د نزاکت پوهیدني یا نزاکت فهمۍ په هکله لنډه کیسه

سید عبیدالله نادر
د نزاکت پوهیدني یا نزاکت فهمۍ په هکله لنډه کیسه
نظام الملک د سلجوقیانود دربار وزیر وو ، چی په پوهه او دانایی کې ډیر مشهور وو ،او دا تر ننه پوری د هغی د علم وفضل او معرفت انګازی تر مونږ پوری رسیدلي ، وایی چې د ده عادت داسي وو چی چا به د خوړو څخه که څه هم چې ډیره لږه اوکم به هم وو ورته راوړ نو نظام الملک به د ناستو کسانو سره وویشل ،یوه ورځ یو بزګر د ده حضور ته دری داني بادرنګه ،نظام الملک ته راوړل ، چی په پخوا به یی د نوی ګل او نیک فال په نامه لویانو ته وړل کیدل ، او دا یو دود وو او اوس هم په ځیني ځایو کې رواج لري ،نو نظام الملک هغه دری واړه په یواځي وخوړل .پرته له دي څخه چه یي د ناستو کسانو په مینځ کې یی وویشي ،یو کس چي د ده په مخ کې لږ ګستاخ غوندی وو ،تری نه یي وپوښتل چی د ډی سبب څه وو ،چي دا نن یی د خپل عادت پر خلاف بادرنګ یواځی وخوړل او حاضرین یی محروم کړل ،نظام الملک ووییل :کله چې ما لمړی بادرنګ وخوړډیر تریخ وو ،او همداسی دویم او دریم ورپسي ډیر ترخه ول ،ما د ځانه سره ووییل : که دا دناستو کسانو په مینځ کې وویشم ،د دي د تریخوالي تحمل به هیڅوک و نه شي کولای ،او خامخا به شکایت وکړي ،او حیا د دي مانع وګرځیده ،ځکه هغه بزګر چې په یو امید راغلی وو هغه به ډیر ناهیلي شي او د شرمسارۍ احساس به وکړي .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button