د سوځیدنې ډولونه او درملنه

ډاکټر انتظار احمد همدرد
یو د هغه مسایلو نه چې په ورځنې ژوند کې ورسره ډیر مخ کیږو هغه په مختلفو دلایلو سره سوځیدنه ده.

سوزیدنه په ځینو سیمو کې د دود په ډول رامنځته کیږي چې خلک ځانته اور اچوی لکه په هند کې د ناوې سوزول یو ډول کورنۍ اختلافات دی چې رامنځته کیږي چې دمنځته راتلو سبب یی د مهریې ډیر ټاکل یا مخکې له واده څخه دډیرو پیسو اخیستنه له خسرګني څخه دی.

په پاکستان، هند او اوس مهال په افغانستان کې د تیزابو پاشل د قصدي سوزوني له ډولونو څخه دی ، همدارنګ هندې ښځي د شخصي اعتراضونو لپاره ځان ته اور اچوي.

سوځیدنه معمولآ د بدن د پوستکی سر ه د مختلفو لاملو د تماس په پایله کې منځته راځي لکه د اور لمبه ، ګرم مایعات ، کیمیاوي توکې ، ګازات او داسې نورو توکو سره د تماس په پایله کې منځ ته راځي.

د سوزیدنې لاملونه:

دسوزیدنې بهرنې لاملونه ډیر دي چې دهغو جملو څخه د لمر تودوخه ، کیمیاوي، بریښنايي، لمر وهلي په شکل منځته راځي ، ډیری دسوزیدنې لاملونه په ناڅاپې ډول منځته راځي ، چې دهغو له جملو څخه د کور او دفتر اور اخیستنه او هم ځینې وختونه په قصدی ډول چې ګرمو اوبو یا اور په واسطه ناروغ سوزول کیږي چې د دی ډول سوزیدنې لاملونه عبارت دی له:

د ماشومانو شوخي یا ورته توجه نه کول.

خپل منځي اختلافات او شخړي.

دښځي او خاوند تر منځ اختلافات یا کورنۍ شخړي.

په ځینو سیمو کې د دود په ډول خلک ښځو ته اور اچوي لکه په هند کې د ناوې سوزول یو ډول کورنۍ اختلافات دی چې رامنځته کیږي چې دمنځته راتلو سبب یی د مهریې ډیر ټاکل یا مخکې له واده څخه دډیرو پیسو ورکونه.

په پاکستان ، هند او اوس مهال په افغانستان کې د تیزابو پاشل د قصدي سوزوني له ډولونو څخه دی.
په هندې ښځو کې ځان ته اور اچونه د شخصي اعتراضونو لپاره هم صورت مومي.

یا هم ځینې خلک دځان وژنې لپاره ځانه ته اور اچوي.

کیمیاوي توکي:
ډیری قوي اسیدونه (۵۵٪) او قلویات (۲۶٪) د کیمیاوي سوزیدو اصلي لاملونه دي، ددغو موادو څښل د دوهمې سوزیدنې دمړیني له ډولو څحه شمیرل کیږي.

ځیني مشهور اسیدیک او قلویات چې مونږ یی پخپلو ورځنیو کارونو کې ترې ګټه پورته کوو لکه:

سلفوریک اسید :
چې د حمامونو او دستشوي په پاکولو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

سودیم هایپوکلورایت:
چې د سپین کوونکو توکو په منځ کې پیدا کیږي.

هالو الکانونه:
چې درنګونو سره یوځای پیدا کیږي.

هایدرو فلوریک اسید:
ممکن د ژورو او خطرناکو سوزیدنې د پیښیدو لامل شي او په بدن کې له تماس څخه تر یو څه وخت تیریدو وروسته یی نښې ښکاره کیږي .

فرومیک اسید :
ممکن د سره کرویاتو له فعالیت غورځیدو لامل شي،چې وروسته به ناروغ ممکن دکم خونې او میکروبې ناروغیو باندې اخته شي.

بریښنا:
دبریښنا په ډول سوزیدنه د معمول په څیر د په ناپوهې سره د لوڅو برقي لینونو چې د ۱۰۰۰ ولتاژ څخه ډیر وي ، د ماشومانو په واسطه کارول کیږی یا هم کله کله د بریښنا له فیوز څخه منځته راځي.

همدارنګه دد الماسک یاتندر په واسطه چې دمعمول څیر په غره ګرځیدونکو ، هغه خلکو کې چې د ګلف لوبه په ازاده فضاه کې ترسره کوي او یا هم په ازاده فضاه کې کار کوي ، ممکن دسوزیدنې سبب شي .

