د ترکیې له کنفرانس څخه څه تمه ولرو؟

د ترکیې له کنفرانس څخه څه تمه ولرو؟

سیدعبدالله پاچا

د افغانانو هیلې هر ملي او نړیوال کنفرانس ته وي او دا هیلې یې هیڅکله ماتې نه شوې چې ګنې کنفرانس او یا غونډه به پایله ور نه کړي.

خو له هرې غونډې وروسته چې اعلامیه خپره شي او د اوربند خبره پکې نه وي، افغانان یې هیڅ بریالی غونډه او یا کنفرانس نه بولي.

افغانان تر هر څه لومړی اوربند غواړي چې وینه تویدنه ودریږي، خو طالبان بیا تر هر څه لومړۍ د جګړې دوام باندې ټینګار لري او د سولې په تړاو هر کنفرانس کې د جګړې او تاوتریخوالي خبرداري ورکوي.

تاسو که د مسکو کنفرانس کې د طالبانو بیانیي لوستې وي، ټولې له خبرداریو ډکې وې او هیڅ پکې د سولې هیله بخښونکی خبر نه و.

اوس چې پریکړه شوې چې ترکیه کې د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو نړیوال کنفرانس جوړ شي، ورسره سم افغانانو تمه لري چې دې کنفرانس کې به اوربند باندې توافق وشي او دا اوربند به د جګړې په بس او دایمي ثبات باندې بدل شي.

خو داسې ښکاري چې طالبان د ترکیې کنفرانس کې هم اوربند و نه کړي، ځکه طالب خپلواک نه دی او که د خپلو بادارانو خلاف پریکړه وکړي، ټول امکانات پرې بندوي چې بیا به د جګړې جوګه نه وي.

له طالب چې ټوپک واخلې، تش کالبوت پاتې کیږي چې بیا د هیچا او حتا د ځان په درد هم نه خوري.

طالب د همدې لپاره اوربند نه کوي چې که جګړه یې بس کړه، بیا ورته هیڅ هېواد نه پرتوکول ورکوي او نه یې خپل هېواد ته دعوت کوي، دا ډله ځکه تاوتریخوالي باندې تمرکز لري چې هر څه ورته د جګړې له درکه برابر دي، که هغه پيسې دی، که ښه ژوند دی، که اړیکې دي او که……

طالب د دې وطن د راتلونکی لپاره هیڅ طرحه نه لري چې څنګه یا یواځې حکومتولي وکړي، په داسې حال کې چې امارت ورسره نه افغانان مني، نه د سیمې او نړۍ هېوادونه ، طالب په همدې یو او دوه کې پاتې دی ، که جګړه بس کړي او سوله وکړي، د دوی رول به حکومتونو کې څه وي.

طالب کوم کمال نه لري، یواځې امامت او د مدرسې له استادۍ پرته بل څه نشته چې دوی دې پکې ماموریت او یا مدیریت وکړی، له همدې کبله یې وسله وال د راتلونکي په تړاو اندیښنه لري چې یا به امارت وي چې دوی پکې وزیران او والیان وي او یا به هیڅ حکومت نه وي او جګړه به دوام ولري.

خو له دې ټولو سره سره بیا هم افغانان تمه لري چې یوه ورځ به طالب په دې وطن او ملت باندې زړه وخوږوي او اوربند به وکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button