عبادات او له ژوند سره يې تړاو

زبیر افغان

موږ عبادت د یوه عادت له مخې کوو، ځکه نو نه په عبادت کې شته پيغامونو ته متوجې کېږو او نه يې له عملي ژوند سره په تړاو پوهېږو.

قران کریم د عباداتو په اړه ویلي دي چې د دې کارونو په کولو له بدو را منعه کېږئ[العنکبوت: ۴۵)، ښه انسانان در څخه جوړېږي(البقره: ۱۸۳)، د خدای د قوانینو پابند مومنان در څخه جوړېږي، له دې معلومېږي چې عبادات د انسانیت لپاره ځانګړي پيغامونه لري او د کولو فلسفه يې هم په همدې پيغامونو کې ده، که نه الله د یو چا لمونځ ته څه اړتیا لري او روژه يې څه کوي؟ عبادات په خپل ذات کې هدف نه دي، خو مهم دي.

د زمانې په یوه مقطع کې عبادت کول د ټول ژوند لپاره تمرین دی، لکه پوځي چې د خپل ټول ژوند لپاره یوه ټاکلې موده تمرین کوي، مسلمان هم د خپل ژوند لپاره عبادات د تمرین په توګه کوي.

د لمانځه لپاره طهارت او نظافت څومره مهم دی؟ په ټول ژوند کې همدومره مهم دی، په دې حرکاتو پوهېدل څومره اړین دي؟ د خدای په دين پوهېدل هم اړین دي، ورته خاصه توجو او عملي کول يې څومره ارزښتمن کار دی؟ د خدای احکامو ته توجو او عمل په کول هم په دغه کچه ضروري دي. د عبادت یاد او کول يې باید هر وخت موږ د الهي احکامو لور ته متوجې کړي، عابد باید هر وخت د خپل بادار د احکامو پابندي وکړي، موسی علیه السلام ته وايي: اقم الصلاة لذکري، دغه مفهوم نه ور کوي چې زما د یاد لپاره لمونځ کوه، هدف يې دادی چې ستا لمونځ دې زما د نور دین او احکامو د پابندي سبب شي، نه دا چې یوازې لمونځ وي، خو اخلاق نه، معاملاتو کې بد کرداري، زموږ یوه بدبختي داده چې د خپلو چټلو اعمالو د جبران لپاره روژه نیسو، لمونځ کوو، حج ته ځو، عمره کوو، په داسې حال کې چې دغه عبادات باید ددې سبب وای چې موږ ناسم معاملات نه کولای، اخلاق مو سم وای، له ټولنې سره مو ښه تعامل وای، خلکو ته مو ګټه رسېدلای، د درست انسانیت لپاره تعمیري کارونه کولای، د قران کریم پيغام پر همدې شیانو را څرخي. له بولو یا نجاسته د جامي پاکې د لمانځه لپاره شرط ده، نو ایا د غلا په جامه کې لمونځ کېږي؟ دا چې له خپلو بولو ځان ساته، نو دا معنا لري چې د بل مال او د بل حق به هيڅ وخت نه دراخلې، غلا به نه کوې، په ناسم ډول د بل حق وړل تر هغه لوی نجاست دی چې د لمانځه پر وخت يې له جامې د لرې کولو امر راته شوی دی. دغه تمرین دی، له خپل ژوند سره تړاو ور کړئ، که لمونځ په پاکه جامه کوئ، نو د غلا او ناسم کاروبار په پیسو اخیستې جامې کې يې هم مه کوئ، د لمانځه لپاره پاک ځای شرط دی، نو دا هم ورته شرط ده چې ځمکې به نه غصبوي، جومات به دې د غصب پر ځمکه نه وي جوړ، که وخت پېژندل ورته لازمي شرط دی، نو د په ټولنه کې د کارونو لپاره د وخت تنظیم هم درښيي، که د جومات پاکوالی د اسلام لارښوونه ده، نو د کور، کلي، ښار، لارې او بل هر ځای د نظافت تعلیم هم در کوي، که د خدای په وړاندې په لمانځه کې د باادبه درېدو درس در کوي، نو د خدای د مخلوق په وړاندې هم باید ادب او احترام ولرې، که عبادات د خدای امر دی، په وړاندې يې تسلیم يې، نو له دې پرته نور الهي وامر او نواهي هم شته چې د هغو په وړاندې هم باید د تسلیمۍ سر ټيټ کړې او په ټولنه کې د نظم په خاطر نور قوانین هم شته، د هغو پاسداري هم باید له دې وړوکي تمرین څخه زده کړئ.