په پیل کې د بدن د غړو د ماتیدنې یا بې ځایه کیدلو سبب ګرځي چې بیا ورسته د عضلو نه انقباض او کشش سبب ګرځي .

په لوړ ولتاز سوزیدنو کې ممکن د بدن دننې برخې زیانمنې کړي لکه د زړه اریتمې ، یا دزړه اسیسټول له ځانه سره لري.

تشعشع:
ممکن د اوږد پرتو فرایننفش یا دلمر تشعشع ، د ماورا بنفش رڼايي ، ویلډینګ ، لیم کول د فلزاتو او یا د اکس شعاګانې په واسطه رامنځته کیږي. په دغه ډول سوزیدنه کې د پوستکې بهرنې برخه سوزیدلی وي جې دپوستکې د سره کیدل ، التهابونه له ځانه سره لري.

د سوزیدلو درجې :
دسوزیدنه په دری برخو ویشل شوی دی چې لومړی درجه یی نسبت نارمل حالت ته ورته او دریمه درجه یی ډیر خطرناک حالت دی.

په لومړی درجه سوزیدنه کې د پوستکې د بهرنی برخېد سوزدیدنې په نوم هم شهرت لري جې په دی ډول سوزیدنه کې د پوستکې رنګ سره ، التهاب ، ابلې او درد لیدل کیږي.

درملنه
په دی درجه سوزیدنه کې پوستکې وچ، کلک او بهرنې برخه یی متاثر شوی وي چې د ۷ څخه تر ۱۰ ورځو پورې په سکار بدلیږي او بیا رغیږي.

خپل سوزیدلی غړی په سړه اوبو کې د ۲۰ دقیقو لپاره کیږدی.

ددرد د تسکین لپاره ناروغ ته اسیټامینوفین او اباپروفین ورکړئ.

د انتی بیوټیک کریمونه د ټب پرمخ وکاروئ، تر څو د میکرو ارګانیزمونو د مخنیوی سبب وګرځي.

همدارنګه پر ټپ باندې د ایسکریم او یخ ایښودلو څخه ب ډډه وکړئ، همدارنګه د کاټون یا مالوچ ته ورته کالیو یا ګازاتو د کارولو څخه ډده وګړئ ځکه د مالوچ تارونه له ټپ سره نښلې او دمیګروبونو د ودی لامل ګرځي او همدارنګه دکورنیو درملو لکه پر سوزیدلې برخې باندې له کوچ او پنیر ایښودول څخه ډډه وګړی.

دوهمه درجه سوزیدنه:
په دوهمه درجه سوزیدنه کې ابلې او دپوستکې ډبلوالی لیدل کیږي.

دغه ډول سوزیدنه نسبت جدی دی او دپوستکې د منځنې برخې د سوزیدنې لامل ګرځي او له ځانه سره ابلې ، سوروالی او درد لري.

دځینو ابلې پاسنې برخې خلاصې وي، چې سوزیدنې ته لمده ایز یا مرطوبه بڼه ورکوي، دوخت په تیریدو سره پوستکې ډبل ، نرم او لکه وچ شوي پوستکې ته ورته بڼه ځانته نیسي ، چې د تارونو څانګو ته ورته بڼه ځانته خپلوي چې وروسته په ټپ بدلیږي.

درملنه
ددرملنې لپاره یی د سوزیدنې ساحه پاک کړی او د میکروبونو څخه یی وساتي . په جدی حالاتو کې د ددرملنې لپاره د پوستکې د پیوندکولو څخه ګټه اخلو چې د بدن له یوې بلې برخې څخه انتقالیږي او که دوهمه درجه سوزیدنه د حاد په شکل وي نو د لومړی درجې په څیریی درملنه کوو.

دریمه درجه سوزیدنه:
په دریمه درجه سوزیدنه کې د پوستکې ډبلوالی پراخه او سپین ته ورته بڼه ځان ته نیسي، چې

دغه درجه سوزیدنه تر ټولو بده او خطرناکه درجه سوزیدنه ده ، دغه درجه سوزیدنه لاندې نښې له ځانه سره لری لکه:

د بدن د عضلو یا زیانمنې شوي برخې ځانته سبین او وکسي رنګ

چار (د کلسیم اوپوتاشیم د منرالونو له منځه تلل په هډوکو کې)

تیاره او نصواری ته ورته رنګ لری

په دغه ډول سوزیدنه کې ابلې نشته

څلورمه درجه سوزیدنه هم شته چې ټولې نښې یی دریمې درجې ته ورته دی مګر هلته سوزیدنه له بندونو او هډوکو اوښتې دی او درملنه یی هم لکه ددریمې درجې په څیر کیږي.

