د کندز پیښې تر شا

په تیرو څوارلسو کلونو کې دا لمړني ځل دې چې یو ولایت د حکومت د مخالفینو په لاس د سقوط له خطر سره مخ کیږي.

 

د دې پیښې د سپړلو لپاره به په ترتیب سره مختلفو لاملونو او دسایسو ته ځیرنه وکړو تر څو دا پیښه  په واضحه ډول روښانه او تعریف شي. 

لمړی ـ د کندز جغرافیائي موقعیت

 

کندز د افغانستان په شمال کې یوه ډیره سټراټیژیکه منطقه ده چی د بعلان، تخار، سمنګان او بلخ ولایتونو سره شریکه پوله لري.

 

همدارنګه د کندز ولایت شیر خان بندر د افغانستان او تاجکستان تر منځ رسمی ترانزیتی لاره ده، د دې نه علاوه کندز د تاجکستان سره اوږده پوله لري.

 

د کندز ولایت مساحت ۸۰۴۰ کیلو متره مربع دې او نفوس یې په ۲۰۱۲ کال کې ۹۵۳۸۰۰ تنه اټکل شوي دي.

 

په کندز کې پښتون، تاجیک، ازبیک او نور قومونه ژوند کوی. کندز ۷ ولسوالۍ لري او د اقتصادی پلوه د افغانستان یو له وتلو ولایاتو څخه شمیرل کیږی.

 

مختلف قومونه او احزاب پکی په پراخه توګه شتون لري، د سیاسی او ټولنیز ثبات له پلوه داسې سټراټیژیک موقعیتونه سست او کمزوری وي. نو له دې پلوه د کندز په شان موقعیتونو کې استخباراتی برنامې او پلانونه په ډیرې چټکۍ سره تطبیق کیدای شي.

 

 

دویم – کندز باندې د حملې تنظیم او ترتیب

 

د غربی پرمختللو هیوادونو هر څه د یو سیستم له مخې پرمخ ځي، پلانونه او برنامې سره راټولوی او پروژه تري جوړوي او وروسته یې د تطبیق لپاره وړاندې کوي.

 

د کندز پیښه د  متحده ایالاتو او انګلیس مشترکه پروژه وه چې څو بُعدونه یې درلودل.

 

لمړی دا چې د جنګ لمنه له جنوب او جنوب غرب نه د افغانستان شمال ته واړوی، چی له همدې امله یې څلورسوه میلیونه ډالر د حقانی د شبکې له کلنۍ بودیجې څخه کاټ کړل.

 

په دویم قدم کې یې د داعش ډلې د فعالیتونو لپاره لاره هوارول وه.

 

او په دریم قدم کې یې روسیې او منځنۍ آسیا ته د تروریزم ور اړول په پلان کې وه.

 

د دې پروژې مالي لګښټ د متحده ایالاتو له لوری شوی، پلان د انګلیس لخوا جوړ شوې او د تطبیق چارې یې پاکستان ته ور سپارلي دي.

 

طالبانو څه باندې یو کال د مخه په کندوز کې د موجودیت اعلان وکه، تر دې مخکې یې د بدخشان غرنۍ سیمې ورته نا امنه کړی او د دې لارې نه یې طالب جنګیالي کندز ته را انتقال کړل.

 

د شواهدو پر اساس نظامې تجهیز او تمویل یې د هوا له لارې د سي آی اې په واسطه وشو، او ځمکنۍ تمویل او تجهیز یې د مخدره توکو قاچقبرانو او نورو ترهګرو ډلو په واسطه وکړ.

 

د دې پروژې د عملي کولو لپاره یې ملا عبدالسلام د طالبان یو پخواني قوماندان د کرزی په وخت کې د ګوانتانامو له زندانه را خلاص کړ او د لشکر طیبې نه یې حارث ورسره مل کړ.

 

ملا عبدالسلام ته یې د دې پروژې رهبری په لاس ورکړه او حارث یی په څنګ کی ورسره د برنامو او پلانونو د تطبیق مسؤل و ټاکه.

 

پروژه آماده شوه او په مشخص شوې وخت کې یې اجراء ته وړاندې کړه چې په پایله کې یې کندز د طالبانو لاس ته ورغی.

 

د کندز په پیښه کې شاوخوا یو لک تنه طالبانو ونډه درلوده چی پکې د کندوز او نورو ولایتونو پښتون، تاجیک، ازبک، پاکستاني، چچنیا یي، ازبکستانی، تاجکستانی او نورو ګډون درلود.

