د کار د حقوقو اړوند ۱۵ مهم اصطلاحات!

موږ او تاسو د خبرو پر مهال ګڼ اصطلاحات کاروو. نو اړ یو، چې ددې اصطلاحاتو پر معنا او مفهوم هم پوه اوسو تر څو په مناسبو ځايونو کې یې وکاروو. د لیکنې تر پايه به د کار حقوقو اړوند ۱۵ مهمو اسطلاحاتو پوه شئ.

د کار حقوقو اړوند ۱۵ مهم اصطلاحات!

۱: مامور

هغه کارکوونکی دی چې د کار د قانون د احکامو مطابق، د ملکي خدمتونو ادارې له لارې په دايمي توګه استخدامېږي.

۲: کارګر

هغه کارکوونکی چې د ټاکلي قرار داد په اساس، په اداره کې استخدامېږي.

۳: قراردادي کارکوونکی

پر قراردادي کارګر، خدماتي کارکوونکي او مامور باندې مشتمل دي، چې په ټاکلې زماني مقطع کې د ټاکلي کار د تر سره کولو لپاره د قرارداد په تړلو سره استخدامېږي.

۴: کار فرما

هغه حقيقي يا حکمي شخص دی چې کارکوونکی د هغه په موافقه يا منظورۍ په کار استخدامېږي، او د کارکوونکي، مزد، معاش او نور حقوق د هغه په واسطه منظورېږي.

۵: مزد

له هغه وجوهو څخه عبارت دي، چې د کار د تر سره کولو په مقابل کې کارکوونکي ته ورکول کېږي.

۶: د مزد اجزا

له هغه پولي امتيازاتو څخه عبارت دي، چې په دوامداره توګه د مشخص کار د تر سره کولو په غرض د اړوند تقنيني سندونو د حکمونو مطابق کارکوونکي ته ورکول کېږي.

۷: د مزد ضمايم

له هغه پولي امتيازونو څخه عبارت دي، چې په زماني ټاکلو مقاطعو کې د مشخص کار د تر سره کولو په عرض د اړوندو تقنيني سندونو د حکمونو مطابق کارکوونکي ته ور کول کېږي.

۱۰: ټولنيز تأمينات

هغه وجوه دي چې د کارکوونکي او ادارې په برخه اخيستنه يا کلاً د ادارې په واسطه د کار او تقاعد په دوران کې د کارکوونکي د کارکوونکي د معشيت د تأمينولو په غرض د احوالو سره سم مرسته کېږي.

۱۱:ملکي خدمتونه

ددولت اجرائيوي او ادارې فعاليتونه دي، چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو په واسطه وړاندې کېږي.

۱۲: بست

د تشکيل يوه برخه ده، چې د هغه پر بنسټ د ملکي خدمتونو کارکوونکي ور سپارل شوې دنده سرته رسوي.

۱۳: قدم

د بست جزء دی، چې پر مؤجب يې د ملکي خدمتونو کارکوونکي د کلنيو اجراآتوله بريالۍ ارزونې وروسته په بست کې لوړ قدم (مزد) ته لوړتيا مومي.

۱۴:د دندې لايحه

د ادارې رسمي سند دی، چې په هغې کې د بست موخې دندې، مسؤليتونه او غوښتنې مشخصېږي.

۱۵: استخدام

هغه پروسه ده چې په اساس يې د ملکي خدمتونو خالي بستونو ته د ازادۍ سيالۍ له لارې وړ او مسلکي اشخاص استخدامېږي.

لیکنه ـ ولی الله حنیفي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button