د شاه امان الله خان د کورني ژوند او شخصیت نوي اړخونه ( لومړۍ برخه)

د شاه امان الله خان د کورني ژوند او شخصیت نوي اړخونه

  • پاینده څرګند
  • بي بي سي، لندن
  • د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان لور شهزادۍ هندیه په لندن کې د بي بي سي دفتر د کتنې پرمهال، د خپل پلار او مور ملکې ثریا په اړه هغه کیسې وکړې چې تراوسه ډېر لږ خلک پرې خبر دي. شهزادۍ د پلار پرتله خپله مور له اولادونو سره د کورني ډسپلین پلي کولو کې جدي وبلله. دې د امان الله خان هغه له احساساتو د ډکو شېبو کیسه وکړه چې افغانستان پسې به خپه کېده.

    لومړۍ برخه:

    د بي بي سي لندن ودانۍ ته “د افغانستان شهزادۍ راغلې”. د دې له اورېدو سره د بي بي سي ځینو غیرافغان کارکوونکو تمه درلوده چې یوه پېغله به پر مخ ورشي، خو چا چې د افغانستان په اړه مطالعه درلوده یوازې همدا ورته کافي ول چې د افغانستان شهزادۍ اوس هم ژوندۍ ده.

    د فبرورۍ پر ۲۳ شهزادۍ هندیه چې پښتو څانګې ته راورسېده، هغه چلند ورسره وشو چې دې له پلار سره کاوه.

    “زموږ په کور کې د افغاني دود پر بنسټ مشر ته درناوی او ورته درېدل عام و” شهزادۍ ددې له ویلو سره د امان الله خان په کور دننه یو عادت بربنډ کړ او زیاته یې کړه ” نو زه به د پلار لپاره ډېره درېدم، ځکه چې هغه ډېره انرژي درلوده هر دقیقه به تلی او راتلی.”

    د میز ګردچاپېره زه او همکاران مې د شهزادۍ هندیې هرې خبرې ته غوږ وو. موږ ټولو خپلې خپلې پوښتنې درلودې او دې هم نه غوښتل د چا پوښتنه بې ځوابه ترې پاتې شي.

    په کرارې یې خبرې کولې، که به يې څه په یاد نه ول اعتراف به یې کاوه او که به پر څه ډاډه نه وه، د بل چا وړاندیز شوې کلمه به یې نه تکراروله.

    او موږ هم… نه غوښتل د ناویلي نا لیکلي تاریخ د غږیزې نسخې یو توری هم نااورېدلی پرېږدو.

    شهزادۍ هندیه د خپل پلار او خپلې مور ملکې ثریا داسې عادتونه تشریح کړل چې د کورنۍ په تربیه کې یې مهم ول. هغې د پلار پرتله خپله مور له اولادونو سره د کورني ډسپلین پلي کولو کې جدي وبلله او پلار یې هغه کس وباله چې اولادونو به په اسانۍ ورسره د زړه خبره شریکولی شوای.

    شهزادۍ هندیه

    د عکس تشریح،

    شهزادۍ هندیه خورا مهربانه چلند لري او د غږېدا پر مهال خپلو ټولو مخاطبینو ته یو ډول پام اړوي.

    د شاه امان الله خان لور شهزادۍ هندیه نژدې ۸۹ کلنه ده او په افغانستان کې ځینې مرستندویه کارونه هم پرمخ بیایي، په دې عمر کې یې هم فکر او یادښت دومره قوی دی چې په کوچنیوالي ورزده کړي شیان او کړې مطالعه یې له جزیاتو ډکه په یاد ده.

    دې ویل چې پښتنه ده خو په مورنۍ ژبه پښتو غږېدلی نه شي. په نورو پنځو ژبو ښکلې او د کلمو په شمار غږېږي. د مجلس پر ګډونوالو خپل پام داسې وېشي چې هر یو فکر وکړي ددې مستقیم مخاطب دی.

    د دې په وینا، د پلار د “مردم دارۍ” او مشر او کشر ته د درناوي عادتونه ورپاتې دي.

