کابل::د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وایم. دغه بختور اختر چې په بیت الله شریف کې د حج د مراسمو له ادا کولو سره په یوه وخت دی، مسلمانانو ته د ایثار، وحدت او اخوت عالي پیغامونه لري. هیله ده چې د دغو مبارکو ورځو په برکت، د حج په مراسمو کې د بیلابیلو ژبو، قومونو، رنګونو او مذهبونو د مسلمانانو له واحد صف څخه الهام واخلو او د مسلمانانو تر منځ او په تیره بیا په خپل هیواد کې د سولې او اتفاق شاهدان واوسو.
وطنداران عزیز،
عید سعید قربان همیشه برای مسلمانان یاد آور مفاهیم بلند دینی و ایمانی بوده، و پیام فداکاری، ایثار و از خودگذری را با خود داشته است. اما برای ملت ما که انواعی از قربانی و فداکاری را تجربه کرده و هنوز فرزندانش برای حفظ جان مردم و امنیت خاک شان قربانی می دهند، معنایی عمیق تر دارد.
برادران و خواهران، می دانم که ما بخاطر دین، بخاطر آزادی و بخاطر ابادی وطن خود قربانی های زیادی داده ایم و می دانم که فقر و محرومیت، جنگ و نا امنی، و وجود انواعی از بیعدالتی که محصول بحران های چند دهۀ اخیر است، اجازه نداده است که این وضعیت را پشت سر گذاشته و محصول این قربانی ها را که باید امنیت، رفاه و پیشرفت باشد، به دست آوریم.
طبق سنت الهی، و چنانکه تجربه ملت های مختلفی در روی زمین به اثبات رسانده است، ما و شما باور داریم که پس از هر سختی، آسانی جود دارد، و روزهای خوش و تابان در انتظار مردمی است که رنج دیده و زجر کشیده اند. به تعبیر قرآن مجید با هر سختی آسانی یی در راه است.
بیایید ببینیم که چگونه می توانیم آینده ای بهتر داشته باشیم؟ هیچ ملتی آینده بهتر را مفت و رایگان به دست نیاورده است، بلکه در اثر عزم و اراده ای آگاهانه، آن را ایجاد کرده است. این عزم و اراده در وحدت نخبگان کشور، در یکدلی و همبستگی ملی گروه های سیاسی و اجتماعی، و در امید و خوشبینی آحاد ملت تجسم پیدا می کند.
نخستین گام این است که ما بر بدبینی ها و نا امیدی ها غلبه کنیم. امکان ندارد که با دامن زدن به یأس و تیره اندیشی بجایی برسیم. دشمنان افغانستان بیش از جنگ فیزیکی بر جنگ روانی تکیه کرده اند، و می خواهند با شکستن روحیه مردم ما، آنان به خواسته های شوم شان برسند. زنده نگه داشتن امید و آرزو،بخش مهمی از نقشه های شان را نقش بر آب می سازد.
ما همچنان نیاز به وحدت و همدلی داریم. وحدت و همدلی به این معنا نیست که هیچ انتقادی نباشد، و هیچ نظر متفاوتی داده نشود. داشتن طرح های گوناگون، و نظریه های متعدد در میان فرزندان یک ملت، نه تنها مشکلی نیست، بلکه نشانه تنوع و غنای آن است. اما درایتی به کار است تا نگذاریم این تنوع به مسیر اختلاف و تفرق کشیده شود. ما نباید اجازه بدهیم که فریادهای اختلاف آمیز بنام قوم، زبان، منطقه، مذهب، حزب، ایدیالوجی و غیره در دیوارۀ اتحاد و همبستگی ما رخنه ای ایجاد کند. نیاز اساسی این ملت بالا کردن نوای خوش همبستگی، برادری و اتحاد است، و تنها از این طریق می توانیم راه ترقی کشور خود را هموار کنیم و آرزو ها و امید های فراوانی رابه تحقق برسانیم.
