Home پښتو شعرونه د قدرت لیوني

د قدرت لیوني

چې د دین په نوم وطن او هم  ایمان خرڅوي
دا د قدرت لیوني ځکه  خپل  وجدان خرڅوي

دوئ د هستي مفهوم په مکر او دوکو کې ویني
دي بې خبره له دې رازه چې خپل  شان خرڅوي

وي منافق چې په زړه یو په خوله کې بله وایي
دوئ د لعنت په تله ځان په لوی شیطان خرڅوي

لویه ګناه ده چې د دین په نوم دوکه کوي څوک
 دا دون صفته  مو هستي په سپین میدان  خرڅوي

 په هر مجلس کې  کړي د عدل او انصاف خبرې
که لاس یې برشي د نیکه نوم او نشان خرڅوي

تل په دوکو او چلو ول کاذب شهرت لري دوئ
پرون منکروه  نن د پاک  دین پیروان خرڅوي

خپل شوم مقصد وررسیدو ته  دوئ فتنې زیږوي
صرف دیو څو پیسو بدل کې مسلمان  خرڅوي

دوطن مینه دوئ کې نه شته نه انصاف لري دوئ
دا شرمیدلي زمونږ ګران  افغانستان  خرڅوي

افغاني پوه یمه پدې چې مخ تورن به وي تل
چې په دوکه، فریب څوک کور دهر افغان خرڅوي
—————————————————–

سمیع الدین افغاني
۱۴ – ۵ – ۲۰۱۵
 م ۰ کال

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

وروستۍ ليکني

د اسلام اباد د بلنو شا ته څه روان دي؟

داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو د دوحۍ هوکړه لیک په درشل کې د امریکا، اسلام اباد او طالبانو ترمنځ؛ په ټوله کې...

پـاكـۍ بـيــان

دطهارت (اودس) دواجب كيدلودليل قول دالله (ج) دی چه دقرآن شريف د المآئدة دسورت پـه شپـږم آيت كښی فـرمايى: ﴿يآيهاالذين امنوااذاقمتم الى الصلوة فاغسلووجوهكم...

داودس سنتونه

ويمنځل ددواړولاسودی مخكی له هغه نه چه په كوم لوښی كښی لاسونه غوټه كړی لكه څنګه چه نبی (ص) فرمايلی دی هرڅوك چه ستاسونه...

دغسل بـيـان

غسل پردری قسمه دی فرض غسل، واجب غسل او سنت غسل. فرض غسل هم دری(٣) ډوله دی دجنابت غسل، دحيض غسل اودنفاس غسل، په...

دحوض او څاه د اوبو بيان

دحـوض داوبـوبيـان يودومره لوى حوض چه په يوه څنډه كښى ئې مردارى ولويږى اودمقابلى څنډى اوبه پلاس سره وښورول شى كه مردارى ونه ښوريدل نودمردارۍ...

دتـيـمـم بـيـان اواحـكام

تيمم دپاكۍ اوطهارت لوى ركن دى چه په آيت اوحديث سره ثابت دى دقرآن كريم دسورت المـآئدة په شپږم آيت مبارك كښى الله (ج)...

Recent Comments