    شاه امان الله خان تر لس کلنې واکمنۍ او په هېواد کې دننه له جنجالونو وروسته، د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ پر۱۴ (د ۱۳۰۷ کال دجدي ۲۵) له ناچارۍ افغانستان پرېښود او ایټالیا ته ولاړ.

    لور یې وايي، کورنۍ یې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال په ایټالیا کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ وه.

    شاه امان الله خان له وطن لرې مړ شو او مړی یې افغانستان ته یووړل او په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

    بي بي سي کې شهزادۍ هندیه د امان الله خان هغه له احساساتو د ډکو شېبو کیسه وکړه چې افغانستان پسې به خپه کېده.

    چې پوښتنه مې ترې وکړه ایا د خپل پلار ژړا یې کله لېدلې وه؟ سترګو يې وار له مخې زما پوښتنه ځواب کړه او ویې ویل.

    “کله چې به لمر پرېوته، دا مهال به زما د بابا جان ډېر خوښېده، د نړۍ تر ټولو ښایسته د ورځې وخت دی، بېلابېل رنګونه… کله چې به لمر د غره شا ته یا په سمندر کې لوېده… بابا جان به مې ویل، اولادو غلي اوسئ، اوس مه غږېږئ… او دغه مهال به یې اوښکې راغلې. افغانستان به یې یادېده.”

    دې خبرې دومره دروند سوری خپور کړ چې د موضوع بدلول یوه لویه ستونزه جوړه شوه. دا جرائت نه و چې بل څه مطرح کړو.

    د ویډیو تشریح،

    ‘امان الله خان به مازدیګر مهال افغانستان پسې ژړل’

    شهزادۍ د پلار کلک دیني او عقیدوي باورونه یو له هغو مسلو وبلل چې خلک یې په اړه ډېر نه پوهېږي او ځینې بیا د ده په اړه بر عکس فکر خپروي.

    زموږ همکار داود اعظمي ترې وپوښتل چې په یوه کتاب کې یې د شاه امان الله د حج د سفر په اړه لوستي و، که په دې اړه څه ووايي؟ نو شهزادۍ سعودي عربستان ته د شاه امان الله د تګ په اړه وویل:

    “پلار مې دوه ځله حج کړی و. هرځل چې تللی و د لومړي ابن سعود مېلمه و. دوهم ځل یې خپله مور بیولې وه.”

    Grey line

    د پاچا امان الله خان ضد تبلیغات او د هغه اسلامي عقیده

    داود اعظمي

    پاچا امان الله خان له انګریزانو څخه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کېدو وروسته دهېواد د پرمختیا او د خپلې ټولنې د ودې او “عصري” کېدو خوا ته پام واړوه.

    نوموړي په دې لړ کې یو شمېر ګامونه پورته کړل، هېواد ته یې لومړی اساسي قانون جوړ کړ چې په هغه کې د نورو ترڅنګ د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار شوی وو.

    دده د حکومت ځینو اصلاحاتو د ټولنې په ځینو برخو کې حساسیتونه راوپارول او ناکرارۍ راوټوکېدې.

    د امان الله خان پرضد تبلیغات پیل شول او ویل کېدل چې د هغه اصلاحات د اسلام خلاف دي.

    په دې لړ کې د امان الله خان او ملکې ثریا د اروپا د سفر پر مهال ( ډسمبر ۱۹۲۷- جون ۱۹۲۸) اخیستل شوي عکسونه هم د ده پرضد د پروپاګند په توګه وېشل کېدل، چې خلکو ته وښودل شي چې د افغانستان ملکه په لوڅ مخ او سر ګرځي.

    په دې لړ کې د ۱۹۲۸ کال د مې په میاشت کې، په پېښور کې د خان عبدالغفار خان (باچاخان) د “پښتون” مجلې په لومړۍ ګڼه کې”د افغانستان ملکه او د یورپ لباس” تر سرخط لاندې یو مضمون چاپ شو.

    د عبدالحمید افغاني په دغه مقاله کې لیکل شوي و چې د ملکې ثریا د عکسونو له کبله هغه کسان “په افغانستان کې د فساد پیدا کولو کوشش کوي” چې “د زمانې د رنګ نه نااشنا دي”.