عبادات بیخي ډېر تړاو له عملي ژوند سره لري، دا د الهي دین شعایر دي، شعار نښې ته وايي، دغه عمل کول د دې نښه ده چې ته نو په ټول دین عمل کوې، ته مومن يې، د خدای د احکامو په وړاندې دې سر ټيټ کړی دی، ځکه لمونځ له دې وجې کوې چې الله ویلي دي، نو غلا، فساد، رشوت، تخریب، بد اعمال او ټولنې ته ضرر رسونکې کارونه هم له دې امله نه کوې چې الله يې د نه کولو امر کړی دی، ستا لمونځ ستا د دې ټولو کارونو لپاره شعار دی، ته لکه یو پوځي چې خپل مشر ته سلامي کوي، لومړی وار لمانځه ته په داخلېدو سلامي کوې، بیا په خپل لمانځه کې د خالق د دومره کارونو یادونه کوې چې اخیر يې تر تاثیر لاندې په راتلو ورته ټيټېږې او په دې دې هم زړه نه یخېږي، سجده ورته کوې، د هغه تسبیح وايې، سبحان ربي العظیم او سبحان ربي الاعلی، یعنې هغه ستر پالونکی، تربیه کوونکی، روزونکی ذات ستر او اوچت دی، په دې توګه لکه یو څوک چې تر ډېرې ملامتیا وروسته د یو انسان پښو ته ور لوېږي، موږ د خپل خالق په وړاندې په سجده کې همدغسې حالت ته ځو، تر دې دومره تمرین وروسته که څوک بیا هم غلا کوي، ناسم کارونه کوي، خلکو ته زیان رسوي، بد اخلاقه وي، د تعمیر پر ځای يې تخریب زیات وي، هغه نه د سجدې، رکوع، لاسونو پورته کولو، قران لوستلو او ټول لمانځه په پيغام او فلسفه پوهېږي، نه د درست دین فلسفه ورته معلومه ده او نه هم د انسان ارزښت باندې قایل دي. دوی یوازې میراثي مسلمانان دي، د خدای دین يې له دې امله نه دی منلی چې په هغه کې يې د حقانیت نښې لیدلې دي، پر تول پوره ختلی دی، دوی له دې امله مسلمان ځان نوموي چې دمسلمانانو په کور یا ټولنه کې پيدا شوي دي.

