طالبان ولې اوربند نه مني ؟

د شرم او هیښتیا خبره داده چې طالبانو له هغه چاسره چې په یوه ورځ کې یې له هواڅخه دولس زره بمونه پرې ګوزار او کابو لس زره طالبان او په زرګونو ملکي بې ګناه اوبې وزلي افغانان ووژل شول. جوړجاړی او اوربند کوي او د ۱۹ کلنې مرګ ،ژوبلي او خونړی جګړی تراژیک داستان اوناورین هیروي خوبیا له بده مرغه د خپلو وروڼو مسلمانو افغانانو په وړاندې د اوربند او یا اورکم د نه منلو له کبله د قرآن مجید د ختم او تلاوت په مراسمو په چنګیزي اویهودي تکل بمي چاودنه کوي چې ترګلانو نازک تنکي ۱۵ ماشومان ټوک،ټوک شهیدان او۲۵ تنه نور ګلالي ماشومان نجونه او هلکان سخت ټپیان شوي دي . دا خونړی اوزړه بوږنوونکي نه هیریدونکي غمجنه پیښه د جمعې په مبارکه ورځ د قران مجید د ختم په مهال د غزني د غمجن ولایت د ګيــلان ولسوالۍ د اغوجان اندراباد په کلي کې رامنځته شوه . دغه غمجن محشر ته قرآن شریف په ژړا اوپاس عرش په لړزه په زړو ټپي شوي مېندې او پلرونه په واویلا او د ماتم په ټغر کینول . دا او دغه ته ورته په زرګونو، زرګونونه بښونکي ستر جنایتونه د اسلام تر پوښښ او د پنجاب د دستورلاندې ترسره شوي او دا بشري ضد اواسلامي ضد کړنې د
طالبانو په وړاندې دافغان ولس کرکه او نفرت راپاروي چې د بشر د حقوقو د نړیوال سازمان له خوا هم په کلکو ټکوغندل شوي دي.
دادی د دوحې د سلامت او ملامت غونډې برخه وال د دریو میاشتنیو ناکامو خبرو اترو وروسته یوه ډله کابل ته راستانه شول اونـن د ولس مشر اشرف غني سره د خپلو کړنو او تشو لاسونو په اړه به دوستم باتور، خالد نوراو فوزیه کوفي د افغان د جرګو مرکو، نرخ اوڅلي مجربې څیرې اومطرحې سټې د ښاغلي معصوم ستانیکزي سره یوځای مالومات اوڅرګندونې وکړي.
له بلې خوا د طالبانو ډله د ملا عبدالغي برادرپه مشری آسلام نا اباد ته تللي او هلته یې عمران خان او قریشی ته ډاډ ورکړی چې د د وحي د خبرو اترو په مهال مو په افغانستان کې جګړه د پاکستان د دفاع په شعار جګړه توده اولا خونړۍ ساتلي چې د دوحې د مذاکراتو او له زلمي خلیل زاد سره د توافق لیک له مهاله په زرګونو افغانانو ته مرګ ژوبله او له خپلو کورونو څخه وتلو او کډوالۍ ته اړشوي دي او وینو تویولولا زور اخیستی دی.
دا مسلم حقیقت دی چې پاکستاني پوځیان اود ای،اس،ای دوزخي سازمان او د افغانستا ن د ورانولو او پټو مرګونو، عملیاتو او هدفي وژنو د اس په نوم د سیکیریت یا پټه اداره چې په زرګونو حرفوي ترهګر او پوځي ملیشي په کې د طالبانو تر پوښښ لاندې تنظیم اود افغانانو په وژلو او د هیواد په ورانولو بوختي دي هیڅکله هم په افغانستان کې ټیکاو او د سولې ټینګښت نه غواړي. او دا لامل دی چې طالبان اوربند ته غاړه نه ږدي . اوکه اوربند ومني د دوی اوربند په جګړه کې نوره شل ترهګرې داعشي ،القاعده، لښکرجنګوي ، پاکستاني ، اویغوري، ازبکستاني، چیچنایې، بیلابیلې عربي رادیکالې طالباني پلوه ډلې ټپلې نه مني جګړو اوتروریستي عملیاتو ته به د روسيې، ايران، چين اوپاکستان په لارښوونه لا زور وړکړي . او په دې ډول به د طالبانوپه وړاندې په سیمه ییزه اونړیواله کچه لویه بې باوري رامنځته اود اوربند په نه مراعاتولوبه پړه او ګرم وبلل شي . اود نورو ترهګرو ډلو، ټپلو په مټ خپلې ځواکمنۍ څرګندوي څو په احتمالي جوړجاړي کې غوښنه برخه تر لاسه کړي.
افغان زوریدلی ولس د هغه چا د بري په هیله لاسونه لپه نیولي چې په رښتیني توګه د سولې ، امنیت اوافغان ملت د سوکالۍ پلویان وي. اوپه هره جامه کې پر کورنیو او بهرنیو دوښمنانو مرګ،مرګ اونفرین وایې .

بسم الله اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button