د سټرس په هکله څو خبرې

ډاکټر عیسی ستانکزی

موږ ټول انسان د خپل چاپیریال د پاروونکو عواملو تر اغیز لاندې یوو، دغه پارونکي عوامل کله موږ اغیزمن کوي او یا له موږ ځينې هیلې او توقعات لري د دې لپاره چې دغو غوښتنو او اړتیاوو ته ځواب ورکړو باید خپل چلند بدل کړو په دې معنا چې باید ځان له دغه نوي چاپیریال سره بلد کړو دلته پر انسان یو ډول فشار راځي دغه فشار د چاپیریال د پاروونکو عواملو په وړاندې د ځواب ویلو اړتیا بلل شوی نو فشار په دې معنا دی چې د چاپیریال له لوري اړتیاوو او غوښتنو ته باید ځواب ورکړل شي فشار تل منفي نه وي بلکې مثبتې اغیزې هم لري که فشار نه وي ژوند به هم نه وي د حیات دوام فشار ته اړتیا لري البته په دې شرط چې متعادل وي.

خو که دغه فشار متعادل نه وي څه پيښیږي؟ څو کاله وړاندې په خبرونو کې راغلي وو چې په لندن کې یو میلیون کسانو د سټرس له امله تقاعد ته غاړه ایښې وه دغه شمیره یوازې د هغوکسانو وه چې تقاعد ته مجبوره شوي وو د سټرس له امله ناروغیو، ټکرونو، معیبیتونو او نورو مسلو ته اشاره نه وې شوې.

که څه هم زموږ په هیواد افغانستان کې ښايي دبې پروایۍ اویا نورو مسلو او عواملو له کبله دغسې فشارونو کم وي خو کله چې ژوند پرمختللی شي سټرس هم ورسره زیاتیږي دغه راز زموږ په هیواد کې د نورو ناروغیو او مسلو په شان دسټرس په برخه کې هم شمیرن ې نه شته خو طبیعي خبره ده چې سترس به په لوړه پيمانه په خلکو کې موجود وي اوکه د افغانانو روحي مسلو ته توجه وشي ښايي سترس ېې ترټولو آسانه ناروغي یامسله وي نو د دې لپاره چې خپل کاري او ځوان نسل مو له دې مصیبته ساتلی وي باید دغو مسلو ته توجه وکړو ځکه چې سترس په هرې ټولنې او موسسې کې اهمیت پيدا کوي ځکه چې روحي فشارونه او سترس د کاري او ځوان نسل او ځواک په کمزورتیا کې اغیزمن عامل کیداي شي.

د سټرس تعریف :

سټرس ،فشار او ځواک ته وايي او هر هغه محرک یا پاروونکی عامل چې په انسان کې ټنشن یا فشار رامنځته کړي سټرس پاروونکی عامل بلل کیږي په بدن کې رامنځته شوی ټنشن او یا فشار او د بدن غبرګون ته سټرس وايي په بله وینا هر هغه عامل چې په روح او جسم کې تاوتریخوالی او ټنشن پیدا کړي او د یوکس تعادل له منځه یوسي دغه عامل ته سټرس رامنځته کوونکی عامل ویلی شو.

کله چې انسان له سټرس سر مخامخ شي بدن یو لړ غبرګونونه ښيي ترڅو له منځه تللی تعادل بیرته سم کړي او نظم احیا کړي په دې ډول په بدن کې د سترس نښانې پيدا کیږي چې دغه چاره سترس دی. سترس یا عصبي فشار داسې غبرګون دی چې په انسان کې د یو بل عامل د شتون له امله پیدا کیږي او د هغه کس ټول ځواک راغونډوي چې له دغه عامل سره مبارزه وکړي او په دې ډول انسان یا ژوندی موجود د تیارسي په حال کې شي.

په سترس یا د ډاکټر هانس سلیه (Dr Hans Selye) په باور د عمومي مطابقت په سندروم کې درې پړاونه جوت شوي دي.

د اخطار غبرګون:

د انسان دبدن د فزیولیوجۍ په اساس کله چې یو ناسم خبر واوریدل شي د خطر د اعلان په بڼه په مازغو کې ثبتیږي د ماغزو یوه برخه چې هیپوتلاموس بلل کیږي د دغه خبر احساسات او عواطف تفسیروي هیپوتلاموس په الکترو کیمیاوي بڼه دغه اخطار د هیپوفیز په نامه یوې غدې ته آستوي دغه غده د جمجې یا د سر د کپرۍ په مرکز کې ده کله چې په الکترو کیمیاوي بڼه دغه غده اخطلر ترلاسه کړي د دې لپاره چې د پښتورګو دپاسه دوه نورې غدې تحریک کړي یو ډول هورمون ترشح کوي دغه راز د بدن نورې غدې لکه ادرنل غدې هم فعاله کیږي او د کورتیکوئید په نامه هورمون ترشح کوي او دغه هورمونونه ټول په وینه کې جریان پيدا کوي او د بدن نورې غدې هم دغه پيغام ترلاسه کوي او په دې لړ کې طحال هم د وینې جریان ته سره کریوات یاد وینې سرې حجرې زیاتوي او د وینې دلخته کیدا یاپڼیدا قدرت زیاتوي او ورسره د بدن حجرو ته اضافي اکسیجن او خواړه رسول کیږي، ځیګر هم قندي مواد او ویټامینونه د وینې جریان ته زیاتوي د زړه ټکان زیاتیږي ،وینه له پوستکي دبدن د داخلي غړیو او عضلو په لورځي په دې ډول لاسونه او پيښې سړیږي او د بدن ټول ارګانیزم د حملې ،تیري او یا دفاع لپاره چمتو کیږي .

چې له دې ورسته بدن دمقاومت پړاو ته ځي طبعاً په دغسې حالت کې بدن انرژي مصرفوي او هغه هیواد ته ورته وي چې دجنګ لپاره تیارږي او هرجنګ ډیر لګښتونه لري.

د مقاومت ګام یا پړاو:

په دې پړاو کې چې ممکنه ده له څوساعتونو ترڅو ورځوپورې دوام وکړي بدن دفشار له عامل سره دمبارزې او مقاومت لپاره بسیج کیږي که دغه دبدن دغړیو حشریا یوهیړ کیدل دوم وکړي نوورو ورو ېې زیرمې خلاصیږي همغه ډول چې کله یو هیواد له بل هیوادسره جنګ کوي اودغه جنګ دهغه زیرمې تشوي .

د ورستیدا یا کمزورتیا پړاو :

په دې معني چې د بدن انرژي او ځواک کمیږي او په دې ډول د ناروغیو په وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي او دا همغه پړاو دی چې بیلابیلې ناروغۍ ځان ښکاره کوي اوممکنه ده له ذکامه رانیولې ترډیریو نورو ناروغیوپورې ځان ښکاره کوي.

له تاند څخه په مننی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button