Home سياسي او ټولنيزې ليکني د لرغوني بلخ ریښه پښتني ده

د لرغوني بلخ ریښه پښتني ده

 

  

 

بلخ په بیلو تاریخونو کي د خراسان او افغانستان  پخوانی ښار بلل سویدی چي د مروه ، نیشاپور او هرات سره په څنګ کي د خراسان پایخت هم اوسید لی دی . بلخ په ۴۳ هق کي د مسلمانانو تر حملې لاندي راغی او د ( قتیبه بن مسلم ) په وخت کي مکمل د مسلمانانو په لاس کښیوت .

 

دغه ښار هغه وخت رونق پیدا کړ چي په ۱۱۸ هق کي (اسد بن عبدالله قسری) پایتخت د مروه څخه و بلخ ته را انتقال کړ ، بلخ د زرد ښتي د ین او د اویستا ژبي ځانګو بلل سویده .  په ځینو روایاتو کي د نړۍ ترټولو لرغونی ښار بلل سویدی چي تاریخ ئې و زرګونو کالو ته رسیږي .

 

که څه هم د زرد ښت د پیدایښت په هکله روایات بیل دي خو د ځینو روایاتو پر اساس د میلاد نه مخکي د ۱۸۰۰ څخه تر ۷۰۰ پوري زرد ښت په همدغه سیمه کي ظهور کړیدی چي عربو Umm Al-Belaad یا د             (ښا رونو مور) ورته ویلي دي .

 

اوس د لیکني مرکزي ټکی همدا دی چي دغه سیمه په هغه وخت کي د بلخ په نامه نه یاد یدل بلکه دغه لرغوني او پراخه سیمه وه چي په پخوانیو وختونو کي د باختر په نامه یادیدل او تقریبآ تر لومړۍ میلادي پیړۍ پوري په ټولو تاریخي اسنادو کي د باختر په نامه لیدل کیږي .

 

باختر

 

په یوناني Βακτριανή (باکتریان ) Βάκτρα  ( باکترا) په لاتیني Bactariana یا Bactria  ( باکتریا ) په چینایي 大夏 Dàxià او په تاجیکي  Бохтарپه بیلو لرغونو لیکنو او اسناد و کي د پښتون قوم د پاره پکار وړل سویدی . داچي پښتانه څنګه او څه وخت دغه سیمي ته راغلي دي دا ډ یر اوږد او مفصل بحث دی خو زه ئې په لنډ ډول دا سي د ر پیژنم :

 

پښتانه د (اورین) د قوم هغه قبیله ده چي میلیون کاله مخکي د کینیا د (توګن ) د ښار څخه راوکوچیدل او په بین النهرین « عراق » او د هغه په شااو خوا سیمو کي میشت سول چي د کوردانو سره د پښتنو جینتکي اړیکي دغه دعوه تصد یقوي ، خو تقریبآ ۷۰۰۰ کاله مخکي یوه ډ له د پښتنو چي په ژبپوهنه کي د ګورګان د  کوچیانو په نامه یاد سویدي د اناتولي (غربي ترکیه) څخه  د اورال او قفقاز په لور و خوځیدل او بلاخره ئې یوه ډ له د «امو» او «سیرد ریا» په منځ او شا و خوا سیمو کي میشت سول او بله ډ له ئې د (ګند هارا) او اوسني افغانستان په جنوب شرقي او جنوب غربي سیمو کي تیت و پرک  سول چي وروسته هم په منځنۍ اسیا کي او هم په جنوب شرقي او جنوب غربي افغانستان کي د تاریخ په بیلو پړاوؤ کي په بیلو نومونو او قومونوکي راښکاره سویدي .

 

پښتانه  په ریګویدا کي د « پکهت » یا پکهتا په نامه او په اویستا کي د (بخته) ، بخت یا بخدي په نامه یاد سویدي . ریګویدا او اویستا پخپل منځ کي نیږدې پیوند لري چي زړښت ئې تقریبآ ۲۰۰۰ کاله مخکي ومیلاد ته رسیږي .

