايي چې سليم به نور څوک ونه ويني؟ او… ګډوډ لګيا وه، کله به يې د سليم ميرمن ته د وريندار، کله د خور خطاب کاوه، د ميرمنې زړه تنګ شو، په زغرده يې وويل: قاسم خانه! سمه خبره کوه ، زه پوهيږم چې خبره خرابه ده، وايه هر څه چې شوي زړور وايه!
قاسم سلګيو ونيوه، د ده سلګيو د راټولو کسانو په سترګو کې اوښکې وځلولې. هغه په نه زړه کيسه پيل کړه:
وريندارې ! ما او سليم له يو ښار څخه بل ښار ته چرګان وړل، کله به مو چې مزدا موټر کې بار کړل چا به په سيټ کې ځای نه راکوه، بيا به د چرګانو د پنجرو په سر کيناستلو، دا نولس ساعته لاره وه، له ستړيا دواړه ويده شوي وو، يو غږ مې تر غوږ شو، چې سترګې مې خلاصي کړې سليم لويدلی و، موټروان ته مې اواز وکړ ، موټروان ودرېد، په منډه منډه ورغلم، ساه پکې نه وه، نور مو وس نه درلود ، د مړي د را وړلو کرايه راسره نه پوره کېده، د کار د مالک په پيسو مو ورته کفن واخيست په خپل لاس مې غسل ورکړ او هملته مې ښخ کړ. هغه جيب ته لاس کړ، پّه لړزيدلو لاسونه يې د ليک پاکټ را وويست او ويل يې دا خط يې زما له راتګ نه څو ورځې وړاندې ليکلی و. پاکټ يې ور وړاندې کړ، خو هغې ويل: د ورور په ځای مې يې راته وه يې وايه! 
هغه پرانيست او شروع يې وکړه:
د مينې او محبت ډک ډک سلامونه وړاندې کوم. خدای دې وکړي چې ټول روغ او خوشحاله اوسئ. … زوی پسې مې ډېر خپه يم، په هغه به کار نه کوې.يوازې سبق ورباندې وايه!
ميرمنې نوره حوصله له لاسه ورکړه، کاغذ يې ترې واخيست او په چيغه مخ په انګړ روانه شوه. هغې نور ټول فکر د خاوند وصيت ته واړو، دخپل خاوند د يوازينۍ نښې ( زوی ) د روزنې په فکر کې شوه.
مېرمنې تور زړوکی په سر کړ. هره ورځ به يې زوی ښونځي ته په خپل وخت وړه راوړه . په پټ مخ به يې ښوونکي او د جومات ملاصيب نه د سبق پوښتنه کوله، له ښوونځي فارغ شو، په کانکور کې بريالی شو.دا خوشحالي د مېرمنې لپاره ډېره لويه وه، د خپل خاوند ارمان يې پوره شو . يوه کاسه ښوروا يې جومات ته ولېږله 
 د مور روزنې رنګ راوړ. هلک اوس ځوان شوی و او د ښو اخلاقو له امله يې کليوالو درناوی کاوه. په هر غم او ښادي کې به يې داسې خدمت کاوه، چې هر چا به تر نېکه ورته دوعا کولې ، مور ته خو به يې چا شهزادګۍ او چا ملاله ويلې ، خو کله چې به يې مور او زوی يواځې شول ، مور به يې ورته ويل: زويه ! نظره به شې پام کوه، پام دې دخدای وي.
له فاکولتې فارغ شو، مياشت لا نه وه تېره شوې ، چې په کلي کې ډزې شوې ، هر چا د ډاک په لور منډې وهلې ، دا کونډه مېرمن په لاره نه شوه تللی، د پښو سپينې يې تښتېدلې وې، خلکو به ويل: شهزادګۍ ، ملالې منډې وهه، هغې به ويل : غم زما په سر پرېوتی، ما بيګا بيا خوب ليدلی. ورسيده، خوب يې رښتيا شوی و. د کلي ځوانانو پنځه جنازې په اوږو ايښي وې چې يو په کې د همدې زوی و او د هغه څڼور له لوري دزړه په سر په مرمۍ لګېدلی و، چې دا زړه دبې پلارۍ له ارمانه ، دمور له عشقه او د وطن له مينې ډک و



نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button