د نارینه تناسلي الې بې حسي څه ډول ناروغي ده؟

روغتيا ویب پاڼه

د نارینه تناسلي الې بې حسي څه ډول ناروغي ده؟

د انسان په ژوند کې جنسي ناروغۍ ډېرې ځورونکي وي. په ځانګړې توګه په سنتي او وروسته پاتو ټولنو کې، چې د جنسي ستونزو بیانول د ځان لپاره شرم او عار ګڼل کېږي. په همدې موخه روغتيا ويبپاڼه هڅه کوي، چې د جنسي ناروغيو په برخه کې هم د خپلو لوستونکو معلومات ډېر کړي. ترڅو وکولای شي ستونزه درک او درملنه یې وکړی. په دې لیکنه کې به هم د جنسي ناروغيو اړوند یوه ناروغي وپېژنئ.

د تناسلي الې بې حسي
تناسلي اله په طبیعي توګه د بدن یوه حساسه او مهمه عضله ده. ځينې وختونه دا برخه بې حسه کېدای هم شي. د جنسي ناروغيو دا ډول د نه درمنلې په صورت کې ډېرې ستونزې زېږولای شي. له “بې حسۍ” څخه موخه دا ده، چې د لمس پر مهال طبیعي غبرګون او حس نه تر سترګو کېږي. همدارنګه پر دې ناروغۍ اخته وګړي، داسې حس کوي چې تناسلې اله یې ویده ده. د ناروغۍ د ښې پېژندنې لپاره یې باید ځينې علایم هم وپېژنو.

علایم
لکه د نورو ټولو ناروغیو، دا هم خپلې نښې نښانې هم لري. د تناسلې الې د بې حسۍ ترڅنګ ځينې نور عمده علایم عبارت دي له:

  • د پوټکي شین کېدل
  • د سوځېدو احساس
  • د یخوالي احساس
  • د تناسلې الې مېږي مېږي کېدل
  • د ستنې په څېر چوخ کېدل

لاملونه
که څه هم ددې ناروغۍ دقیق لامل نه دی معلوم؛ خو روغتياپالان یې ځينې لاملونه په ګوته کوي. تر.هر څه لومړی، تناسلي الې ته زیان رسېدل او یا هم پر تناسلې الې فشار راتګ. څېړنو ثابته کړې ده، چې بایسکل چلوونکي پر دې ستونزې ډېر اخته کېږي. په ځانګړې توګه هغه نارینه چې پر بایسکل ډېر اوږده مزلونه کوي. په دې توګه د هغوی پر تناسلې الې پرله پسې فشار راځي او یاده ستونزه ورته پیدا کېږي.
په ځينو نورو مواردو کې روغتياپالانو موندلې ده، چې د ځينو قوي دواګانو جانبي عوارض هم ددې ناروغۍ د پیدا کېدو سبب کېږي. سلژیلین (آتاپریل، کاربکس، الدپریل، دپرنیل) درمل هم ددې ناروغۍ د رامنځته کېدو یو علت بلل کېږي. له دې سره ـ سره ځينې ناروغۍ هم د نارینه وو تناسلي اله بې حسه کوي.
له دې ورهاخوا د تستوسترون هورمون کمښت هم یو لامل ګڼل کېږي.

مه هېروئ!
که له دې ډول ستونزې سره مخ یئ، بابیزه یې مه ګڼئ. هڅه وکړئ، له نږدې روغتيايي کلنیک او یا هم ډاکټر څخه لیدنه وکړئ. روغتياپالان لومړی ستاسو د ناروغۍ علت معلوموي او له هغه وروسته ځينې لارښوونې کوي او یا هم کېدای شي درمل درکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button