 

د بخت ، بخد کلیمه په عبری ژبه کي د اولاد او بنده په مفهوم معنا سویده  چي  ځیني مؤریخین د زرد ښت د اولاد اشاره ورته کوي  .

 

 که څه هم د پښتنو د ځای ، تاریخ او هویت په هکله د تاریخ په بیلوپړاونو کي په بیلو ژبو او لیکنو کي بیل تاریخي اندونه او روایات سته دي چي په راتلونکي کي به انشآلله بانډار پر وکړو خو (هرود ت یا هرود تس) مشهور یوناني تاریخ لیکونکي او یوناني منابعو پښتانه پکتیس ، پکتین او )پکتولیس(  بللي دي .

 

 که څه هم یونانیان نومونو ته بد لون ورکوي یا په یوناني ژبه او اثارو  کي نومونه  بد لون مومي خو د ستر دارا (داریوش) په ډ برینه لیکنه کي پښتانه په ( باختریش ) سره یاد سویدي چي وروسته ورو ورو په ( باختر ) او ( باختریا ) باندي اوښتي دي او د غه (باختر) یا باختریا په یوناني مؤخذ و کي د « باکترا » Βάκτρα او په لاتین کي د باکتریا Bactria په شکل لیکل سویدي.

 

    د بلخ سیمه چي د شمال لخوا د سغد او امو سیند سره د شرق لخوا په چین پوري او د جنوب لخوا د هندوکش په غرو پوري موښتې ده مخکي د همدغه قوم په نامه یعني د باختر په نامه یا د ید ل چي مرکز ئې «زري اسپه» Zariaspa وؤ.   ( زري اسپه ) هم پښتو او اویستایي ګډه کلیمه ده چي زري = زر او اسپه = آس یعني د ( زروآس ) یا د زري آس درلود ونکی .

 

 معنا دا چي د اوسني بلخ سیمه مخکي د «باختر» یا « باختریا » د قوم په نامه یا د یدل نه د ښار په نامه ، لکه هالند چي  د « نارنج د شاهي کورنۍ » د واک نه مخکي د (هالنډ یانو) په نامه داد یدی .

 

زما د خبري په تاید ایرانی سعید نفیسي پخپل لغات نامه کي داسي راوړي :

 

( د باختریانو ایالت او د سغد یانو ایالت چي د جیحون او سیحون په منځ کي پراته وه څنګ په څنګ پر لاري تلل او په هر کار کي ئې ګډ د استان درلود . دغه     د واړو ناحیو د ستر کوروش او ستر سکند ر څخه ډ یر ربړونه ولید ل او د هخا منشانو په لیکنو کي د د واړو ایالتو نومونه یو ځای راغلي دي او یوناني مؤرخینو هم په تیره بیا « هرود ت »  دغه د واړي ناحیې یو ځای ذ کر کړیدي . خو وروسته باختریانو د بلخ ناحیه  او سغد یانو د سمرقند او بخارا ناحیه تشکیل کړل . د بلخ پخوانی نوم  په یوناني اثارو کي « باکترا» د هخامشیانو په لیکنو کي «باختري » او د اویستا د «وند یدا» په فصل کي « بخدي » راغلی دی او اضافه کوي چي د د ریم داریوش د بیستون په ډ برینه لیکنه کي د « باختریش » په نامه یاد سویدی ) . نفیسي زیا توي همدغه ناحیه وه چي اول د هندو اروپا یي ملت همد لته توقف وکړ او وروسته همدغه خلګ وه چي د شمال شرق د غرو د لاري ایران ته راغلل او اوسنی ایرانی ملت ئې تشکیل کړ  . 

 

ایرانی علی اکبر د هخدا هم زما سره هم نظر دی او پخپل لغات نامه کي داسي لیکي :

 

( باختر ، باختریش یا بلخ د هغه مملکت د پا یتخت نوم وؤ چي په همدغه نامه سره یاد یدی ، د پارا پامیز د غره په لمنو کي پروت دی او د « باختروس، باکتروس » سند ئې چي وروسته په بلخاب سره یاد سویدی د دغه ښار له منځه تیریږي او زیاتوي چي د بلخ نوم د همدغه سند څخه اخیستل سویدی ) .  

