د وخت مدیریت

د وخت مدیریت
ژباړن: انبیا ژمن
غورچاڼ: د وخت د مدیریت له مهمو بنسټونو څخه یو د ۸۰-۲۰ اصل دی، یعنې له ۲۰ سلنې وخت څخه د ۸۰ سلنې کارونو د ترسرو کولو لپاره استفاده وکړ‌ئ. د وخت په صحیح مدیریت کې بریالیتوب د مهمو کارونو په ځانګړولو پورې تړلی دی. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې ده چې د وخت مدیریت ځینې مهمې تګلارې تاسو ته در وپېژنو.

د وخت د مدیریت له نظره کارونه په څلورو برخو وېشل شوي دي
1. مهم او سملاسي کارونه: دا کارونه پخپله ترسره کېږي
2. مهم او غیر سملاسي کارونه: داسې ډول کارونه دي چې بریالي او غیر بریالي وګړي سره بېلوي او معمولاً نا بریالي وګړي د هغو ترسره کول ځنډوي.
3. سملاسي او غیر مهم کارونه: دا کارونه د انسان د موخو په جهت کې نشته خو ترسره کېږي.
4. کم ارزښته او غیر اړین کارونه: ځینې وګړي د مهمو او سملاسي کارونولپاره د ځواک په نه لرلو سره (کله د ساتېرۍ او کله د حواسو له تمرکز څخه د تښتې لپاره) ځانونه په دې کارونو لګیا کوي.

د وخت په صحیح مدیریت کې بریالیتوب د مهمو او غیر مهمو کارونو په ټاکنه پورې تړلی دی، نو د بریالیتوب لپاره:
1. له غیر مهمو کارونو څخه صرف نظر وکړﺉ.
2. کارونه د لومړیتوب له مخې ترتیب کړﺉ.
3. د وخت لوټماران وپېژنی.
4. د وخت د رامنځ ته کولو لارې زده کړﺉ.

د وخت لوټماران
1. کم ارزښته خبرې
2. نا بللی مېلمه
3. د کم ارزښته او غیر اړينو مطالبو مطالعه
4. د مطالعې ناسمې لارې او عادات
5. مزاحم او غیر اړين ټلفونونه
6. د کاري انظبات نه لرل
7. په تصمیم نیونه کې ټنبلي او بې اراده توب
8. د کار پرېښودل سبا ته.
9. په ځای نه غوښتنو ته د نه ویلو وړتیا نه لرل
10. د حسونو د تمرکز نه لرل
11. د نن او صبا کړلو عادات
12. له ماتې څخه وېره

د وخت د رامنځ ته کولو لارې
1. د مړه وخت ژوندي کول ( د بېلګې په توګه هغه وخت چې په انتظار کې یې تېروو، هغه وخت چې په میلی بس کې یو).
2. په وخت سره د کارونو ترسره کول.
3. د خوب د وخت تنظیمول.
4. د تفریح په وخت باندې ډېر کنټرول.
5. غیر مهمو غوښتنو ته «نه» ویل.
6. د غیر مهمو کارونو شا ته اچول.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button