 

دا چې ولې د کندز په جګړه کې ډیرو ډلو ونډه اخیستې وه علت یې دا دې چې د کندز ولایت مجموعی نفوس د ۹۵۰۰۰۰ تنو شاوخوا کې دې او د ۱۰۰۰۰۰ طالبانو جلب او جزب پکې ناشونی دې، نو له دې کبله یې د کافی پرسونل د پوره کولو لپاره له نورو ترهګرو ډلو څخه خپل جلب او جذب وکړ، چې اکثریت پکې د مخدره توکو د مافیایی ډلو افراد ول.

 

 

 

دریم – د کندز په پیښه کې د استخباراتو شتون

 

د کندز په پیښه کې پراخ استخباراتی شتون لیدل کیده، په دې پیښه کې مشخصاً اوه ډلې استخبارات موجود وه:

 

– د امریکا استخبارات (CIA)

 

– د انګلستان استخبارات (MI6)

 

– د پاکستان استخبارات (ISI)

 

– د روسیه استخبارات

 

– د ایران استخبارات

 

– د هندوستان استخبارات

 

– د افغانستان استخبارات

 

د امریکا استخباراتو دنده وه تر څو په سیمه کې پراخ شتون ولری، او اهداف په سمه توګه لاس ته راوړي.

 

انګلستان په خپله د برنامې جوړونکې وو، او دا اړینه وه تر څو خپلی برنامې او پلانونه چې یې جوړ کړی دی په سیمه کې د نیژدی نه تر څارنې لاندې ونیسی.

 

پاکستان د دې پروژې د پلی کوونکي په توګه سیمه کې له څه باندې یو کال نه را پدیخوا خپل استخباراتی استاذی لیږلي وه تر څو د طالبانو فعالیت ته لارې چارې وګوری، او مطابق د پلانونو او برنامو خپل افراد ځای پر ځای کړي.

 

د روسیې استخباراتو له پخوا نه د افغانستان په شمال کې شتون درلود، خو د طالبانو د پیدا کیدو سره سم یې په سیمه کې خپل استخبارات فعال کړل او د طالبانو او القاعدې فعالیتونه یې تر څارنې لاندې و نیول.

 

د افغانستان په شمال کې روسیې د پخوا نه دا وړاندوینې کړې وې چې د افغانستان شمال که چیرې نا امنه شي نو روسیې ته به د ترهګرو د انتقال لاره هواره شي، نو ځکه یې خپل استخباراتي فعالیت په سیمه کې پراخ کړ.

 

د ایران استخباراتو هم په سیمه کې خپل شتون اړین و ګاڼه او د افغانستان په شمال کې د خپلو ګټو د ساتلو په خاطر په کندز کې یې فعالیت پیل کړ او د روسیې سره په ګډه د مشترک دښمن پر وړاندې صحنې ته ورداخل شو.

 

د هند او افغانستان استخبارات په کډه سره دفاعي هڅه کوي تر څو سیمه بې ثباته نشي او د جګړې څخه ګټه اخیستونکو ته د استفادې زمیه مساعده نشي.

 

ځینی کمیشن کاره ترهګری ډلې، د مخدره توکو قاچاقبران، د ځمکو مافیا او فرصت طلبي افراد او ډلې د کندز په پیښه کې شامل دې، چې د افغانستان دولت ته ستونځې پیدا کولای شي، نو ځکه د افغانستان کشفي او استخباراتي ډلو د حملي پر مهال دا هڅه کوله تر څو د دې خلکو مخه ونیسي.

 

 

 

څلورم – د کندز د پیښې هدف

 

د کندز په پیښه کې مشخصاً یو هدف نغښتي دې، هغه هدف دا دې چې متحده ایلات او ملاتړي یي غواړي تر څو روسیې او منځنۍ آسیا ته د داعش او نورو ترهګرو ډلو انتقال پیل کړي.

 

 

پنځم – کندز څنګه سقوط وکړ

 

کله چې د متحده ایالاتو، انګلستان او پاکستان مشترکه پروژه پیلیدو ته چمتو کیږی دوی مجبور دي چې زمینه د تطبیق ورته برابره کړي، له دې کبله دوی پر افغان دولت فشار راوړي تر څو سیمه ورته خوشې کړي.

 

په شمال کې د کندز، بلخ او بغلان والیان له سیمې نه ایستل کیږي.