    شاه امان الله

    د عکس سرچینه،

    پر همدې مهال له انګریزانو څخه د هندوستان د ازادۍ یوه مخکښ مبارز او دیني عالم مولانا عبدالرحیم پوپلزي (۱۸۹۰-۱۹۴۴) په پېښور او شاوخوا سیمو کې د امان الله خان لپاره د ملاتړ د راغونډولو او هغه د حکومت د بې ثباته کولو د مخنیوي هلې ځلې پیل کړې.

    خو په هېواد کې د ننه او بهر دغه ډول هڅو د امان الله خان رژیم ونه ژغورلای شوای او هغه له اروپا څخه تر راستنېدو څو میاشتې وروسته جلاوطنۍ ته مجبور شو او په ایټالیا کې مېشت شو.

    ما ډېر کلونه مخکې د مولانا عبدالرحیم پوپلزي په یاداشتونو کې لوستلي وو چې کله هغه په ۱۹۳۴ زېږدیز کال کې سعودي عربستان ته د حج لپاره ولاړی نو په مدینه منوره کې یې یو سړی ولیدی چې د مسجد نبوي فرش یې د اسلام پیغمبر ته د ډېرې مینې او درناوي په لړ کې د سر په وېښتانو جارو کوی او ترسترګو یې اوښکې بهېدې.

    مولانا پوپلزي لیکلي چې د دې حیرانوونکې صحنې په لیدو یې پوښتنه وکړه چې دا سړی څوک دی.

    ده ته وویل شول چې دا د افغانستان پخوانی باچا امان الله دی.

    مولانا پوپلزی زیاتوي چې په افغانستان کې خلکو امان الله له دې کبله له هېواده وایستی چې دی له اسلام څخه اوښتی دی، خو ما دلته په دې حالت کې ولیدی.

    تېره میاشت د امان الله خان لور شهزادۍ هندیه چې اوس ۸۹ کلنه ده، دلته د بي بي سي دفتر ته راغلې وه.

    ما د خبرو پر مهال له هغې وپوښتل چې پاچا امان الله خان کله حج ته تللی و.

    شهزادۍ هندیه وویل چې ” پلار مې دوه حجونه کړې ول او دوهم ځل یې خپله مور هم بیولې وه”، خو دې وویل چې د حج کلونه یې په یاد نه دي.

    Grey line

    د نورو عکسونو پرتله له حج وروسته د شاه امان الله خان عکس ډېر نه دی خپور شوی، خو لور یې وايي “عکس مې یې لیدلی چې سپین یې اغوستي ول. چې راستون شو نو ږیره یې هم وه چې ورسره ډېر ښه ښکارېده. “

    د ویډیو تشریح،

    ‘شاه امان الله خان دوه ځلې حج ته تللی و’

    شهزادۍ چې د خپل کوچني والي یادونه یې تازه کول، ته وا د کور دېوالونه یې ګردچاپېره احساسول، په معصومیت کې یې د هغو رنګینو شېبو کیسه وکړه چې د شهادت کلمه یې زده کوله.

    “موږ ته دین او د دین تاریخ پلار را زده کړ او دعاګانې انا را زده کولې. زه پنځه کلنه وم چې یوه ورځ مې انا غږ وکړ، امان الله! راشه چې در ښکاره کړم اولادونو دې څه ښې دعا ګانې زده کړي دي. موږ ته چې به یې هر وخت دعا را زده کوله او موږ تکراروله، انا به مې په پای کې موږ ته ویل، شاباس افرین.

    “نو چې ماته یې وویل، هندیه! راشه ته دې دعا ووایه، ما وویل ‘لااله الا الله محمد رسول الله، شاباس افرین’… ټولو وویل، دا څه وايې؟ ما وویل، ببوجانې… زه څه پوهېږم خو تاسې به همداسې ویل.”

    د امیر حبیب الله خان درېیم زوی امان الله خان د افغانستان له هغو لږو واکمنانو څخه دی چې د ټولنې پر بنسټیزو اړتیاوو یې کاروکړ او د افغانستان د چټکې پرمختیا ارمان یې درلود.

    “د پلار درې وتلي صفتونه مې دا دي چې، وطنپرست و،ملت دوست و او زړور سړی و.”

    د لومړۍ برخې پای

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button