له پېښې څخه وروسته اضطراب

مصطفى عمرخيل

اضطراب څه شی دی؟
د اضطراب په اړه تر بحث کولو دمخه به ښه وي چې د ویرې او اضطراب ترمینځ په توپیر پوه شو.

ویره یو احساس دی او خورا ښه ده چې یو څوک ویره ولري. ویره پخپله اتوماتيک یا په غریزي ډول رامنځ ته کيږى ، د مثال په توګه، چيرى تاسو ته خطر متوجه شى يا په کوم ځای کې اور لګیدلی یا موږ ته یو خطر وي زموږ د دماغ ټیټنى طبقه چې له جنګ څخه تښتیدلې یا د پریکړو کولو مسؤلیت لري، ژر تر ژره خبروي چې وتښتئ یا له ځانه دفاع وکړو ، او ديره ښه ده چې موږ ويره ولرو ويره عادي خبره ده. دا اړینه ده چې موږ ويره ولرو که ويره ونه لرو د خپل ځان ملاتړ نه شو کولى که موږ ویره ونه لرو موږ د خطر نړۍ ته ننوځو. هغه کسان چې ذهني پاته شوي يا ذهنى پاتى والى ولري نه پوهیږي چې دوی ته خطر متوجه دی. ویره خورا عادي خبره ده. انسان باید ویره ولري او ویره د حال حالت لپاره خبرې کوي.

موږ ټول د ژوند په ګواښونکو شرایطو کې د ژوند ګواښونکي فشارونه تجربه کړي. ډیری خلک تر ازموینې دمخه یا د ژوند د حساسې پریکړې په وخت عموماً اندېښمن کېږي. دا ډول اضطراب چې د فرد له خوا کنټرول شي طبیعي اضطراب بلل کیږي ، نورمال دى او هيڅ ستونزه نه لري.

مګر که اندیښنه د ډار په غیر منظم ډول وي او د انسان ورځنی ژوند ګډوډوى. دا یو ډول جدي رواني ناروغي ګنل کیږي. هغه کسان چې د اضطراب په ناورغي اخته وي په دوامداره توګه اندیښنه او اضطراب تجربه کوي.
د دې رواني ناورغۍ د درملنې لارې باید ولټول شي.
ښه به وي چې د اضطراب يا انګزایټي تعریف ولرو
اضطراب ناوړه احساس او مبهمه ویره او انديښنه ده چې ظاهراً بې دلیله انسان ته پيښيږي.

اضطرا ب د راتلونکي په اړه خبرې کوي هغه راتلونکې چې تر اوسه په واقعیت کې نه ده راغلې.

اضطراب بیلابیل ډولونه لري چې تر ټولو مهم یې اووه ډوله دي:

1:عمومي اضطراب

د عمومى اضطراب اختلال ترټولو عام او پراخ ډول دی. په نړۍ کې ملیونونه خلک پرې اخته دي. GAD د فزیکي / رواني فشار او اضطراب دوامداره حالت دی، پرته د کوم ځانګړي فاکتور یا ناتوانۍ څخه چې په لنډمهاله توګه له دې څخه خلاصیږي.
په بل عبارت، که تاسو احساس کوئ چې په دوامداره توګه، اندیښمن او مضطرب یاست یا تر فزیکي یا رواني فشار لاندې یاست، یا ستاسو ژوند ګډوډ وي، تاسو ممکن د پراخ اضطراب په اختلال اخته اوسئ. يو ځل بیا تاکید کوو چې ځینې اندیښنې د ورځني ژوند یوه عادي برخه ده ، او طبیعي ده چې ځینې وخت یو څه اندیښمن واوسو.
مګر کله چې دا اضطراب د ناڅرګند دلیل یا دنامعلومو دلایلو له مخې رامینځته کیږي، احتمال شته چې تاسو د عمومي اضطراب اختلال ولرئ.

لاندې د عمومي اضطراب په اختلال پورې اړوند خورا عامې ستونزې دي:
1:ناراحتي، او دوامداره اندیښنه یا د کنټرول له لاسه ورکولو احساس
2:ستړیا، سست یا په عمومي ډول د انرژۍ ټیټه کچه (د ستړیا احساس کول)؛
3:د عضلو سخت والى او انقباض، په ځانګړي توګه په شا، غاړه او اوږو کې؛
4:په دندو یا فعالیتونو د تمرکز نه لرل.

