د غني تکراري او بې ګټې مهلتونه

 

اجمل درمان

د وفادارۍ سوګند او تحلیف له مراسمو بیا پاکستان ته د سفر پرمهال او کابل ته د پاکستاني پلاویو او چارواکو په سفرونو کې ولسمشر غني بار بار پاکستان ته د رښتینوالي د ثبوت ضرب الاجلونه ټاکلي خو پاکستان پرې خپل غوږونه کاڼه کړي دي. اوس یې یو ځل بیا هم له آی آېس آی سره د امنيتي تفاهم ليک پر سر تر رامنځته شويو ناندريو وروسته د پاکستان حکومت ته يو ليک استولی او پاکستاني چارواکو ته يې شل ورځې مهلت ورکړی دی چې په افغانستان کې د سولې او امنيت په اړه خپله همکاري ثابته کړي. له امنيت شورا څخه باوري سرچينو ویلي، داسې ښکاري چې اشرف غني د پاکستان وروستۍ لوبې ډېر په غوسه کړی دی. پاکستاني استخباراتو له يوې خوا د اصولو خلاف د امنيتي تفاهم ليک مواد رسنيو ته ايستلي او له بلې خوا يې په افغانستان کې د هندي استخباراتو (راو) پر وړاندې د خپلې بريا اعلان وکړ، چې له کبله يې د افغانستان حکومت او په ځانګړې توګه د امنيت شورا او ملي امنيت رياست ته لوی سرخوږی جوړ شو. ولسمشر غني بار، بار ویلي چې نور د عمل وخت راغلی او پاکستان باید په عمل کې همکاري ثابته کړي خو آیا د مقابل لوري څخه یې کوم شین څراغ لیدلی؟

ولسمشر خو د روان ميلادي کال د جنورۍ په میاشت کې هم پاکستان ته درې میاشتې مهلت ورکړی و چې د سيمه یز ثبات سره د همکارۍ په اړه خپل رښتینوالی ثابت کړي، آیا افغان ولس او د سيمې هیوادونو د پاکستان رښتینوالی ولید؟ آيا پاکستان په افغانستان کې له روان بل کړي اور څخه لاس په سر شو؟ د افغان سولې پروسې سره یې یوه ذره مرسته هم وکړه؟ او اوس څه تضمین شته چې دغه هيواد دې د افغان حکومت او په ځانګړي توګه د ولسمشر غني لخوا ورکړ شوي مهلت کې خپل رښتینوالی ثابت کړي؟  او څوک ددې ضمانت کوي چې دا دوه مخی هیواد دې دا ځل د غني مهلت په نظر کې نیولو سره د افغانستان ثبات سره مرسته وکړي او په سيمه کې دې د ثبات راوستو لپاره کوټلي ګامونه واخلي؟

بیدون له شکه دا یوه کره او پر ځای خبره ده چې د سیمه ییز ثبات په اړه د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره باید په ګډه کار وشي، خو په ګډ کار کې د سيمي د هیوادونو  او په ځانګړي توګه د ګاونډیو هیوادونو تر منځ قوانینو ته متقابل احترام، متقابلو ګټو خوندیتابه ته ژمنتیا، ځمکنۍ بشپړتیا ته متقابل درناوی او متقابل باور اړین دی. اوس که بیا هم ولسمشر غني پاکستان ته شل ورځې مهلت ورکوي چې د افغانستان له ثبات سره د همکارۍ په اړه خپل رښتینوالی ثابت کړي، نو ولسمشر د پاکستان سره په کوم باور، په کوم متقابل احترام او د متقابلو هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته په کوم درناوي یو ځل بیا هم خپله تکراري خبره کوي او پاکستان ته شل ورځې مهلت ورکوي؟ په کوم ډاډ ولسمشر غني په شلو ورځو کې له افغانستان سره د پاکستان د رښتوني همکارۍ خبره کوي؟

د مشرانو وینا ده چې: که یو ځل دې دوکه کړم؛ تا دې خدای ووهي، که دویم ځل دې دوکه کړم؛ هم تا دې خدای ووهي او که د دريم ځل لپاره دې بیا هم دوکه کړم نو بیا دې ما خدای ووهي ځکه په درې ځلې ماته په دوکې راکولو سره سره بیا هم ما ته ونه پيژاندې.