درملنه
ددرملنی لپاره خپله هڅه مه کوئ چې ناروغ ته لا زیان ونه رسوی.

باید د ناروغ کالی ونه باسئ ترهغه چې کالې یی له بدن سره نه وي نښتې.

د سوځیدنې ډولونه:
په دوه ډوله دي وچ سوځیدنه او مرطوب سوځیدنه .

وچ سوځیدنه:
عبارت دهغه سوځیدنې څخه دی چې د اور لمبې ، ګرم اجسام او کیمیاوي موادو په واسطه منځ ته راځي.

لمده ایزه سوځیدنه:
عبارت له هغه سوځیدنې څخه دی چې د ګرمو اوبو ، بخار او یا هم ګرمو غوړیو په واسطه منځ ته راځي.

د سوځیدنې شدت او عوارض لاندی عواملو پوری اړه لري:

د سوځیدنې ځای: سوځیدنه په سر او تنه کې نسبت لاسونو ته ډیر وی.

د ناروغ عمر: سوځیدنه د کوچنیانو په منځ کې خطرناک دی

د سوځیدنې وسعت: څومره چې د سوځیدنې وسعت زیات وی په همغه اندازه یې خطرات هم زیات وي.
سوځیدنه کیدلای شي سطحي ، ژور، ډیر ژور واوسئ

سطحی سوځیدنې ته لومړی درجه سوزیدنه او ژور سوزیدنې ته دوهم درجه سوزیدنه او ډیر ژور سوزیدنې ته دریمه درجه سوزیدنه وایي، چې معمولا د پوټکې لاندې عضلی تخریب وي.

د تیزابو په واسطه سوځیدنه:
سوځیدلي ساحه په ډیرو اوبو سره ومینځئ، که چیرې قلعي مواد لکه بای کاربونات ته لاس رسۍ لری نو په دې صورت کې یاد مواد له اوبو سره مخلوط کړئ چې کولای شو دوه کاشوغه په ۵۰۰ سي سي اوبو کې اضافه کړئ او بای کاربونات محلول جوړ کړئ.

په دی ډول سوځیدنه کې د ناروغ کالي ژر تر ژره وباسئ، ممکن په تیزابو ککړ وي او د ډیرې سوځیدنې لامل وګرځي، ډیر پام کوئ، چې د ژغورنې په وخت کې ځان ته زیان ونه رسوئ.

د قلعي په واسطه سوځیدنه:
سوزیدلې ساحه په ډیرو اوبو سره پریمنځې ،په اوبو کې لیمو یا سرکه اضافه کړې ،دناروغ کالې دهغې له تن څخه جلا کړئ ، مرسته کوونکې کس باید خپلو لاسونو ته توجه وکړئ چې ونه سوزې او بیا هر څومره چې ژر امکان ولري ناروغ ډاکټر یا روغتون ته ولیږئ.

په خوله او غاړه کې سوځیدنه:
دغه ډول ناروغ په ماشومانو او هغه کسانو کې چې معمول د په رواني ناروغیو کې پیدا کیږي په دغه صورت سره هر څومره زر چې امکان ولري ناروغ ډاکټر او روغتون ته انتقال کړي . یوه څو څاڅکې د زیتونو غوړي به له تاسې سره مرسته وکړئ چې درد مو ارامه کړي.

لومړنۍ مرستې:
1 که ناروغ شوک ولري او که ونه لري، په دواړو حالاتو کې باید د استراحت په حالت کې وي.
ګرم مایعات دې ناروغ ته ورکړل شي، تر څو د سوزیدلي کس بدن بیرته د لاسه ورکړل شوي مایعات پوره کړي.

هغه کس چې سوځي باید منډه ونه وهی او نه هم ودریږي، بلکی باید په ځمکه ځان وغورځوي او یا هم سوځیدونکي کس په یو کمپله کې تاوو شي، مګر پام مو وي چې د لیلون نه وي .

3.که سر او مخ سوځیدلي وي په دې حالت کې باید سر او مخ د یخو اوبو لاندی وساتل شي.