یوه مهمه مسله د ذهني یا فزیکي اضطراب دوام دی؛ دا په دې مانا ده چې که ستاسو اندیښنه د اوږدې مودې وروسته دوام وکړي، نو امکان لري چې GAD وي

لکه څنګه چې مو وویل، تاسو ممکن د اضطراب اختلالاتو څخه ډیر ډول ولرئ

د پراخ اضطراب اختلالات په نورو خلکو کې د اضطرابي اختلالاتو په ځانګرى توګه بېره او وسواسى جبرى اختلالتو کې خورا عام دي

2:ترهېدلی یا بېرېدلی حالت

یو ډول اضطراب دی چې مکمن په 10 دقیقو او 30 دقیقو کې پیل کیږي او فرد خورا اندیښمن کیږي.

فرد فکر کوي چې که کوم کار ونه کړي ممکن ومري، لېونی شي يا کوم چاته ضرر ورسوي بيلا بيلا حالتونه له 10 تر 30 دقيقو کى تجربه کوي. دې حالت ته په انګلیسي کې panik dis orde وايي.

3: ټولنیز اضطراب
یو څوک ممکن په ځوانۍ، زلمکیتوب او زوړ عمر کې له ټولنې ویره ولري.
څیړنې ښودلې، څوک چې د خلکو په منځ کې وینا نه شي کولی، له مېلمنو سره نه شي کښېنستلی، احساس کوي چې د ټولو ورپام دي او دی څاري، یا هغه زده کوونکی چې له ښه استعداد او له دې سره سره چې درس یې زده دی مګر خو جرات نه شي کولی چې د تختې مخته ودرېږي او درس تشریح کړي، د سپکاوري احساس کوي، داسى کسان په تولنيز اضطرب اخته وي فکر کوي چې کومه خبره به یې له خولى ووځي يا به کوم عمل زوکړي چې د ده د سپکاوي سبب به شي او بیا به په ټولګي کې شرمینده وي.

4: اګورا فوبیا
له بازار څخه د ډار اضطراب، یو ډول اضطراب دی چې شخص له هغو ځایونو ډارېږي چې بیروبار پکې زیات وي او فکر کوي چې بايد په داسى ځاى کى وي چې که خطر پيښ شي له هغه ځاى څخه ځان وایستلی شي.
د بيلګى په توګه، په ښاري بس کې، دوی پورته کيږي او ګوري چې ګنه ګوڼه وي بيرته له بس څخه کوزیږي. دوى فکر کوي چې کومه پيښه کېږي او باید له دغه ځایه ځآن وباسي.

PTSD ۵ یا له پښي څخه وروسته اضطراب

یو څوک ممکن ځوان وِي، يو خطرناک یا ډارونکی وضعیت یې لیدلی وي ، یا دوه طرفه ترمنځ تاوتریخوالی يي ليدلى وي ، او يا د دوو موټرو ترمنځ يي حادثې لیدلي وي . دا حالت په دوامداره توګه د دوی په ذهنونو کې تکرار کیږي.

خطرناکه پیښې کیدی شي د خوب یا ویښیدو پرمهال د دوی په ذهنونو کې پیښږي ، او په اوږده موده کې ممکن د جدي ستونزو لامل شي.
که دا پروسیجر له څلورو اونیو څخه ډیر وخت ونیسي ، تاسو باید يو ارواپوه یا ډاکټر وګورئ.

۶: اجباري اضطراب

تخیل او غیر معقول فکر دی چې سړی هم پوهیږي هغه څه چې زه یې کوم غیر معقول دی. هغه کسان چى په اجباري ناروغى اخته دي خورا جالبه کارونه ترسره کوي یا په عموم کې غيرمنطقى کارونه ترسره کوي ، د مثال په توګه ، دوی خپل لاسونه په مکرار ډول مینځى.
هغه خلک چې په اجباري اضطراب اخته دي فکر کوي چې دوی خپل د کور دروازه تړلى ، یا نه ګاز يي بند کړی ، یا نه هغه خلک چې په اجبارى اضطراب اخته دي د نورو د لاسونو څخه ډوډى نخوري.
فکر کوى چې دا خواړه څنګه پاخه شوي؟
چا دا خواړه پاخه کړي لاسونه يي پاک وو که نه؟ کله چې دوی دا کار بار بار کوي ، د دوی اضطراب کميږي

۷: ځانګړې اندیښنه يا خاص اضطراب

دا په ځانګړو شرایطو کې پیښیږي هغه
خلک په ځانګړي اضطراب اخته دي د ځانګړو شرایطو څخه ویره لري
د مثال په توګه :دوی د لفټ څخه ویره لري ، دوی له الوتنې څخه ویره لري
ځینې ناروغان د څاروي څخه ویره لرى
ډیری داسى خلک د وینې څخه ویره لري ، ځینې د وينې په ليدلو ضعف کیږي کله چې وینه ګوري.

