ایا سترګې د زړونو هیندارې بللی شو

 ډاکټرسباوون 

ویل کیږي په یو نظر کې په زرګونو ټکي او تورې نغښتي وي ، ډیر ځله مینان یوازې په یو نظر او دیدن د زړه خواله سره کوي خو په سترګو کې څه کمال دی چې دا هر څه بیانولی شي؟   د سترګو په هکله په بیلابیلو کلتورونو کې خبرې شوي دي دمثال به توګه موږ وایو په سترګو کې ېې راته وخندل، سترګې ېې مړې وې ځکه پرې پوه شوم، او یا وایو له خوشالۍ ېې سترګې ځلیدې، لودیځوال وايي سترګې ېې سړې وې، له سترګو مین ښکارید، او یا وايي ګرم نظر ېې درلود دغسې بیلابیل احساسات د سترګو له لارې بیان شوي دي خو په حقیقت کې په سترګو کې کوم احساس کتلی او حس کولی شو؟ ولې په ډیرو کلتورونو کې سترګو د زړه یا روح او روان هنداره بلل شوې ده ؟، بله پوښتنه دا ده چې ایا دغه احساس یوازې د سترګو له لارې لیږدول کیږي او دایوازې سترګې دي چې هر څه وايي که د مخ ټول عضلات په دې پروسه کې له سترګو سره یوځاي ونډه اخلي ؟دا هغه پوښتنه ده چې په دې څیړنه کې ورته د ځواب لټه شوې او دغو پوښتنو ته د امریکا په سینګولاریټي پوهنتون کې د نیورولوجۍ د برخې څیړاند ټوماس رامسوي ځواب ویلی دی نوموړی وايی:

خبره دا ده چې دغه ټول احساسات د مخ په تیره بیا د سترګو د شاوخوا وړو او ظریفو عضلاتو د حرکاتو په نتیجه کې څرګندوو او یا ېې انتقالوو، دغه ټوله پروسه په اتومات او لاشعوري توګه ترسره کیږي.

زموږ د سترګو کسي له خلکو سره ډیره مرسته کوي چې موږ درک کړي، هرڅومره چې موږ هیجان ولرو د مثال په توګه د مینې یا جنسي مسلو په وخت هومره مو د سترګو کسي پراخیږي او دغه کار د سترګو په رپ کې تر سره کیږي او موږ ېې له ځان سره ثبتوو.

دغه راز کله چې موږ ویریږو په دې وخت کې مو هم کسي لوییږي دغه ټول حالتونه زموږ په مازغو کې راجسټر کیږي دغه راز موږ چې سترګک وهو ټول موږ راجسټر کوو، له دې سره زموږ سترګې زمو احساس هم لیږدوي او دغه کار د مخ د عضلاتو په مټ تر سره کیږي د دغه احساس د لیږد لپاره د سترګو او د مخ د عضلاتو همکاري او ګډ کار اړین وي.

په دې اړه د ډنمارک په اوور هوس روغتون کې د سترګو یو متخصص جسپر یارډل دا خبره نه مني چې سترګې دې په یوازې سر ټول هغه شیان ووايي چې موږ ېې په باطن یا روان کې لرو یا په بله وینا هغه وايي یوازې سترګې د زړه هینداره نه ده .

نوموړی وايي په خپله سترګې دغه هینداره نه ده هغه وايي ما په زرګونو کسان عملیات کړي او که موږ نور مخ پټ کړو او یوازې سترګې ښکاره شي نو هیڅ ډول احساس نه شي بیانولی او نه څوک پرې پوهیداي شي چې دغه سترګې څه وایي.

په ارواپوهانو کې دغه نظر ډیرمطرح دی چې په ټولو کلتورونو کې مخ یا څیره شپږ احساسه بیانولی شي ، خوښي، خپګان، غوصه، کرکه، حیرانتیا، او ډار هغه احساسات دي چې له څیرې سړی پرې پوهیداي شي دغه نظریه په دې وروستیو کې د یوه امریکايي څیړاند پاول ایکمن له لوري ثابته هم شوه.