تیره ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست په توګه د معصوم ستانکزي، د دغه وزارت لومړي مرستیال په توګه د ډګر جنرال عبدالخالق او د لوی درستیز په توګه د ډګر جنرال قدم شاه شهیم ته په رسمي ډول د خپلو دندو د پیل په مراسمو کې ولسمشر غني زیاته کړه چې « موږ د جګړې غوښتونکي نه یو، دغه جګړه پر موږ تپل شوې ده، موږ تل پاتې سوله غواړو خو د سوک ځواب په سوک ورکوو ، موږ دوه ډوله سولې ته اړتیا لرو چې یوه یې له ګاونډي هېواد پاکستان سره سوله ده، ځکه چې دغه هېواد له موږ سره په یوه نا اعلان شوې جګړه کې قرار لري«

نو ګرانه ولسمشره تاسې ښاغلی چې د سوک ځواب په سوک ورکوۍ او بل لور ته په ډاګه اعتراف هم کوې چې پاکستان له مونږ سره په یوه نا اعلان شوې جګړه کې قرار لري، خو په سوک یې ځواب ورکړه کنه، نور څه ته ګورې؟ افغان ولس ټول ستا تر شا ولاړ دی. ډیپلوماټيکې اړیکې خو همدومره وې چې پخواني ولسمشر کرزي هم دیارلس کاله ورسره وپاللې خو کومه د پام وړ پایله یې ور نکړه، او همداراز تاسې ښاغلي هم د وفادارۍ له سوګند نیولی بیا پاکستان ته د سفر پرمهال او کابل ته د پاکستاني پلاویو او چارواکو په سفرونو کې په ډيپلوماټیکو لارو د دیاد هیواد د رښتوني همکارۍ د جلبولو کوښښونه وکړل، څه دې ترې تر لاسه کړل؟ هماغه ډول او هماغه ژرنده ده.

تاسې ښاغلي خو تل په خپلو ویناوو کې یادونه کړې چې ” افغانستان به له دې وروسته خپل عمده سیاسي مسایل د زور او ټوپک له لارې نه، بلکې د سیاست له لارې حلوي.” کومه دی چې ستاسې سیاست دې د افغان ولس په درد دوا شوی وي؟ د هیواد بهرنی سیاست خو لا پر ځای پرېږده؛ کله دې له اجرایوي ریاست سره خپلې اوږدې ناندرۍ هوارې کړې؟ کله دې په خپل هیواد او خپل حکومت کې دننه؛ د ملت په وینو او دولت په زور واک ته رسېدلو د ولایت امپراطورانو ګواښونو ته په زغرده ځواب ورکړ؟ کله دې د خپل تش په نامه ملي یووالي حکومت کې خپل پنځوس سلنه واک ثابت کړ چې په برخه رسېدلې د ملي دفاع وزارت څوکۍ ته دې په خپله خوښه څوک د وزیر په توګه نومولی وي؟ کله دې خپلې شوې پرېکړې ته ژمن پاتې شوی یاست؟ او ……. په همدغه ډول په لسګونو نورې نیمګړتیاوې.

خو د یو کړېدلي، ځوريدلي او د هیواد په درد دردیدلي افغان په توګه دا درته وایم چې په دې تکراري او بې ګټو مهلتونو دې خپل وخت هم مه ضایع کوه او د افغان ولس د صبر او حوصیلې ازموینه هم مه اخله. د پاکستان په نرمه خوله مه دوکه کېږه، د دوي دروغو وعدو ته مه خوشبین کېږه، اوس هم وخت شته د پاکستان سیاست وپيژنه، په اصلي هدف او موخه یې ځان خبر کړه او په مقابل کې یې یو تهاجمي سیاست غوره کړه. که اوس دې هم پاکستان وپيژانده او په هیواد کې د هغوي د هدف ترلاسه کولو مخنیوی دې وکړ نو بیدون له شکه چې افغان ولس به دې له راتلونکو احتمالي بربادیو ژغورلی وي.

یو نکل دی چې وایې: دوه ملګري چې څلور کاله یې ملګرتیا کړې وه؛ یوه ورځ دواړه په یوه لاره روان و، لومړي ملګري دویم ته زشته خبره وکړه چې د هغې غصه یې هم راوپاروله او ورته یې وویل: یاره ما اوس وپيژندلې چې ته ډير جاهل او کم عقل انسان یې.

لومړي هغه په بې صبرۍ ورغبرګه کړه چې اصلي او له ما ډير جاهل خو ته يې چې په څلورو کالو کې ته اوس په دې وتوانیدې چې ما وپيژنې چې زه څومره جاهل یم.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button