 

د باخترسیمه د باختري ژبي په قوت چي ساسانیانواو هیفتا لیانوهم خبري په کولې ورو ورو په بلخ باندي اوښتی دی .

 

ډ یرداسي خارجي او داخلي څیړونکي سته چي د بلخ نوم د باختر څخه جلا بولي او په سانسیګریت کي ئې د اریائي کلیمې  बाह्लीक Bāhlika بهلیک (بلهیه) ، ( بلهیکا ) یا بلهکا څخه مشتق بولي او دعوه لري چي د بلخ  ښار د ریګویدا او اوستا په لرغونو اثارو کي ذ کر سویدی .خو دغه څیړنه د رسته نه ښکاري یو داچي کیدای سي دغه محترمو څیړنکو د سانسیګریت په (اریاناورته) کي د Bahika ښار چي د کابل و څنګ ته پروت وؤ او اغلبآ به د بګرام ښار وؤ د بهلیکا یا بلهیک سره اشتیباه نیولی دی ، یا ئې د Bahalika    د نامه سره ایشتیبا نیولی دی چي د بود یزم په وخت کي په همدغه سیمه کي یو مشهوره غیر روحاني بودا پرست وؤ . بل دا چي پدغه هدڅ کي د باختر اصلي او لرغونی نوم نفي کیږي  چي د بلهه سره کوم کورني ارتباط نلري او د ریم دا چي په سانسیګریت کي بهلیکه یا بلهیکا د ښار په معنا راغلی دی نه د یوه ځانګړي ښار په معنا چي بلخ ته منسوب سي .

 

د بهلیکه یا بلهیکا کلیمه د منګولیا په لیکنو کي هم د ښار په معنا راغلې ده لکه : خان بالهیک = د خان ښار .

 

     د (مرکورټ) تاریخ پوه په اند هم په سانسیګریت کي بهلیک یا بلهیک د ښار په معنا راغلی دی او وايي چي : غز بالهیک = د ترکانو ښار

 

د شواهد و څخه داسي ښکاري د بلخ ښار چي په اسلامی لومړیو پیړیو کي د تخارستان په نامه هم مشهوره سویدی د ریګویدا او اویستا د تد وین څخه سل ګونه یا زرګونه کاله وروسته جوړسویدی یعنی بلخ د اریائیانو په وخت کي وجود نه درلود صرف دغه سیمه وه چي د باختر په نامه یاد یدل  که نه نو د سترسکند ر په مهمو یا دا شتو کي به ئې حتمآ نوم راغلی وای ، د بلخ نوم د       ( اول د یود وتس ) یا (اول د یود وت) د حاکمیت سره یوځای په یوناني اثارو کي را ښکاره سویدی .

 

پدې معنا: کله چي ستر سکندر د۳۳ کالو په عمر په کال ۳۲۳ مخکي تر میلاد په بابل کي نا ببره مړ سو نو امپراطوري ئې د قومندانانو او والیانو تر منځ و ویشل سول  . د ستر اسکندر د مړیني په هکله هم روایات بیل دي یو روایت   دا دی چي سکند ر د ټول جهان په نیولو کي پاته راغی ځکه ئې د روحي فشار په اساس سکته وکړل . بل روایت وایي چي سکندر د بابل په نیولو سره جشن جوړ کړ او هغه شپه ئې تر سهاره د باندي په یخه هوا کي شراب و څښل او بلاخره ئې د ډ یرو شرابو او یخني څخه قلبي سکته وکړل ، یو د روایاتو څخه دا دی چي  سکندر ته د خپلي پښتني میرمني لخوا زهر ورکړل سول خو دغه روایت د قیق ندی .ځکه چي د اسکندر میرمني ( رخشانې ) د سکندر سره ډ یره مینه درلود ل که څه هم سکند ر د هند د نیولو وروسته بابل ته په لاره کي د د ریم داریوش د لور « ستاتیرا» سره واده وکړ خو پر رخشانې باندي بیا هم سکندر ګران وؤ او د سکندر د مرګ وروسته ئې یو زوی هم پیدا سو چي د (څلورم سکندر) نوم ئې پر کښیښاوه .

