ارامه ساحه یا کمفرټ زون

محی الدین دلیل

کمفرټ زون (Comfort Zone) چې په پښتو کې ورته آرام، راحت یا سهولت ساحه ویلی شو، هغه ذهني حالت دی، چې یو انسان د راحت احساس کوي، او له هغه حالت څخه په وتلو کې ورته وېره او تشویش پیدا کېږي. د بېلګې په ډول، ځینې کارکوونکي به مو لیدلي وي چې په لسګونو کلونه، په یوه ثابت معاش په یوه شرکت کې دنده ترسره کوي، د کلونو په تېرېدو یې نه وړتیاوې، نه مهارتونه، نه پوهه، نه تجربه او نه هم معاش لوړېږي، ولې دوی بیا هم خوښ وي او هېڅکله هڅه نه کوي چې یو نوی ځای، معاش، پوهه او داسې نور څه تجربه کړي، ذهن یې دا منلي وي چې، همدا شرایط ورته سم او مناسب دي، او که چېرې له دې شرایطو بېرون وځي نو له لسګونو ستونزو سره به سر او ګرېوان شي، نو ځکه دا ډله خلک تل بې پرمختګه پاته کېږي، او تل په ورته حالاتو کې ژوند کوي. په دې برخه کې یوه ښه وینا لرو چې وایي: آرامه ساحه ښکلې ده، ولې هلته هیڅ شی، پرمختګ نه کوي.

د آرام ساحې د مالومولو لپاره ساده روش لرو، هر هغه فعالیت او کړنه چې په ترسره کولو کې یې وېره او ډار نه لرو، او په اسانۍ سره یې کولای شو د آرام د ساحې په چوکاټ کې راځي، او کوم فعالیتونه چې په ترسره کولو کې یې راته ډار او وېره لوېږي، زمونو د آرام د ساحې څخه بهر ساحه نومول کېږي. ددې روش پر مټ کولای شو په اسانۍ سره خپله د آرام ساحه پیدا کړو. د بېلګې په ډول، که مونږ له دې څه وېرېږو چې د خلکو په مخ کې په انګليسي ژبه خبرې وکړو، نو دا کړنه مو د آرام ساحې څخه بېرون راځي، او که چېرې د خلکو په مخ کې انګلیسي ویل راته ستونزمن کار نه وي، نو بیا مو د آرام ساحې کې شمېرل کېږي.

که چېرې غواړو په هر اړخیزه ډول، په خپل شخصي، کاري، ټولنيز او مسلګي ژوند کې پرمختګ وکړو، له نالیدلې نړۍ څخه خبر او خوند ځينې واخلو، نو اړینه ده د راحت له ساحې مو ووځو، یوه ښکلې جمله ده چې وايي: ژوند د آرام ساحې ها خوا پیلېږي. انسان باید د تيږې په څېر تل یو ځای ونه اوسي، بلکې ورته اړینه ده چې خوځښت پيدا کړي، او د ځان او خپلې ټولنې د خیر لپاره کار وکړي. کښتۍ ددې لپاره نده جوړه شوې، ترڅو د ساحل په غاړه ټول عمر تېر کړي، بلکې باید خوځښت وکړي او نوې، نوې نړۍ و او حالات وویني.

له آرام ساحې څخه د وتلو ګټې

  • له آرام ساحې څخه په وتلو به په ژوند کې د هر اړخیزه پرمختګ شاهدان واوسوو. دا ځکه چې کولای شو ټولې هغه موخې ترلاسه کړو، د کومو نیت مو چې له مخکې لاره، ولې د آرام د ساحې څخه په نه وتلو، نشو ورته رسېدلای. سیوا پرکاش وايي چې هر هغه څه چې مونږ یې حاصلول غواړو، د آرام له ساحې ها خوا دي، او د آرام له ساحې هاخوا وېره ده او بس( یانې په خپله وېره باید غالبه شو)

 

  • له آرام ساحې څخه په وتلو مو پرځان اعتماد او باور زیاتېږي، او په ځان اعتماد مو ددې جوګه کوي چې ډېری هغه کارونه چې نور یې د کولو جرآت نه لري، مونږ یې ترسره کړو.
  • له آرام ساحې څخه په وتلو مو د آرام د ساحې اندازه ورو ورو ډېرېږي، دا پر دې مانا چې ډېرې هغه کړنې چې درته سختې او له کړاونو ډکې ښکارېدې، اوس یې پرته له کوم زحمت او وېرې سرته رسولی شې، دا سلسله به همداسې روانه وي، هر ورځ به نوي او له ستونزو ډک کارونه د آرام ساحې ته راننباسې، او هغه به درته په عادی کارونه اوړي.
  • له آرام ساحې په وتلو به په دې وپوهېږو چې ناکامي د ماتېدو په مانا نده، بلکې ناکامي د کامیابۍ یو بنسټیز رکن دی. د ګروپ د مخترع اډیسن څخه وپوښتل شول چې ته خو ۹۹۹۹ ځله ناکام شوې او بیا دې ګروپ جوړ کړ، هغه ځواب کې وویل نه داسې نده ، په حقیقت کې ما ۹۹۹۹ لارې پیدا کړې په کوم چې ګروپ نه جوړېده. که چېرې غواړئ داسې څه ترلاسه کړئ، چې هېڅکله مو نه وي ترلاسه کړي، نو اړینه ده داسې کارونه وکړئ چې هېڅ وخت مو نه وي کړي.
  • له آرام ساحې په وتلو له مونږ څخه یو فعال انسان جوړېږي، او له نورو نوو او ستونزمنو حالاتو سره د مخامخ کېدو او له هغو څخه د ګټې اخیستنې ځواک راکوي. یوازېنی عامل چې مونږ نه پرېږدي خپلو هیلو او موخو ته ورسېږو، د آرام ساحه کې اوسېدل دي.

پرته له پورته یادو شوو ګټو، ډېرې نورې ګټې دي چې د آرام له ساحې څخه په وتلو یې ترلاسه کوو. نو د یوه پرمختللي ژوند لپاره د آرام ساحې وتل یو لازمي او ضروري امر دی.

څنګه له آرام ساحې څخه ووځو

له ا آرام ساحې څخه د وتلو لپاره ډېر ساده او کوچنی فورمول شتون لري،  هغه دا چې د  کومو کارونو له ترسره کولو وېره لری، غېږه ورکړئ او ترسره یې کړئ، شونې ده درڅخه غلط شي، ولې په پایله کې به مو موخې ته رسوي. په دې برخه کې ښکلې وینا لرو؛ چاچې په ژوند کې هېڅ خطا نده کړې، په حقیقت کې یې هېڅ نوی کار او تجربه نده ترسره کړې

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button