ښاغلی پاول وايي دغه شپږ احساسه په ټولو کلتورونو کې یو شان څرګندیداي شي له دې پرته بیلابیلو کلتورونو ته په پام سره د شرم،بخل، د یو شي د مالکیت او ځینې نور احساسات په ټولو کې یو شان نه څرګنندیږي.

د مخ د پلاستيک جراحي متخصصه ایوا کالیا په دې هکله چې د دغو شپږو احساساتو د ښودلو لپاره د مخ او د سترګو د شاوخواعضلات څنګه عمل او حرکت کوي وايی:

کله چې موږ په قهر کیږو موږ د سترګو اوبلیک عضلاتو« هغه عضلات چې سترګې ښکته پورته کوي» او دغه راز د سترګو شاوخوا حلقوي عضلاتو ته حرکت ورکوو او فعاله کوو ېې، دغه راز کله چې تعجب کوو نو وروځې پورته کش کوو، کله چې خوشاله یو د مخ نور ښکتني عضلات پورته لور ته کاږو او ورسره موسکي کیږو، دغه راز د موسکا په وخت زموږ د سترګو د شاخوا عضلات هم فعاله کیږي او په موسکا کې ونډه اخلي.

خو د مخ اوسترګو په وسیله ددغه احساس په ترجمانۍ کې څومره تکړه یو او څومره پرې پوهیداي شو له کابو پنځلس کلونو راهیسې څیړاند په دې کار کوي چې موږ څومره تکړه یو چې دغه احساس درک کړو اويا ېې ترجمه کړاي شو.

څیړنو ثابته کړې چې خلک په دې برخه کې ډیر تکړه نه دي او ډیر ځله تیر وځي چې دغه کس موسک دی که ډار شوی ښايي دغه خبره احمقانه ښکاره شي خو دا یو واقعیت دی ا وڅیړنو بیخي ثابته کړې.

د دې چارې علت دا دی چې موسکا او ډار په یو ډول سره تړاو لري ځکه هغه کس چې ډاریږي د چاپلوسۍ یو ډول احساس هم ورسره پيدا کیږي نو د ډار په وخت ډیر کسان په لا شعوري توګه د موسکا او ډار ګډه څیره غوره کوي ټول پوهیږو چې چاپلوسان موسکي خلک وي.

دغه راز د اصلي او تقلبي موسکا توپیر هم سخت کار دی که څه هم نن سبا ډیری خلک پرې پوهیداي شي او څیړنو ثابته کړې چې نارینه په دې برخه کې تر میرمنو ژر د اصلي او تقلبي موسکا توپیر کولی شي.

دا چې څیره او مخ زموږ ذهني حالت څرګندولی شي علت ېې د بشر د تکاملي پړاو په تاریخچه کې لټولی شو پخوا چې انسان خبرې نه شواي کولی دغه د څیرې او مخ حرکات او حالت وو چې انسانان به پر یو بل پوهیدل او ډیر ځله به انسانانو د یو بل تقلید کاوه کله چې انسانان په ګروپونو او ډلګیو کې ژوند کوي دا اهمیت لري چې د سترګو په رپ کې د ملګري په ذهني حالت پوه شې خو ننی انسان دغه استعداد نه لري،.

نن سبا موږ د څیرې او سترګو له حالته د خلکو په پیژندلو کې دومره تکړه نه یو ډیر ځله ممکن یو کس زموږ په مخ کې ناست او هغه خپه وي خو موږ ېې بل ډول ترجماني کوو او ممکن بیخي بر عکس نتیجه ترې واخلو.

د ناروې په یوې ورځپاڼې کې دغه څیړنه په دې نوم شوې وه چې ایا سترګې د روح یا روان هیندارې بللی شو؟ نو ما غوره وبلله چې د روح د هیندارې په ځاي د زړه هیندره ورته لیکم نو که چا اصلي متن ته مرجعه کوله هیله ده چې ما په خیانت تورن نه کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button