 

( روشنک یا رکسانا ) اوستایی: Raoxshnaراوُخشنه؛ یونانی   Roxane  رخسانه  یا رُکسانه د باختر  د والي د یاور (وخش ارد) Vaxšuvadarva    په اروپایي ژبو کي  Oxyartes   لور وه چي په کال ۳۲۷ مخکي تر میلاد ئې د سکندر سره په باختر کي واده وکړ . کله چي اسکند ر د پارس د نیولو وروسته باختر ونیوی د باختر والي «بیسوس» په جنګ کي مړ سو خو ( وخش ارد) د جنګ نه پرته و سکند رته تسلیم سو او د شرقي فرهنګ د معرفي کولو په نامه ئې سکندر ته یوه میلمستیا جوړه کړل چي په دغه میلمسیا کي د « سغد یانو» د لوړوکورنیو پر ښځو او نارینو سربیره ( رخشانه ) هم موجوده وه . کله چي سکندر د رخشانې ښکلا او لطافت ولیدی چي د ټول مجلس توجه ئې ځان ته کشوله نو سکند ر چي مست هم وؤ پرعاشق سو او په ډ یرجرئت او بې پروایي باندي و د رید اومجلس ته ئې داسي و ویل :

 

( لازمه ده چي مقدونیان او باختریان په خپلو کي ود ونه سره وکړي څو مخلوط سي ، او دا به یوازنۍ وسیله وي د دې لپاره چي نه مغلوبین و شرمیږي او نه هم فاتحین مغروره سي ) . وروسته د خپل یوه یوناني پهلوان « اشیل » مثال راوړي او وایي : « ایا هغه د یوې اسیرسوي نجلۍ سره واده ونکړ؟ » . 

 

   لنډه دا چي د سکند ر د مرګ وروسته ( اول سلوکوس ) چي د سکند ر د تکړه قومندانانو څځه وؤ او په (نیکاتور) باندي مشهوره وؤ په اسیا کي ئې خپله پاچهي اعلان کړل او د اسکند ر په پاته امپراتوري کي د مقد ونیانو په غښتلي پا چا با ندي واوښت څو وروسته ئې سلسله د سلوکیانو په نامه سره یاده سول چي پر« باختر» او نورو ډ یرو سیمو ئې حکومت کاوه .

 

د سکند ر د امپراطورۍ په ویشلو کي (اول د یودوت) یا (اول د یودوتس) چي د باختریا، باختر یا ( باکترا ) یونانی والي هم وؤ په ۲۶۱ مخکي تر میلاد د  ( د وهم انتیوخوس ) په وخت کي ښورښ وکړ، څو د خونړۍ شخړي وروسته ئې د سلوکي د ولت څخه خپل استقلال واخیست او په خپله مشري ئې هم د ( یوناني باختر ) په نامه مستقیل حکومت اعلان کړ اوهم ئې د یوناني باختر د لومړي پاچا په نامه سکه ووهل.

 

 تردغه وخته پوري بلخ وجود نه نلري او سیمه د باختر یا باختریا په نامه یاد یدل . تر هغه وخته پوري چي دغه سیمه د باختر په نامه یاد یدل بلخ په هیڅ یوه نقشه کي هم ندی لیدل سوی .

 

  

 

 د يوناني باختر د حکومت نقشه چي باختر لا په بلخ ندی اوښتی . (یوناني ارشیف)

 

 

 

 

 د باختر د یوناني حکومت د جوړید و وروسته هم د بلخ د ښارد جوړید و په هکله روایات بیل دي .                                              

 

   ځني روایات وايي چي د بلخ ښار « د یود وتس » جوړ کړیدی خو  ځني نور روایات بیا نقل کوي چي خپله ځايي خلګو یعني باختریانو ( پښتنو) دا ښار جوړکړی دی او بیا ئې د سانسیګریت اریايي کلمه (بلهیکه، بهلیکا) ورته استعمال کړېده  یعني د جوړید و وروسته ئې د بالهیکه ، بالهیک یا ( ښار) په نامه یاد کړیدی چي اوس هم سربیره پر پښتنو په نورو افغانانو کي د ښار کلیمه رواج لري لکه : راځۍ چي ښارته ولاړ سو ، په ښار کي جشن دی …. .

