کینه او عوامل یې

کمال الدین حقمل

کینه د لوستلواو وینا له مخې یوه وړه کلمه اولفظ دی، خو د مفهوم او عمل له مخې بیا یوه درنه او ترخه مانا رسوي. ډېرې داسې نورې کلمې او الفاظ هم په ژبو کې شتون لري چې په لیکلي بڼه ساده او لنډ وي خو د استعمال له مخې بیا د خپل جوړښت او جولې خلاف ترخې اوتندې واقع کیږي.
د کینې لفظ هم چې د بغض او حسد مترادیف دی د مینې، ښه والي او نیک خویۍ ضد مفهوم رسوي چې په لیکلي بڼه لنډ خو په لوستلواواورېدلو یې د انسان ذهن له مفهوم څخه اتومات متحرک کیږي. نوکله چې د کینې کلمې لفظ، کارونه او د هغې مانا ژوندي مخلوقات دومره اغیزمن کړي نود عمل په ډګرکې یې پالل اوکارونه څوبرابره ښایي بد رنګه، نه خوښېدونکې او غیرانسانې کړنه وي.

که د کینې نوعیت او ډولونو ته لږ تم شو، نو په عموم کې د ژوندانه په بیلابیلو برخوکې د ځای، زمان، ټولنیزموقف، د زده کړې کچه، عقیدې، مذهب او نورو ګڼوموضوعاتوپه لحاظ فرق کوي. دغه توپیرپه خپله د هغه انسان له لوري را مینځته کیږي چې په پورته کومه برخه یا حالت کې قرارلري. زموږ ټولنه د بیلابیلو ملحوظاتو لکه: مداومه جګړه، ناپوهي، اقتصادي فقراو…. له وجهې په پورته ټولو ذکرشویوفکټورونو کې په پراخه پیمانه کینه پالونکي انسانان لري. ځکه دغه عوامل په مختلفو بڼو زموږ د خلکوپرټولنیزچلند، ویښتیا، اواخلاقي اړخ اغیزه کړې ده. هغوی یې دې ته هڅولي چې له یوبل سره مواجع شي، د یوبل پرحق تیری وکړي، ټولنیزقوانین مات او د خپلې ګټو په موخه د نورو تاوان ته لاس وغزوي. که د خبرې جزیي اړخ ته ځیرشو نو په فردي لحاظ هم زموږ ټولنه په دې ناروغۍ ککړه شوې ده. د وګړو ترمینځ سیاسي، فکري او مذهبي اختلافات او ځانګړنې د کینې را مینځته کولواو کرکې سبب ګرځي.

د کینې د عواملوپه لړکې بل لوی علت د وګړوسلوک او ټولنیزچلند دی.
د کینې کولواصلي عامل په خپله فرد دی. د مینې او ښه خوی لمنه پرېښودل، د بدبینۍ تخم ته اوبه ورکول، تشدد، سلیقه نه منل، نزاکت نه مراعتول، په خبرو کې تندي او نا مناسب الفاظ کارول د حسد او کینې لپاره زمینه جوړونه اوهغه څه دي چې د کینې لپاره لاره هواروي.

موږپه قطعي توګه هم نه شو کولی چې د کینې کلمه رد کړو.ځکه ځینې موجودات خو په طبیعي توګه د بغض اوکینې وړخلق شوي دي. موږ اړ یوچې د اړتیا له مخې له ځینوشیانو سره کینه وساتو، خود دې اصل خلاف په کلي توګه د انسانانوترمینځ کینه ساتل شوې او پالل شوې ده. کینه ساتل په کارده خوله کینې سره نه له مینې، انسانیت، اخلاقو او ښه والي سره.

