د ویټامینونو د کمښت اووه نښې

ژباړه: ملیحه ناصري
په دې لیکنه کې مو د وجود د هغو اړتیاوو اړوند مالومات راټول کړي چې د ناروغیو او نورو نښو په بڼه یې څرګندوي.

۱-عضلاني دردونه
که چېرې تل مو عضلات درد کوي، هېڅ لامل هم ونه لري؛ مثلاً کوم ورزشي تمرین مو هم نه وي کړی او عضلاتو مو درد کاوه، ستاسو (D) ویټامین کم شوی دی. که چېرې عضلاتو بې دلیله درد پیل کړل، پوه شئ چئ ويټامین ډي ته مو اړتیا ده. تاسو هڅه وکړئ چې ځان ته مو لمر ورکړئ. شیدې او نور لبنیات وخورئ. کب/ماهي وخورئ؛ خو اونۍ کې تر دوه ځلي ډېر ماهي مه خورئ.

۲- د پښو کرخته/ ویده کېدل
که پښې مو ویدې کېدې یا مو په لاره تللو کې ستونزه پیدا کړې وي، تاسو د (B12) له کمښت سره مخ یاست.دا ځکه چې د ماغزو او اعصابو د سم کار کولو لپاره (B12) ضرور دی. که دا ويتانمیم کم شي، ماغزه له عصبي سیسټم سره په سختۍ اړیکه نیسي. همدا لامل دی چې پښې ویدې کېږي او د وجود تعادل خرابېږي.

د (B12) ډېرولو په پار لبنیات، ماهي، د چرګانو غوښه، سابه، غلې وخورئ.

۳- په شپه کې د لید کمزورتیا
ډېری کسان چې د شپې له خوا څه شي نه شي لیدلی، دا ښه ګڼي چې د شپې له پلوه هېځ دباندې لاړ نه شي. کله کله دغه ستونزه اصلاً د (A) ويتامین له کمښت سره اړیکه لري. د دې ویټامین کمښت د لید د کمزورتیا لامل کېږي او آن کېدی شي د لېمو تر څنګ د ژېړې پردې د مینځته راتلو لامل شي.

هغه خواړه چې شنې پاڼې لري لکه پالک، سابه او نارنجي رنګ لرونکي خواړه؛ لکه: ګازرې، خوږ کچالو، دولمه مرچ، د چرګې هګۍ وخورئ د دې ویټامین کمښت پوره کوي.

۴- ځنډ/ سستي کول
کله کله انسان سست شي، فکر کوي چې لټ شوی یا یې ماغزه پر وخت کار نه کوي؛ خو دا کېدی شي د (E) د کمښت له امله وي. ويټامین (E) د عصبي سیسټم د سم کار کولو لامل ګرځي. د چرګې هګۍ، مایونز، غنم، مغزلرونکي مېوې( بادم ، پسته، غوزان…) اووکادو ويټامین اي لري.

۵ – د ټپونو ناوخته رغېدل
05.jpg که مو لاس ټپي کېږي یا مو ګوته پرې کېږي او ژر نه رغېږي، ستاسو (C) ویټامین کم شوی. د پوستکي هغه سلولونه چې تر ټپي کېدو وروسته د ټپي سیمې جوړولو ته رادرومي، دوی ويټامین سي، اې او زېنک ته اړتیا لري. که دا توکي نه وي، زخمونه ژر نه رغېږي.

د ويټامین سي پوره کولو په پار نارنج، لېمو، مالټه، مرچ، او ترکاري وخورئ.

۶- د خپګان حس
د ويتامین د کمښت نښې تل د انسان په وجود کې نه رابرسېره کېږي. کېدی شي زموږ ټولو یوه ورځ زړه راتنګ شي؛ خو کله چې متوجه شوئ ستونزه مخ پر ډېرېدو ده، یا ډېری ورځې مو خپه تېرېږي؛ نو پوه شئ چې تاسو د (B1) له کمښت سره مخ یاست. دا ویټامین هم لکه بي دولس د ماغزو او اعصابو تر مینځ منظم سمون راپیدا کوي. که چېرې کم شي، مغزي سلولونه سم کار نه شي کولی او انسان پر خپګان اخته کېږي. دا ناروغي بیخي کمه ده؛ خو الکولي کسانو کې ډېره پیدا کېږي، یا هغو کې چې اشتها یې لږه وي.

هغه خواړه چې دا ویټامین لري: (سره/سپینه غوښه، جیګر/ینه، نخود، لوبیا).

۷- د خولې بدبوی
د ویټامین (B3) کمښت د خولې بوی بدوي. په ځانګړي ډول کله چې تل مو خوله پاکه ساتئ؛ خو بیا بوی لري، ستاسو بي سه کم شوی. د پوره کولو په موخه یې د آفتاب‌ګردان زړي ، د ماهي غوښه، سابه وخورئ.

که چېرې تاسو دا احساس کوئ چې کوم ویټامین مو کم شوی، په خپل سره درمل مه خورئ، روغتیاپال ته ورشئ چې د اړتیا وړ لارښوونې درته وکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button