د اضطراب علایم یا نښي عبارت دي له:

۱:مړاوی کیدل يا سرګیچي
۲:سستي
۳: بي اشتیايي
۴: قی کول استفراغ
۵:د ادرار تکرار
۶: اسهالات
۷ :په تمرکز کي شکلونه
۸:خارښ
۹:د سر درد
۱۰: د ستوني یا غاړي درد
۱۱: د ملا درد
۱۲:بې خوبي
۱۳:تشویش، نګراني
۱۴:عصبي کیدل
۱۵:ناآرامه کېدل
۱۶:خولۍ کېدل .

اضطراب کيدا شي ډیر لاملونه او عوامل ولري ، خو تر مهم عوامل يي عبارت دي له
۱ : ژینتیک
۲ : کورنۍ
۳ : ښوونځي

جنیټیک: والدین ممکن اضطراب ولري خپلو ماشومانو ته يي انتقال کي، دا په دې معنی نده چى والدين اضطراب ولري خپلو ماشومانو ته انتقال شي کيداشى يو عوامل يي جنیټیک وي.

کورنۍ:

کور ترټولو مهم ځای دی ، په بل عبارت ، دا یوه کوچنۍ ټولنه ده چیرې چې ماشوم روزلکيږى دا باید په یاد ولرئ چې اضطراب اکتسابي دى له ټولنې څخه ترلاسه کیږي. پام مو وي په کور کې د بي ځايه شخړو څخه مخنیوی وکړئ د میړه او میرمنې ترمینځ ترسره کيږى
ترڅو په راتلونکي کې ، ناروغ او مضطرب ماشوم ټولنې ته معرفي نه کړي ، د تاوتریخوالي مخه کور په منځ کى ونیسي ، که دا کار مو ونکړه راتلونکى بیا د خپلو ماشومانو درملنې لپاره ډیری پیسې مصرف وي تر څو ښه شي

ښوونځي:

ټولنې څخه وروسته ، دا د ماشومانو لپاره ترټولو مهم ځای دی. ګران ښوونکي ، دلته یو اساسي رول لرى ځکه کله ماشومان ښونځى ته راځي دا د کور څخه جلا کولو یو ډول دی. ځینې زده کونکي شتون لري چې ايکو يي ټیټ دي. دوی نشي کولى درس زر زده کړي. د داسې زده کونکو سره ښوونکي باید د زده کونکى د ايکو کچه مناسب تدریس وکړى. داسې جملو ونکارول شي لکه ولى درس زده کولی نشئ؟ څه خدای وهلى يي. دا شیان زده کونکي اضطراب لامل کيږي. یا په ښوونځیو کې ، د زده کونکو ویښتان په قيچی سره غوڅوي ، کوم چې د اضطراب لامل کیدی شي.

دلته زه د یو زده کونکي کیسه کوم چې ما ورسره جلسه درلودله هغه خپل نوکان خوړل. ما له هغه څخه وپوښتل کله چې راهسى خپل نوکانو غوڅول پیل کړي؟ هغه ځواب ورکړ کله چې زه دریم ټولګي زده کونکى وم. زما ښوونکي له ما څخه وپوښتل دوه او دوه څو کيږى ما ځواب ونکړه زما ښوونکي وويل احمد جان : تاسو چې خورا هوښیار او وړتیا لرئ نشي کولی درس ته ځواب ووایی. تاسو ورځ په ورځ تنبل کيږى. که تاسو ورته حالت ته دوام ورکړئ ، کله چې تاسو له ښوونځي فارغ شئ او يو ځاى دننده ته لاړشئ. هلته کار ونشي او خپله دنده ترسره نکړي ، هرڅوک چې هلته وي وايي به تاسو څنګه یو ښوونکی درلود.داسې نالايق او تنبل زده کونکي ټولنې ته وړاندى کړل هغه وايي هغه حالت څخه وروسته ما خپل نوکان خوړل پيل کړل د نوکان خوړل هم د اضطراب د نښو څخه دی.