4.که د خونې په داخل کې اور ولګیږي د کوټې کړکۍ باید خلاص نه شي، که چیرې په ساحه کې لوګې ډیر وو، نو په دې حالت کې یو پارچه لمده ایزه ټوټه دې خولې او پزې ته ونیول شي.

5.هیڅکله د اور په لمبو کې اوبه مه اچوئ، ځکه چې لوګې کوي، کوښښ وکړئ اوبه په هغه اجسامو واچوئ چې اور اخیستونکي وي ځکه چې د اور لمبی لوګي کوي.

6.د اور مړ کوونې په وخت کې ځان د خروجې دروازې ته نږدی وساتئ، ځکه چې که اور زیات شي نو ژر تر ژره ووځی.

7.که چیرې سوځیدنه سطحي وي، نو سوځیدلي ساحه د ۱۰ څخه تر ۱۵ دقیقو پوری د اوبو لاندی ونیسئ، که اوبه جریان ولري لکه د نل اوبه به ډیر ګټور وي.

8.ټپ پانسمان کړئ ،که چیرې غوړ ګازونه ولري ډیر به ګټوره وي.

رامنځته شوي پولۍ مه چوي.

9.کوښښ وکړئ، پانسمان مو ډبل وي تر څو تر ډیرې مودې پورې د پانسمان کولو اړتیا پیدا نکړئ.

ماشومان له پخلنځې څخه لرې وساتئ..10

د ګاز ډبې او بخارې له پاسه لوښې کیږدئ..11

اور روښانه کوونکې مو کنترول کړئ..12

په هغو ځایونو کې چې لمر تیز وي، نو د لمر له کریمونو څخه هر ه ورځ ګټه واخلئ..13

د لمبا کولو اوبه له لمبا څخه مخکې اندازه کړئ..14

د بریښنايي وسایلو نصب کول د پوښ یا عایق سره. .15

دبریښنا لاین ، او د بخاری پایپونه مو چیک کړی..16

ځان مطمین کړی چې د سګریت پاتې شونې په مکمل ډول خاموشه شوی دی ..17

د کیمیاوي توکو د استعمال په وخت کې دستکشې وکاروی .18

دا تر ټولو اړینه دی چې د اور وژنې د مخنیوي سیستم مخکې له مخکې څخه ولري .19

درملنه:

که د پوستکي لږه برخه سوزېدلې وي:

خپل لاسونه د پاکو اوبو او سابون په وسیله پاک پرېمنځیء .-.1

. سوزېدلې برخه د پاکو اوبو او سابون په واسطه په احتیاط سره ښه پاک کړﺉ.2

. سوزېدلې برخه(ټپ) په احتیاط سره د پاک ټوکر په واسطه وچ کړﺉ.3

.-ټپ د پاک بنډاژپه واسطه په سست ډول سره وتړﺉ.4

ـ پنځه ورځې وروسته پانسمان تبدیل کړﺉ..5

ـ که سوزېدلې برخه ډیره لږه وي او پوستکی وچ وي نو پانسمان او درملنې ته ضرورت نشته.6.

که د پوستکي ډېره برخه سوزېدلې وي:

۱ـ خپل لاسونه د پاکو اوبو او سابون په وسیله پاک پرېمنځئ.

۲ـ سوزېدلې برخه(ټپ) په احتیاط سره د پاک ټوکر په واسطه پټ کړﺉ.

۳: ناروغ ته ډېر مایعات او اوبه ورکړﺉ او د امکان په صورت کې رنګر سېرم تطبیق کړﺉ.

۴ د امکان په صورت کې یو ډوز انټي بیوټیک پیل کړﺉ -.

ناروغ ژر روغتون او یا روغتیایي کتنځي ته انتقال کړﺉ. ۵-

که(ټپ) سوزېدلې برخه زوې ولري:

خپل لاسونه د پاکو اوبو او سابون په وسیله پاک پرېمنځیء.1

منتن ټپ د پاکو اوبو او صابون په واسطه تر هغه پورې ښه پاک کړﺉ تر څو چې له ټپ نه وینه 2. وبهیږي
هره ورځ پانسمان تبدیل کړﺉ.3

د ډاکټر په مشوره یو کورس انټي بیوټیک پیل کړﺉ.4

د پوستکي سوزېدل د کېمیاوي موادو پواسطه:

.سوزیدلې برخه د ډېرو اوبو په واسطه د څو دقیقو له پاره پرېمنځئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button