 

د کندز والی په سفر ځي، د بلخ والی هم یو کنفرانس ته د ګډون لپاره بهر ته ځي او د بغلان والی هم کابل ته په رخصتۍ ځي.

 

اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو عموي اسمبلۍ ته د ګډون په خاطر ځي او د جمهوری ریاست لمړی مرستیال هم بهر ته په سفر ځي.

 

جمهور رئیس، د امنیت شورا، د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست مجبور دي چې پیښه تر کنترول لاندې وساتي او د استفاده جو او یاغیانو مخه په پیښه کې ونیسي.

 

سیمه چمتو شوه او د اختر ورځو په فرصت کې طالبانو خپل تحرکات د کندز ښار ته پیل کړل، په دې موده کې د افغانستان حکومت خپل مهم اسناد او شتمنۍ خوندي کړې تر څو د مخالفینو لاست ته ورنشي.

 

طالبانو د هدایت اخیستو نه وروسته د سهار په دریو بجو خپل عملیات د کندز ښار د نیولو لپاره پیل کړل، حکومتي ځواکونو تکتیکي شا ته تګ وکړ او په درې مهمو نقطو کې چې د کندز هوایي ډګر، بالاحصار او د پولیسو قومانداني وه ځای پر ځای شول او د دښمن سره یې دفاعي جګړه وکړه، خو د مرکز نه د عملیاتو اجازه نه ورکول کیده.

 

په حقیقت کې د افغانستان حکومت ته د مرستې اجازه د بهرنیانو لخوا نه ورکول کیده، خو کله چې د روسیې حکومت اعلان وکړ (که چیری په سیمه کې ترهګرې ډلی د روسیې خاوری ته تهدید وګڼل شي نو روسیه به ورباندې اقدام وکړي).

 

د روسیې حکومت دغې اعلامیه متحده ایالات او ملګري يې رابیدار کړل که چیرې دوی اقدام و نه کړي نو روسیه حاضره ده تر څو د طالبانو په مقابل کې اقدام وکړي.

 

وروسته له دې مشترکه امنیتی جلسه د افغانستان حکومت او د بهرنیو ځواکونو تر منځ جوړه شوه او د ماښام له پیلیدو سره يې سم خپل عملیات پیل کړل، چی تر سهاره پورې د کندز مهمې سیمې د افغان او بهرنیو ځواکونو لاس ته ورغلې.

 

وروسته تصفیوي عملیات د کندز د ښار نه پیل شول او اوس هم دوام لري.

 

د افغانستان حکومت د خلکو تر سختو نیوکو لاندې راغي، مګر حکومت په ډیره حوصله مندۍ او فکر سره هر څه تر کنترول لاندې ونیول.

 

 

 

جمع بندي

 

پورتنیو موضوعاتو ته په کتو سره ویلای شو چې د کندز پیښه د افغانستان حکومت د ارادې خلاف د بهرنیانو په تیره د متحده ایالاتو، انګلستان او پاکستان لخوا پر افغان حکومت او ولس تحمیل شوه.

 

بهرنیانو په تیرو اتلس کلونو کې د طالب ترخه تراژیدی په افغانستان کې د خپلو اهدافو لپاره وچلوله، لمړی دوی د راتګ بهانه جوړه کړه او وروسته یې په افغانستان او سیمه کې خپل اهداف په نښه کړه او اوس غواړی چی د خپل دښمن سره له دې جغرافیه څخه ګټه پورته کړي.

 

د کندز پیښې رسماً د طالبانو او نا امنیو ډګر د افغانستان شمال ته وغزاوه، داسې ښکاری چې کندز به له دې نه وروسته د طالبانو مرکز وي او شاوخوا ولایتونه به هم ورسره د نا امنۍ تحمیل شوي پدیده زغمي.

 

په حقیقت کې د افغانستان شمال ته د جګري انتقال د منځنۍ آسیا نا امنه کول دي او په نتیجه کې د روسیه خاوري ته د تروریزم انتقال ګڼل کیږي.

 

دا چې روسیه به په مقابل کې په کومو اقدامونو لاس پوری کې زمان به دا روښانه کړي.

 

 

 

په پای کې ستاسو له توجه او حوصله مندۍ نه یوه نړۍ مننه کوم، د یو سوکاله، آرام او د تروریزم د شره خلاص افغانستان په هیله

فیض محمد ځدراڼ .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button