زموږ ورځ ځکه بده ده چې موږ شعوري مسلمانان نه یو، زموږ د نوي فیصده خلکو د لمانځه ترجمه هم نه ده زده، دا خو پرېږده چې د دین او عبادت په پيغام ځان پوه کړي، موږ ته هغه ګټه مهمه وي چې زما لاس ورته رسېږي، که څه هم په دې کار کې د ټولنې زیان وي، هغه ګټه چې د ټولنې تر اصلاح وروسته په مجموع کې زه هم ور څخه برحمنېږم، هغې ته انتظار نه شم کولای، زموږ هر سړی په خپل فردي ژوند کې یوازې د ځان ګټې غواړي، که په دې توګه ټولنه بد وضعیت ته ځي، هم يې پروا نه کوو، له دې امله زموږ ټولنه تر ښې بدې ورځې ته نژدې کېږي، زموږ تخریبي اعمال تر تعمیري هغو ډېر دي، موږ د اخلاقیاتو په لحاظ په اسفل السافلین کې پراته یو، هيڅ ډول اخلاقي معیارونو ته ژمن نه یو او هر هغه کار کوو چې په وس مو پوره وي، زموږ تقوا، دین منل، عبادت او اخلاق یوازې تر رسمي چوکاټه محدود دي، که زه پر خپل ځان ونه ډارېږم، د زیان وېره را سره نه وي، نو هيڅکله به ښه انسان ونه اوسم، موږ ځکه د ښه انسانیت تظاهر کوو چې نورو ته ځان ښکاره کوو، له خپله ځان د اذیت مخه نیسو، پر لمن مې د تور داغ لګولو مخنیوی کوم، های که له ما سره د دې هيڅ وېره نه وای یا هم څوک په ما نه خبرېدلای، نو انسان به هغه کارونه کړې وای، چې حیوان به هم ورته ګوته په غاښ کړې وای.

موږ اهداف ورک کړي دي، وسیلې مو هدف جوړې کړې دي، ما وړاندې وویل چې عبادت هدف نه دی، دا لکه د یوه حکومت ځينې شعارونه، لکه بیرغ، ملي سرود، مشر ته سلامي، په اصل کې هدف دا وي چې په ټولنه کې نظم براقرار وي، خلکو ته خپل حقوق ورسېږي، هیڅوک پر بل ظلم ونه کړي، د مظلوم لاسنیوی وکړي او د ظالم مخه ډب کړي، خلکو ته خدمات وړاندې کړي، تعمیري ټولنه جوړه کړي د تخریب په هره ممکنه وسیله مخه ونیسي، که څوک یوازې بیرغ ته د خلکو په مخ کې احترام وکړي، خو د ټولنې براقرار نظم بیا اخلالوي، نو دا بد سړی دی، دغه اصل د هغه بیرغ احترام هم نه دی کړی، که احترام يې ور ته در لودای، نو د همدې بیرغ چتر لاندې جغرافیه کې به يې فساد نه کولای، ځکه دا د هغه بیرغ قدر او درناوی په خلکو کې کموي، د ملک او هیواد بې عزتي يې ده، د پاچا او مشرانو بې قدري يې ده.

نو زموږ عبادات هم شعارونه دي، اهداف له دې ور هاخوا دي، تر ټولو لوی هدف پر خدای ایمان دی، که یو څوک سل سلنه باور ولري چې زما اعمال څارل کېږي، یو څوک شته چې ما ته سزا راکوي او که ښه کار وکړم ښه بدله يې راکوي، نو بیا تعمیري کارونه کوي تخریب نه کوي، عینن کله د یوه پاک نظام، که څوک يې په ساحه کې غیر قانوني کار وکړي، نو د هغه نظام پاسداران يې نیسي، له قانون سره سمه سزا ور کوي، په دغسې ټولنو کې ولې جرایم کم وي؟ ځکه د دوی د باور کچه پخه ده چې زما پر تخریبي عمل حتمن ما ته سزا را کول کېږي، له دې امله يې نه کوي، که عبادت په مسلمان کې پر خدای باور او ایمان راسخ نه کړ، هغه عبادت بې ګټې دی، که يې له عبادت سره تر تعمیر تخریب ډېر وي، ټولنې ته د ګټې پر ځای يې زیان زیات وي، دا نو دینپالی نه دینکاری دی، چې یوازې د خدای په نوم د خدای مخلوق ته دوکه او فریب ور کوي، له دوی څخه هر وخت ځانونه خوندي کوئ، ځکه دوی یوازې چانس ته په تمه ناست دي، که يې د هر ډول تاوان او زیان چانس تر لاسه کړ، نو ځنډ به ونه کړي.
۲۰۲۲/جولای/۴

نور ښکاره کړئ
Back to top button