برادران و خواهران گرامی،
امید ما مبتنی بر خیال و توهم نیست. ما اردوی رو به پیشرفت داریم. ما پولیس در حال رشد داریم. ما دستگاه امنیتی رو به انکشاف داریم. ما روند تعلیمی رو به گسترش داریم. ما سیستم تجارتی در حال تهداب گذاری داریم که تا ده ها سال بتواند برای ما و منطقه سود آور باشد.
وروڼو او خویندو،
لوی اختر هغه خوشحالي ده چې بنیادم یې الله پاک ته د تسلمیدو او له انانیت او خودپرستي څخه د راوتلو په یاد کوي. کله چې بنیادم خودپرسته شي نو صرف خپلو ګټو ته به ګوري، یوازې د ځان او خپلې ډلې په غم کې به وي او له نورو سره ګوزارې کولو او د نورو منلو او زغملو ته به تیار نه وي. خو کله چې بنیادم الله پاک ته تسلیم شي، هاله بیا شر نه بلکې خیر غواړي او د تفرقې په ځای د اتحاد او اتفاق لاره غوره کوي.
په دې ورځ د نړۍ د ټولو لویو وچو په میلیونو مسلمانان د تور او سپین، عرب و عجم، نر او ښځې له توپیره پرته د خپل خدای حضور ته دریږي او د وحدت او اخوت اواز اوچتوي. موږ سږ کال لوی اختر په داسې حال کې لمانځو چې د نړۍ په مختلفو اسلامي هیوادونو کې د تشدد اورونه بل دي، د مسلمانانو وینې بهیږي او په میلیونو انسانان د جنګ، اختلاف، بیوزلۍ او در په درۍ په اور کې سوځي.
د اسلامي هیوادونو ورانول، د هغوی د انکشاف او ترقي مخه نیول، مسلمان ماشومان له تعلیم او کسب و کماله محروم ساتل او په جوماتونو، بازارونو، زیارتونو او دفترونو باندې حملې ترسره کول، بې له دې چې مسلمانان وځبي او در په دره کړي، بله څه نتیجه لرلای نه شي. په همدې شیبه کې چې یو بل ته د اختر مبارکي ورکوو، له مختلفو اسلامي هیوادونو څخه د ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او ځوانانو کتارونه روان دي. دغه حالت د وطن د مشهور شاعر استاد عبدالرحمن پژواک هغه بیت رایادوي چې:
خلک وایي چې راغلی بیا اختر دی
دا چې چا باندې اختر دی، خدای خبر دی؟
امید دی چې د لوی اختر په برکت په جنګ ځبلو ټولنو کې له یو بل سره د مرستې او همکاري، اخوت، محبت او د یو بل د زغملو او منلو روحیه پیاوړې شي او لکه څنګه چې په میلیونو انسانان له هر ډول توپیر او تبعیضه پرته په بیت الله شریف کې سره راټول شوي دي، دغسې په خپلو ټولنو کې هم یو بل ته د اتحاد او اتفاق لاسونه سره وکړو او د کینې ، بغض او خودپرستي په ځای د سولې او اتفاق لمن ونیسو.
د سولې او اتفاق راوستل یوازې د حکومت یا خاصې شورا وظیفه نه ده ، بلکې دا د ټول ملت شریکه وظیفه ده چې د افغانستان د خیر او ملي وحدت لپاره کار وکړي او خپل اسلامي او افغاني مسولیت ادا کړي.
الله پاک دې لوی اختر د نړۍ ټولو مسلمانانو او د ټول بشریت لپاره د نیکمرغي او خوشحالي سبب وګرځوي. د لوی خدای له درباره د ټولو مسلمانانو په تیره بیا په خپل وطن کې د اتفاق، سولې او خوشحالي ارزو کوم.
پاینده باد افغانستان
تل دې وي افغانستان
Back to top button