سپینه ډوډۍ زیان رسوونکې ده

ژباړه: حمیدالله حمیدي

روغتیا پالان تل خپلو ناروغانو ته د سپنې ډوډۍ پر ځای د قهوه يي هغې سپارښتنه کوي، خو ولې؟ څه د دې لامل کېږي چې سپینې ډوډۍ ته غیر روغتیايي ډوډۍ و وایو؟

هغه کسان چې سپینه ډوډۍ خوري، هېڅ وخت هم د مړښت احساس نه کوي؛ ځکه دغه ډوډۍ په خپل ترکیب کې اړین غذایي مواد نه لري چې د انسان د اړتیا وړ انرژي ترلاسه کړي.

فیبر په اوړو کې هغه ضروري ماده ده چې په وینه کې کلسټرول تنظیموي او له هضمي سيستم سره په مړښت کې مرسته کوي. بر عکس سپینه ډوډۍ د هغو غنمو له اوړو څخه پخېږي چې پوستکی ترې لرې شوی وي که یې ډوډۍ وخوړل شي د لا لوږې لامل کېږي.

سپینه ډوډۍ په وینه کې شکره لوړوي.

سپینه ډوډۍ د تصفیه شوو غنمو له اوړو پخېري، د هضم په اوږدو کې ژر جذبېږي چې دغه څه په وینه کې د شکرې کچه لوړوي او انسولین ټیټوي. سپینه ډوډۍ یوازې د هغو خوراکي توکو سرچینه ده چې د شکرې او زړه ناروغۍ لا پرمختللې کوي او د چاغوالي لامل کېږي.

دا چې په سپینه ډوډۍ کې فیبر او نور غذایي مواد لکه ويټامین بي B6، مګنیزیم او فولیک اسید نشته نو ویلی شو چې سپینه ډوډۍ ناسالمه ده. په سپینه ډوډۍ کې د ګلوټن شتون د دې لامل کېږي چې هضم یې ستونزمن شي.

په سپینه ډوډۍ کې هېڅ ډول انزایم نه تر سترګو کېږي، د دې لپاره چې په معده کې خواړه لکه غوړي، کاربوهایدريت او پروتینونه پر وړو زرو تجزیه شي، په پانقراس کې اړینو انزایمونو ته اړتیا پیدا کېږي، خو که د یو څه وخت لپاره سپینه ډوډۍ وخوړل شي، پانقراس د انزایمونو له کمښت سره مخ کېږي چې نه شتون یې د هاضمې په سيستم کې ستونزې پیدا کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button