د اضطراب درملنه موږ د اضطراب لپاره دوه ډوله درملنه لرو:
۱:د درملو درملنه
۲: د مشورې ورکولو له لارې

په لومړی مرحله کې ، دستونزو ريښه پيداکړو . موږ څو کلن وو؟ څه پيښه ترسره شو ؟وروسته د کوم وخت تاسو په اضطراب اخته شوى خور ا مهمه مسله ده چې باید پوه شي ، دا زموږ سره د اضطراب درملنې کې مرسته کوي.
درمل خورا ښه دي ، مګر دا لنډ مهاله لپاره ښه دي. کله چى درمل خلاص شي چې موږ بيا مضطرب کيږو.
که د مشاور له لارې درملنه وشي ښه به وي.

د مشورې سربیره ، لاندې لارښوونې ستاسو د اضطراب کمولو کې مرسته کولی شي!

۱: په الله (ج) باندي توکل وکړۍ

۲: هیڅکله خندا مه هیروئ: خندا د بدن ، ذهن او راحتي لپاره خورا ګټوره ده ، حتی د مخ او ویښتو لپاره ګټوره ده ، په عموم کې ، خندا د هر درد لپاره دوا ده!

۳: کافي خوب ولرئ ناکافي خوب کولی شي منفي پایلې ولري ، نه یوازې لږ خوب د اضطراب او استرس لامل کیږي. که تاسو اضطراب لرئ ، نو پوره خوب وکړئ. 7 ساعته 9 ساعته .ستاسو اضطراب مثبت اغیز وکړي

۴: خپل ذهن کنټرول کړئ: د هرې مسلې څخه مخنیوی وکړئ چې تاسو ځوروي. که هغه انسان وي یا څاروی که هغه انسان وي ، که هغه ته ونګورى هغه به خپه شي . هغه مهمه نده چې هغه خپه دی که نه. ستاسو روغتیا مهمه د هغه چې تاسو مضطرب کوي. ورته مه ګورى

۵: مناسب تغذیه ترلاسه کړئ: صحي خواړه د اضطراب درملنې لپاره بله لار ده. تل هڅه وکړئ داسې خواړه وخورئ چې د ویټامینونو او اومیګا تري ويتامين ولريs
ځینې حبوبات سربیر ه ترڅنګ چى کاربوهایډریټ لري ، مطالعې ښودلې چې د ویټامین B او روان روغتیا ترمنځ مستقیم تړاو شتون لري.

۶: ژوره ساه واخلئ: د اضطراب درملنې یوه لاره ژوره ساه اخیستل دي!.کله چې تاسو ژوره ساه واخلئ اکسیجن دماغ ته رسیږي زموږ مغز ته تازه کیږي. څیړنې ښودلې چې د استرس اضطراب یوه نښې لڼد تنفس دى اوږده ساه واخلې

۷:دقيق پلان ولرى:

په بل عبارت، هغه شیان چې تاسو اندیښمن کوي. مخکې له مخکې ورته تنظيم يي کړئ. که ستاسو د انګړ دروازه تاسو اندیښمن کوي ، لاړ شئ او یوځل خپل د انګړ دروازه وګورئ که تاسو لاسونه تاسو انديښمن کوي خپل لاسونه ومینځئ. خپل شيان منظم ځاى کى کيږدى، دا عمل ستاسو اضطراب ټيټه وي

۹: تفريح وکړى:

انسانان تفريح ته اړتیا لري هر چیرې چې دننده لرى ټاکلې ورځى لري ورڅخه ګټه واخلى او خپل ذهنونه د انديښنو نه خالى کړى. یوه ورځ د خپلې کورنۍ یا ملګرو سره وخت تیر کړئ او تفريح وکړئ دا کار ستاسو اضطراب ټيټه ولو کې مرسته کوي.
۹: آرامه ساه واخلئ:

په ښه خوشبو کې ساه اخیستل کولی شي تاسو ښه احساس کړي. دا حالت کولی شي ستاسو اضطراب کم کړي

۱۰:خپل د ملګرو سره وخت تير کړئ:

هغه خلک چې ټولنیز دي د احتمال ډیر لږ وي چى په اضطراب اخته شي
(ټولنیزوالى بدن ته د اکسیټوسین په نوم هورمون تولید وى ته چى د آرامتيا سبب، کرځى نو د ملګرو سره وخت مصرف کړئ ، له دوي سره خبرې وکړئ او د دوي سره وځئ. دا به ستاسو اضطراب کم کړي.!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button