زما د غزل یو بیت کې راځي چې:

کرکه مو له کرکې ده
عشق غواړو وفا غواړو

په پورته بیت کې هم د کینې لفظ پرځای له کرکې څخه یادونه شوې ده چې د مفهوم په لحاظ له کینې، بغض او حسد سره نیږدې والی لري. او د کینې کلمې مفهوم د کرکې په لفظ کې را نغاړل شوی دی. په دویمه مسره کې خبرې ته لږڅه توضیح ورکول شوې او د حسد پرځای مینې اودوستۍ پاللوته ترجیع ورکول شوې ده. ځینې وخت د کینې او کرکې کلمه د بخل سره هم په ګډ مفهوم کارول کیږي.

په دې هکله ما بل ځای لیکلي:
کرکه نه ساتم په زړه کې بخل نه کړم

په وړتیا د هرچا خوښ دا مې عادت دی

په دې بیت کې هم د کرکې لفظ د بخل، تنګ نظرۍ او کینې په مفاهیموکارول شوی دی او شاعردا عادت چې سړی د هرچا په وړتیا، ګټواو پرمختګ خوشحاله شي غوره ګڼلی او ځان ته یې د دې عادت په لرلو د ښه توب امتیاز ورکړی دی. که واقعیت ته ځیرشو نوتل هغه کس ته نوروګړي په ځانګړي عزت قایل وي چې د نورو په خوښۍ خوښ او د کینې کولوعادت نه لري. راځئ د نورو بدو فرهنګونواوغیرانساني کړنوترڅنګ کینه هم وښکنځواو د کینې په سترګه ورته وګورو.

په دې هکله هم زما لاندې بیت ته لږتم شئ:

سوله دي را شي خدایه جنګ دي ورک شي
کینـه حســــد د زړونو زنګ دي ورک شي

په پورته بیت کې د جنګ بدرنګي او د سولې ښکلا انځورشوې چې دغه دواړه نومونه تل د یوبل سره په تناقض او مقابل کې واقع کیږي. یو هغه یې د انساني اوحیواني ژوند سربیره د ټولې نړۍ او طبیعت ښکلا هم خوري. چې شتون یې د ژوندیو لپاره غمونه زیږوي. او دوهم یې برعکس د مینې، یوځای والي، وحدت، سوکالۍ امن او خوښۍ پیغام له ځان سره لري. کینه هم د جنګ سره په یوه مفهوم استعمالیږي. کوم څه چې د جنګ له بدرنګۍ څخه پېښيږي د کینې پاللو پایله هم د همدې ناخوښیو راوړونکې او درلودونکې وي.

دلته کینه داسې یاده شوې چې ښایي د زړونود ناروغیدوسبب ګرځي او شاعرکینه لرونکي زړونه د زنګ وهل شویو په مفهوم ښودلي دي.

په یوې کیسې کې راغلي چې کله د نوح علیه سلام کښتۍ له طوفان وروسته پرځمکه ودرېده نو شیطان ورته راغی چې درې نصیحتونه یې واوري. نوح علیه سلام لومړی ورته غوسه شو، خو کله چې د رب له لوري وحي ورته وشوه نویې شیطان ته وویل چې وایه څه ویل غواړې!. شیطان د خپل تکبربده پایله او په جنت کې د ادم علیه سلام د حرص یادولوسربیره د کینې او حسد له امله د قابیل په وسیله د خپل ورورهابیل وژنه هم یاده کړه، چې وروسته قابیل له دې امله په الهي عذاب اخته شو.

بل بیت کې مې په دې هکله داسې ویلي:

کینه وښکنځئ له بـــدو کینه ساتئ
محبت د ژوند ښکلا ده سره خاندئ

تل دا هڅه وکړئ چې په ټولنه کې د کرکې او کینې پرځای د مینې، شفقت، انسانیت او یوبل خوښولو فرهنګ را ژوندی کړئ. ترڅوموږ په فکري لحاظ د ټولنې رګ رګ ته د ښه معاشرت، اخلاقواو ښکلي ژوند وینه ونه رسووهیڅ ډول لګښت او هڅه به مو دغه توره پرده او فکرله ماغزوڅخه ټول نه شي کړی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button