 

په هر حال د بلخ د ښار د جوړید و وروسته یونانیانو دغه ښار د (بخپا) په نامه یاد کړیدی ، اما دغه نوي ښار ته خپلو ځایي خلګو  په باختري ژبه کيβαχλο)  ) بخلو ویل  چي وروسته په (بخل) او بلاخره به بلخ سره اوښتی دی . « بخلو» په باختري ژبه کي د « باختر ، باختروس » د کلیمې د عامیانه    ډ یالوګ ډ ول دی لکه نن چي په پښتو کي په تیره بیا د لوی کندهار په لحجه کي ګل محمد ته (ګلو) خان محمد ته (خانو) تاج محمد (تاجو) شمس الد ین ته           ( شمسو ) وايي .

 

اوس هم ډ یر کندهاریان دي چي ځني وخت پخپلو بانډاروکي د ډ یري میني څخه د کندهار پر ځای «کندارو» یاد وي . باختري ژبه چي د پښتو ژبي بیله لحجه او پښه وه د باختر د ځا يي خلګو یعني د باختریانو ژبه وه چي په یوناني الفبآ سره لیکل کیدل او ۲۴ توري ئې د رلود ل . وروسته با ختریانو د (Ϸ) توری چي د (ش) اواز ئې ورکاوه پر اضافه کړ.

 

 باختري ژبي د سغدي ، خوارزمي او پارتي ژبي سره نژدې خپلوي د رلوده او پر ځوانه فارسي ژبه ئې  معلومداره خپل تآثیرات پرې ایښي دي . اوس ډ یري داسي کلیمې په اوسنۍ فارسي کي لید ل کیږي چي د باختري ژبي څخه ور پاته دي یعني عربي ندي .

 

لکه :  ملخ ، خد یو ، لهراسب ، بل «روښانه» ، د رواغ یا د روغ چي لومړی شکل ئې د روج druj دی ،  بومي ، پلاخن یا ( پلخمان) شنا او نور .

 

 دا چي د اویستا ( بخته ) یا ( بخت، بخدي ) په پکهت یا پکهتا با ندي اوښتی دی علت ئې دادی چي په لرغونې سانسیګریت ژبه کي (خ) وجود ند رلود ځکه نو هرود تس هم بخته ته پکهت ، پکتیس او پکتولیس ویلی دی او په ریګویدا کي هم پکهت ،پکهته اوپکهتا ځکه لیکل سویدي چي ریګویدا په سانسیګریت ژبه لیکل سویده .

 

پر دا ټولو خبرو سربیره بیا هم  ځینو پلټونکو او څیړونکو دا خبره نده منلې یا ئې نه مني چي په اویستا کی بخت ، بخد په ریګویدا کي پکهت ، پکهتا د داریوش په ډ برینه لیکنه کي (باختریش)  د یوه ځانګړي قوم «پښتون، پختون» لپاره په کاراچول سوې وي . خو کله چي ریګویدا په بل ځای کي (پکهتا یا بخته ) ته د ځانګړی قوم اشاره کوي نو دغه دعوه په ثبوت رسیږي چي ټول بیل بیل قولونه او نومونه چي په بیلو منابعو کي ذ کر سویدي منظور ئې پښتون یا پختون قوم دی.

 

په ریګویدا کي د (داش راجیه) یا «لس پاچهان» په نامه د یوه غټ جنګ ذ کر سویدی چي پدې لوی جنګ کي د ( بهرت ) د قبیلې په خلاف لس قبیلې سره یو سوي وي او د یوه ائتلاف په شکل ئې د بهرت د قبیلې سره جنګ کاوه چي په پایله کي د لسو قبیلو ائتلاف ما ته و خوړه او د دغه لسو قبیلو څخه یوه قبیله پکهتا یا بخته یاده سویده چي د (کرومو) یا (کورم ، کرم) د سیند په غاړو کي ئې ژوند کاوه یعني ریګویدا په ډاګه سره « پکهتا، بخته » د ځانګړي قبیلې په حیث معرفي کړیده .

