د لېمبو ګټی

ډاکټر احمد نوید فیضي
1. د لېمبو  جوس کولاى سي ستاسو د زوکام ، انفلوانزا او تبي په ښه کولو کي له ستاسو سره مرسته وکړي.

 2. د ليمبو جوس د اوريو ويني کيدل، دخولې بد بوى .دغاښونو درد ، دغاښونو پاکولو او د اوريو مربوط دنورو ناروغيو په له منځه وړلو کي ستاسو سره مرسته کوي تاسو کولاى سى د غاښو صحتمندى لپاره هغه کريم استعمال کړى چي (په خپل ترکيب کي) لېمبو ولري او يا هم کله چي تاسو غاښونه برسوى نو يو څاڅکى د ليمبو اوبه پر کريمو واچوى او ورسته مو غاښونه په پرېمنيځى.

 3. د ليمبو اوبه د سر پخه (خانگره) ، د ورېښتانو ختل اوهمدارنگه د سردپوستکي او ورېښتانو د نورو ناروغيو په له منځه وړلو کي ستاسو سره مرسته کوي. او همدارنگه ستاسو وريښتانو ته طبعي ځلا ورکوي.

 4. څرنگه چي د لېمبو اوبه پخپله يو طبعي ميکروب وژونکي درمل دي کولاى سي د پوستکي د ناروغيو درملنه وکړي.تآسو کولاى سى د لېمبو اوبه د ځوانى دانو (زوردانو) د له منځه وړلو لپاره هم استعمال کړى. او همدارنگه د لېمبو اوبه کولاى سي د پوست کونجي له منځه يوسي، که چيري ليمبو جوس د اوبو او عسلو سره گډ وچښل سي پوستکي ته ځلا ورکوي.

 5. که چيري پر سوځل سوي ځاى د ليمبو اوبه واچول سي دا به د هغه داغ (ټپ) په پټول کي له تاسو سره مرسته وکړي. څرنگه چي لېمبو د يخولو عامل دى کولاى سي د سوځل سوي ځاى د سوخت په ارامولو کي هم له تاسو سره مرسته وکړي.

 6. دا چي لېمبو د ميکروب زد خاصيت لري کولاى سي د داخلي ويني تويدل بند کړي. د پزي د وينو د بندولو لپاره د پمبې پر يوه کوچنى ټوټه د لېمبو اوبه واچوى او په پزه کي دننه يې کښېږدى تر څو وينه بنده کړي.

 7. ليمبو د روماتيزم او د بندونو د پاړسوب په درملنه کي او د بدن څخه د باکتريا او زهرو په ايستلو کي مرسته کوي.

 8. که چيري د ليمبو جوس د معتدلو اوبو او عسلو سره گډ وچښل سي دابه ستاسو د وزن په کمولو کي ډېره مرسته وکړي.

 9. ليمبو د تنفسي ناروغيو په درملنه کي ستاسو سره مرسته کوي. څرنگه چي لېمبو زيات وټامين سي (Vitamin C) لري دهغه چاسره چي په تنفسي ناروغيو اخته وي په درملنه کي يې مرسته کوي.

 10. څرنگه چي د ليمبو جوس وينه تصفيه کوي د کولرا او ملاريا ناروغيو په له منځه وړلو کي هم له تاسو سره مرسته کوي .

 11. لېمبود ستوني د ناروغيو د له منځه وړلو لپاره بتهرينه ميوه ده، ځکه چي لېمبو د باکټريا ضد خاصيت لري.

 همدارنګه ليمبو زياتي نوري کټي هم لري لکه د دانو لمنځه وړل، فشار، دماغ او بدن ته استراحت ورکول او داسي نور……

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button