زهري میوې اود میوو زهري برخې

پوهنمل محمود نظری

 

 زهري میوې اود میوو زهري برخې

 

 موږ او تاسو هره ورځ رنګا رنګ میوې اوسابه خورو شاید دهغومیوو  یا سابو کومي برخې موږ بدن ته زیان ورسوي، روغتیا ته  موښه نه وي ؛په بدن کې د بې نظمي لامل سي؛ شاید هم   وژونکي زهر  ولري. ډیرخلک سوچ کوي د میوو خوړل   د روغتیا لپاره ښه  دي؛ مګر په ځینو میوو او برخو کې یې  ډیر پټ خطرونه هم  سته ، زهر لري چې انسان  فلج  او ناروغ وي او ان د وژنې  سبب ګرځي .

ځینې خلک دمیوو غلطي برخې  په ناپوهې سره خوري چې ان د  وژلو لامل یې کیږي  ددې لپاره چې  داسې ونه سي دڅو زهری میوو او برخو  څخه   یې یادونه کوو ،ورسره  پام کوئ.

 

ترخه بادام

http://053e44c254414925813d3f8f1212f0b3.objectstore.eu/w3tc/wp-content/uploads/sites/4/2012/05/amandel-large.jpg

 بادام وچه میوه ده ،   چې یوازې  او یا دنورو خوړو سره ګډیږي او خوړل کیږي ،هغه خپل ځانګړی خوند  اوتیز بوی لري ، هغه په ډیرو هیوادو کې ډیر استعالیږي ، د تر خه بادامو یو خطر  دا دی، چې ډیر ( سیانید  )لري د هغو د خوړو مخکې باید د هغه سیانید له منځه یوړل سي؛ ان په ځینو هیوادو کې د ترخو بادامو پلورل غیر قانوني دي ؛ لکه :  نیوزیلند

 دزردالو تر خي مندکې هم زهري خاصیت لري: له  تودوخه  سره یې معامله کول  زهر خنثې کوي   په امریکا کې   دهغه بادامو پلورل قانوني دي چې له  تودوخې سره معامله سوي وي او د زهرو اثر یې ورک  سوی او بکتریاوي یې  له منځه تللې وي .

 

کاشو

http://www.deenkhuizernotenkraam.nl/upload/product/cashewnoten-9.jpg?width=940
دکاشو په پوستکې کې وي، اوومه کاشو ( اوروشیول) لری چې لږ زهري دي

ډیر باید ونه خوړل سي .

 

 

ګیلاس او الوبالو

http://www.lovemysalad.com/sites/default/files/1359296837_kersen.jpg

ګیلاس او الوبالو  ښه میوې دي ،چې تازه ،پاخه اود نورو خوړو سره یو ځای خوړل کیږي، د ګیلاسو او الوبالو  مندکې زهري دي هغه ( هایدروجن سیانید ) لري ؛دهغه  د مندوکو خوړل له  سر دردی ،سربدالي،قی ،نفس تنګی ،لوړ فشار ،د بډوډۍ له کاره لویدلو نیولې او ان دکوما او مړینې سبب ګرځي

دګیلاس، زردالو ، شفتالو او الو  په مندوکو کې (سیانوجینک ګلایکو ساید) شته دهغه خوړل او زبیښل ډیر زیانمن دي .


 رومیان

 

http://www.dokterdokter.nl/wp-content/uploads/2014/06/3810776_m.jpg
د رومیانو پاڼې او ډنډر د (ګلایکوالکالوید ) په نامه کیمیاوي مواد لري چې خوړل یې دعصبی کیدو او کانګي  کولوسبب ګرځي باید ونه خوړل سي .

 

Jatropha Fruit

http://www.smashinglists.com/wp-content/uploads/2011/06/jatropha-fruit-600x450.jpg
دجاتروفا ونه  له وچي هوا سره مقاومت لري، زڼې یې  زهری دي خلک هغه پخوي اوخوري ځکه تودوخه یې زهر له منځه وړي .

 

 

Daphne

http://awaytogarden.com/wp-content/uploads/2008/06/baneberry.jpg
دافنه میوه زهری ده  په عمومي ډول   ونه یې د ښکلا لپاره کرل کیږي نه ده  میوو لپاره

.

 

European Spindle

http://www.aphotoflora.com/images/celastraceae/euonymus_europaeus_spindle_tree_fruit_12-08-04.jpg

 داروپا سپيندل میوه ډیر ښه رنګ لري مګر زهری  ده  هغه (الکالوید  تیروبروماین ) او کافین لري خوړل یې د بډوډي اوځګر د خرابیدو او مړینې سبب کیږي .

مڼه

د مڼو زڼي زهری دي  هغه ( سیا نوجینک ګلای کوساید ) لري باید له  میوې سره ونه خوړل سي

 

لوبیا
http://www.cliparthut.com/clip-arts/366/green-lima-bean-366639.jpg  

لوبیا باید تر خوړولو مخکې ښه پخه سي ځکه هغه( لیمارین او فایتوهیماګلوتین)لري  دلوبیا لږ اوومه خوړول انسان ډیر ناروغه او ان وژني، باید لوبیا  لس دقیقي تر خوړولو مخکې وایشوول سي چې زهر یې  خنثې سي .

 

هندی غوزان

http://www.seriouseats.com/images/20101202-nutmeg-500.jpg

 

 هندي جوز په عمومي ډول  په مسالوکې استعمالیږي  هغه ( میرستیسین) لري چې د کانګي کولو،سربدالی او سر دردی لامل کیږي ،چې پاخه سي زهر یې ورکیږي  .

 

 رواش


http://www.randominterestingfacts.com/wp-content/uploads/2014/04/rhubarb.jpg

 

 رواش د  اوکزالیک اسید  مالګه لري چې زیات  خوړل یې بډوډې ته زیان رسوي  او ډیر خوړل یې ان د انسان د کوما لامل کیږي .

 پټاټې

 

https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/a/ab/Patates.jpg/266px-Patates.jpg

 که پټاټې روښنایي وخوري اویا شني سي یا  نیښ ووهي  په هغه کې ( سولانین ) زیرمه کیږي  باید پټاټې  تل په تیاره او یخ  ځای کې زیرمه سي  که شنې سوې هغه بیرته په تیاره ځای کې وساتئ  د هغه زهر بیرته  ورکیږي ، نیښ وهلي او شني پټاټي خوړل  دانسان  دهاضمې د  خرابیدو لامل ګرځي او ان  د مړینې لامل کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button