 

نور ثبوتات دا چي په کوردي ایلامي مؤخذ و کي هم پښتون یا پختون قوم ته (بکتوریش) ویل سویدي، همداسي د سامي ژبو د جملې څخه په ا کدي ژبه کی هم پښتون  ته ( باهتر) ویل سویدی.

 

پایله دا چي موږ په ډاګه سره ویلای سو د بلخ پخوانی ښار چي اوس د ولسوالي په شکل پاته دی د باختریانو« پښتنو» پواسطه جوړ سوی او د دوی په نامه نومول سویدی .

 

زما اصلي هدف دادی چي د دغه سیمي ټول موجود او وروڼه قومونه تقریبآ يوه ریښه لري او باید په مینه او یوالي کي ژوند سره وکړي . بل داچي د تاریخ په اوږدو کي د بیلو واکدارانو او حاکمانو تیروتني او ایشتباهات باید د معصومو اولسو پر اوږو بار نسي او شخصي نیمګړتیاوي او مظالم په قوم پوري ونه تړل سي څو د یوه اوسپنیز ملي یوالي لپاره زمینه برابره سي . 

 

سرچینې  

 

۱ ( حيات افغاني) د ډ پټي محمد حيات خان پښتو ژباړه ،د دانش د خپر ند ويه ټو لنې چاپ ،پېښور،١٣٨٦ کال .

 

۲ – لغات نامه د هخدا

 

۳-  لغات نامه سعید نفیسي

 

 ۴– د معین انصاري اثار: افغان معارف اسلامیه ، بلخ معارف     اسلامیه ، ترک معارف اسلامیه ، پشتو معارف اسلامیه .

 

 ۵- فرهنګ ایران باستان : تآلیف  پور داود                                         

 

The Kingdom of Khan   6         

 

City of Balkh (antique Bactria) UNESCO World Heritage   7 

 

 Centre.

 

 Encyclopædia Britannica      8

 

Relation  between Afghanistan Germany    9    

 

10          Sil International Ethnology : Languages of the World   

 

Ethnology report for Southern Pashto : Iran 1993       11

 

Silk Road transmission of Buddhism       12

 

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

وروستۍ ليکني

د هوږې په اړه ګټور مالومات

نظام اتل لومړۍ کړنلاره: ۱۱: څلور پلیه اوږه سپینه کړئ، مېده مېده یې کړئ او بیا یې یو ګلاس ګرمو اوبو ته واچوئ، دوه کاشوغې...

د سولې فضیلت

ګل آغا احمدي وردګ صلح په عمومي توګه د انسانانو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځ د ډېرو نیکو کارونو څخه ګڼل...

د حضرت محمد(ص) مبارک شخصیت د ارواپوهنې په رڼا کې

پوهنیار مصطفی صفا د شخصیت کلمه مخکې له دې چې په ارواپوهنيز ډول وپيژندل شي، په ورځني ژوند کې هم زیاته استعمالېږي او ټول ورسره...

پردی فکر

نور سعید څپېړه د ښځې پر غوږ ولګېده. د سړي د درانه لاس ورغوی یې پر غوږ او څپک یې د سر پر کیڼه برخه...

د بیان د آزادی او زغم تړنه او غربی منافقت

هم آزادی او هم زغم اسلامی ارزښتتونه دی چه اوس غربیانو غلاکړی او بیا یی مسخ کړی دی. په اسلام کی آزادی د فردی...

ښکلې ماڼۍ

م. ظریف عنایت زی لنډه کیسه زموږ په سیمه کې دغې لوړې درې پوړیزه ودانۍ چې په سپینو مرمر ډبرو سینګار شوې پر لاره يې د...

مور مې مريضه ده

لیکوال : محمد اسمعیل څپه د پنځو زامنو مور د کور په دروازه چې ننوتلم ټولو ماشومانو پاکې جامې اغوستې وې . ماشومان مې رانه...

له بدو کارو د مخنيوي اهميت

مولوي عصمت الله عزام بسم الله الرحمان الرحيم نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد : له بدو کارونو منع کول يو اړين او...

Recent Comments