ساه لنډي

ژباړه: وړانګه اکبر

وړانګه اکبر
ډیسپنیا (dyspnea) یوه طبي اصطلاح ده چې د ساه د لنډوالي لپاره کارول کېږي چې د ساه په اخیستلو کې د ستونزې له امله یو نا خوښه احساس رامنځته کېږي.
ساه لنډي شونې ده چې له خفیف او بيړني څخه نېولی تر شدید او ځنډني پورې رامنځته شي او څرنګه چې د رامنځته کېدو لپاره یې بېلابېل لاملونه شته نو ځکه یې تشخیص او درملنه ستونزمنه کېږي.
ساه لنډی د سخت کار، په لوړه کې د ختلو په مهال پاتې کېدل، او یا د ځینو نورو حالتونو له امله رامنځته کېږي.که ساه لنډی د یو سخت فزیکي کار له امله رامنځته شوی وي دا یو نارمل حالت دی او له دمې سره ښه کېږي خو که د استراحت په وخت کې رامنځته شي د اندېښنې وړ ده.
هغه نښې چې د ساه لنډۍ لرونکی کس یې تجربه کوي په لاندې ډول دي:
۱: ساه لنډی د یو سخت فزیکي کار او یا د کوم طبي حالت له امله وي
۲:د سینې د نیونې احساس کوم چې د ساه د اخیستلو ستونزې هم ورسره وي.
۳: په زیار او کوښښ سره د ساه اخیستنه
۴: چټک او سطحي ساه اخیستنه
۵: د زړه د ټکان زیاتوالی،په داسې حال کې چې د زړه نارمل ټکان په یوه دقیقه کې له ۶۰ نېولی تر ۱۰۰ دی.
۶:ټوخې کول
۷: وییزینګ wheezing: د ساه د اخیستنې په وخت کې یو ډول نا خوښه اواز دی او هغه وخت چې په ساییز تنظیم کې هوایي لارې له بندوالي او یا تنګوالي سره مخ وي اورېدل کېږي د سټاټسکوپ په واسطه او د بندوالي په شدیدو حالتونو کې پرته له سټاټسکوپ څخه هم اورېدل کېږي.
لاملونه
د ساه لنډۍ یوه پېښه تل د یو کس له روغتیايي حالت سره نېغ په نېغه اړیکه نلري، یو کس له سخت تمرین څخه وروسته هم ساه لنډی لرلی شي، او حتا که د تودوخې له لویو بدلونونو تیر شي هم د ساه لنډۍ احساس به وکړي، خو له دې سره سره ډېری وخت ساه لنډی له روغتیایي ستونزو سره تړاو لري. که په یو کس کې ساه لنډی په ناڅاپي توګه رامنځته کېږي دې ته بیړنی ساه لنډی وایي او لاندې لاملونه پکې ونډه لري:
د ساه بندوالی،خفګان، سینه بغل، حساسیت،د وینې لږوالی، د وینې د بایللو یا بهېدلوپه پایله کې رامنځته کېدونکې وینه لږي، د زړه د کار پاتې والی،او چوره.
ساه لنډی ډېری په هغو کسانو کې چې نه رغېدونکې ناروغۍ ولري هم رامنځته کېدای شي.
که یو کس له تېرې یوې میاشتې راهیسې ساه لنډی ولري نو دې ته ځنډنی ساه لنډی ویل کېږي او لاملونه یې په لاندې ډول دي:
ساه بندي،د زړه اړوند ستونزې،څربښت،COPD چې د سږو اړوند ناروغي ده،هغه ناروغۍ چې د سږو د انساجو د ټپي کېدو سبب ګرځي لکه Iterstitial pulmonary fibrosis .
د سږو ځینې نورې ناروغۍ هم کېدای شي د ساه لنډي په رامنځته کېدو کې رول ولري: چې په لاندې ډول دي:
د کومي او وچې غاړې یا وچې مرۍ التهاب،سږو کې د ضربې له امله د ټپ رامنځته کېدل،د سږو سرطان، نری رنځ، د سږو د انساجو شاوخوا التهابي کېدل، د سږو پړسوب، او د سږو د وینې د فشار لوړوالی.
ساه لنډی ځینې وخت د زړه د ناروغیو له امله هم رامنځته کېږي لکه:
د زړه د عضلې(هغه غوښه چې زړه یې جوړ کړی) ناروغۍ، د زړه د تال او سور ستونزې،د زړه د دندو پاتې والی، او د زړه د شاوخوا انساجو التهابي کېدل.
ساه لنډی د ساه د بندوالي یوه نښه ده:
چاپېریالیز ککړوونکي لکه کیمیاوي توکي، لوګی،دوړې، او دود هغه څه دي چې یو د ساه لنډۍ لرونکی ناروغ د ساه د اخیستلو له ستونزو سره مخ کوي. هغه خلک چې د ساه بندۍ ناروغي لري ممکن ومومي چې د الرجن سره مخامخ کېدل د ساه لنډۍ پېښې رامنځته کوي. ځینې ککړونکي توکي لکه تمباکو چې د ساه لنډۍ لرونکی کس کولای شي له کارولو یې ډډه وکړي.
