د څرخ ولسوالۍ د سقوط په اړه د طالبانو ښکرور دروغ رسوا شول

د څرخ ولسوالۍ د سقوط په اړه د طالبانو ښکرور دروغ رسوا شول

عبدالمنان توحیدیار

طالبان او په ټوله کې د افغانستان دښمنان د نورو ستر جنایتو او وحشتونو تر څنګ هر وخت کوشش کوي، چې په دروغجنو تبلیغاتو سره نظام او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه کمزوري وښیي او د ځان په ګټه په افغانانو کې ویره خپاره کړي.

تازه طالبانو او د ای اېس ای لخوا تبلغاتي ټولنیزو پاڼو غوغا جوړه کړې، چې د لوګر د څرخ ولسوالۍ طالبانو نیولې ده، چې متاسفانه د طالب او ای اېس ای پدې تبلیغاتو ځینې رسنۍ هم تېروتې او ځینې نورې خو د خپلو مخاطبینو د زیاتوالي او یا د دولت نه د باج اخیستو په موخه په شعوري ډول د دوی دروغجن تبلیغات بدرګه کوي. ما چې پدې اړه څومره پلټنه وکړه، د څرخ ولسوالۍ نه سقوط کړی او نه هم طالبانو نیولې ده. بلکې اصل کیسه داسې ده، چې د لوګر ولایتي ادارې تازه د ډاډمن امنیت او د خلکو د لا هوساینې لپاره یو پروګرام تر لاس لاندې نیولی، چې ټول هغه دولتي تاسیسات، هغه که ملکي دي، یا نظامي، د خلکو له ګڼې ګوڼې وباسي او په مشخص ډول امنیتي پوستې په هغه سیمو کې ایجاد کړي، چې هلته د طالبانو تحرکات شته، بمونه ځای پر ځای کوي، د حکومت لخوا د ټولګټو پروژو تطبیق ته اجازه نه ور کوي، ملکي ادارې چې کلینیکونه او روغتیایي مرکزونه یې تر ټولو مهمه برخه ده، خدماتو ته نه پرېږدي، باج غواړي، د نجونو او هلکانو مکتبونه یې تړلي وي او بالاخره د خلکو د ورځنی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی وي، ځکه دا د حکومت وظیفه ده، چې خلکو ته ډډامن امنیت برابر او خدمات عرضه کړي.

د لوګر د څرخ په اړه باید ووایم چې د دغه ولسوالۍ ودانۍ له تېرو څو کلونو راهیسې په مناسب ځای کې نه وه، د دغه ودانۍ تر څنګ مکتب او جومات و، دا ځای مناسب ځکه نه و، چې طالبان یو نیم وخت پدې پلمه چې دلته دولتي تاسیسات دي، ړانده توغندي ولي، چې له امله یې ډېری وخت زموږ بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي. حتا په قصدي ډول بریدونه کوي، پرته لدې چې د دولت کارکوونکو ته زیان ور سوي په لسګونو ملکي وګړي شهیدانوي، چې موږ او تاسو ټول د طالبانو د دغه ډول حنایتونو شاهدان یو.

بله مهمه خبره دا چې زده کوونکی د سر پناه له ستونزې سره مخ و، ځکه د مکتب خپلې ودانۍ د دوی لپاره کفایت نه کولو، نو ولسوالۍ باید تخلیه او زده کوونکو ته په واک کې ور کړل شوې وای چې دوی زده کړې پکې وکړي.

د اب ګرم سیمه چې د والسوالۍ ودانۍ پکې وه، د ستراتیژیک پلوه نور د والسوالۍ او امنیتي ځواکونو لپاره ګټوره نه وه، د ولسوالۍ ودانۍ باید د خواجه اسمعیل سیمې ته چې د ولسوالۍ د ودانۍ پخوانۍ او اصلي سیمه وه انتقال شوې وای. د دې ټولو دلایلو او د خلکو د غوښتنو په پام کې نیولو سره د لوګر ولایت نظامي شورا پرېکړه وکړه، چې د ولسوالۍ ودانۍ باید له اب ګرم نه خواجه اسمعیل ته انتقال شي، چې دولت همداسې وکړل. خو طالب دومره سپین سترګی شوی، که دولت د خپل پلان له مخې دولتي تاسیسات له یو ځای بل ځای ته انتقالوي، په نویو ځایو او مهمو ځایونو کې پوستې جوړوي نو دوی به د سقوط نارې کړي. حال دا چې طالب خپل ټول نظامي قوت بایللی، دوه کاله وړاندې د ټول افغانستان په کچه هغه اتلس ولسوالۍ چې د دغه حکومت له پیله د دوی په ولکه کې وې، حکومت پرې ولکه ټینګه کړه، تېرو دریو کالونو کې دوی هېڅ ولسوالۍ ته سقوط ندی ور کړی، خو هر وخت یې تبلیغات کړي، چې د پلاني ولایت د سقوط پلان لرو، پلانۍ ولسوالي مو سقوط کړه، پلانۍ سیمه مو سقوط ته نېږدې کړې ده.

ما د یوې مرستندویه موسسې سره کار کاوه، دا هر څه مې پخپلو سترګو لیدلي دي، طالب چې د کومو سیمو د سقوط ادعا کوي، هلته یې ایله برید کړی وي، یا یې یو نیمه ودانۍ د څو ساعتونو لپاره لدې امله په ولکه کې وي، چې امنیتي ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې له وجې تکتیکي شاتګ کړی وي، یا عملیات د همدې امله ورو پر مخ بیایي چې ملکیانو ته مرګ ژوبله وا نه وړي، چې دا هر څه د یوې ورځې په تېریدو عادي حالت ته ور ګرځي خو د طالبانو د مړیو امبار پروت وي.

طالب اوس هېڅکله هم ولسوالیو ته سقوط نه شي ور کولای، دوی له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان بایللی، ځکه امنیتي اوس له بل هر وخت ښه روزل شوي او په ښو وسلو سمبال دي. همدا وجه ده، چې هدفي بریدونو، د سړک غاړې ماینونو، د ړاندو توغندیو توغولو ته یې کار ویلی دی.

د لوګر د څرخ ولسوالۍ د سقوط ادعا دومره دروغجنه ده، لکه دوی چې وایي چې اویا فیصده خاور مو په لاس کې ده، خو د قطر له رخصتۍ وروسته یې مشران د دمې لپاره پاکستان ته ځي، د خپلو مشرانو سره هلته ګوري، د خپل ویاند عبدالحۍ مطمئین جسد هملته پاکستان کې خاورو ته سپاري، نظامي شوراګانې یې په پېښور او کوېټه کې وي، د ټپیانو درملنه یې د پاکستان په روغتونو کې کیږي، د افغان وژنې تصامیم د ای اېس ای سره یو ځای د پاکستان په ټل بازار کې نیسي. ایران، روسیې، ازبکستان ته ځي خو د یو ساعت لپاره ههم افغانستان ته نشي راتلی، اویا فیصده خاوره یې کنټرول کې ده او څرخ ته یې سقوط ور کړی، د قلم جار خبره دسې خوسي ده. سایي ده بیخي سایي ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button