د ناروغۍ کړکېچ والی (اختلاطات):
ساه لنډی د ځینو حالتونو سره مل وي لکه :په سور رګې وینه کې د اکسېجن کموالی او په وینه کې د اکسېجن کموالی،دا هغه حالتونه دي چې د ساه لنډي سره مل وي. ناروغي به هغه وخت کړکېچنه شي،کله چې نوموړي حالتونه د شعور د بایللو او نورو ستونزو د رامنځته کېدو لامل شي.لا کړکېچ والی به یې هغه وخت رامنځته شي کله چې ساه لنډی په ځنډني ډول رامنځته شوې وي چې د اوږد مهالو او لنډ مهالو ستونزو سره به مل وي.
له رنځپال سره لیده کاته:
کله کله ساه لنډ
ی یو ژوند ګواښوونکی حالت وي،که یو کس له ساه لنډۍ سره لاندې نښې ولري ژر تر ژره دې د یو رنځپال له خوا وکتل شي:
د ساه لنډي په ناڅاپي توګه پیدا کېدل او ډېرېدل،
د ساه لنډۍ له امله د کارکولو د وړتیا له لاسه ورکول،
د سینې درد،
زړه بدوالی
د ناروغۍ موندنه (تشخیص)
یو رنځپال کولای شي د ساه لنډۍ ناروغ په اسانۍ ومومي که چېرې ښه تاریخچه ترې واخلي او ښه فزیکي معاینات یې ترسره کړي.ناروغ باید وهڅول شي ترڅو ووايي چې د ساه لنډۍ حمله څرنګه پیل شوه، تر څومره مودې وغځېده، څو ځلې رامنځته شوې ده او څومره ځورونکې وه. رنځپال باید په سینه د x وړانګه وکاروي او یو انځور ترې لاسته راوړي همدارنګه د CT-scan له ازموینې دې هم کار واخلي تر څود ناروغۍ په موندلو کې ورسره مرسته وکړي. که رنځپال له ECG څخه کار واخلي ځان به ډاډه کړای شي چې ساه لنډی د زړه د ناروغۍ له امله دی که نه.
درملنه
درملنه به د ساه لنډۍ په لامل پورې اړه ولري.
که یو کس ته وروسته له یو سخت تمرین څخه ساه لنډی پیدا کېږي، په تمرین کې دې دمه وکړي او وروسته له دمې دې تمرین ته ستون شي.که ساه لنډی د ساه بندۍ له امله وي ځینې درمل لکه Steroids and bronchodilators ورته ورکوو.
که یو کس ته ساه لنډی د کوم انتان لکه باکټېریا له امله پیدا شوی وي نو د انټي بایو ټیکو په واسطه یې درملنه ترسره کېږي. ځینې درمل لکه NSAID,anti-anxiety drugsهم د ساه لنډۍ په درملنه کې شامل دي.
مخنیوی
هغه کسان چې ساه لنډی لري کولای شي د ځینو لارښوونو په عملي کولو سره د ساه لنډۍ نه مخنیوی وکړي چې په لاندې ډول دي:
د سګرټ د څښلوپرېښودل
دویم لاس سګرټ څښلو څخه مخنیوی
په داسې چاپېریال کې نه اوسېدل چې ککړوونکو ککړ کړی وي.
د وزن کمول چې په دې سره ذهني فشار او خفګان دواړه کمېږي او په پایله کې په زړه او سږو رامنځته شوی فشار هم له منځه ځي .په منظم ډول د تمرین ترسره کول.
د ساه لنډۍ په رامنځته کېدو کې ټاکلې ډلې خلک
یویې بلاربښت دی چې د ساه لنډۍ خفیفې نښې په بلاربښت کې رامنځته کېږي او دا ځکه چې بلاربښت د میندو ساییزه وړتیا بدلوي ،دا ډېرې معمولې پېښې دي، او په ډېرو میندو کې پیدا کېږي.
زاړه خلک او هغوی چې د یو ستونزمن روغتیایي حالت څخه کړېږي،
نوي زېږېدلي کوچنیان هم په دې ډله خلکو کې شامل دي.
د ساه لنډۍ درجې
ساه لنډی د شدت له مخې پینځه درجې لري چې په لاندې ډول دي:
لومړۍ درجه ساه لنډی: ساه لنډی یوازې د شدید تمرین سره رامنځته کېږي.
دویمه درجه ساه لنډی: ساه لنډی د یوځوړي یا چړه ای څخه د تېرېدو په وخت کې وي.
دریمه درجه ساه لنډی: د ساه لنډۍ لرونکي کس نظر نورو خلکو ته په کراره په لاره ځي او یا هم که په لاره تر ۱۵ دقیقو مزل وکړي، ودرېږي.
څلورمه درجه ساه لنډی: د ساه لنډۍ لرونکي کس په یو ځوړي له تګ نه یوازې یو څو دقیقې وروسته ودرېږي.
پینځمه درجه ساه لنډی: د ساه لنډۍ لرونکي کس د یو کمې اندزې فعالیت سره لکه (د جامو بدلول او یا د کور څخه وتل) ساه لنډی لري.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button