تر ټولو غوره ساه ایستنه کومه ده ؟

ژباړن : عطا محمد میاخېل

زه د هغو کسانو له ډلې څخه یم، چې تل له سر خوږي څخه ځورېږي، د همدې موضوع له پاره مې له بېلابېلو لارو چارو څخه ګټه واخیستله او ډېرې کېمیاوي ګولۍ ( ټابلیت ) مې مصرف کړلې، خو یوازې دوې لارې وې، چې وې کولای شول، سر خوږی مې ښه کړي.

لکه څنګه چې پوهېږئ، ستاسو پوزه ښۍ او کیڼې برخې لري، چې دواړه برخې ستاسو د ساه ایستنې له پاره کارول کېږي، خو په حقیقت کې ستاسو د پوزې دوه سوري توپیر لري او تاسو کولای شئ، دا توپیر حس کړئ . د پوزې ښي اړخی سوری د لمر او کیڼ اړخی سوری د سپوږمۍ نښه ده .

کله چې سرخوږی لرئ، هڅه وکړئ، چې د خپلې پوزې ښي اړخی سوری بند کړئ او د ساه ایستنې له پاره، له کیڼ اړخي سوري څخه ګټه واخلئ، له یو څه وخت وروسته به داسې احساس کړئ، چې ستړیا مو لرې شوې ده .

ستاسو د پوزې ښي اړخی سوری له تودوخې سره تړاو لري، نو له همدې امله په ډېرې آسانۍ سره تودېږي، دا په داسې حال کې ده، چې ستاسو د پوزې کیڼ اړخی سوری له سړو سره تړاو لري .

کابو ټولې ښځې د خپلې پوزې له کیڼ اړخي سوري څخه ساه ایستنه کوي، په دې اساس په ډېرې چټکۍ سړېږي، خو ډېری هلکان د خپلې پوزې د ښي اړخي سوري په وسیله ساه ایستنه کوي، اوس چې د تودوخې په فصل کې یاستئ، نو له دې کبله د خپل بدن له کولر څخه ګټه واخلئ، حتی کولای شئ، خپل ژبه نل ته ورته کړئ او د خولې له لارې ساه ایستنه وکړئ، پرله پسې ساه ایستنه به د دې سبب وګرځي، چې تودوخه مو لرې او ساړه شئ .

آیا دې ته مو پام کړئ، کله چې له خوبه را پاڅېږئ، د پوزې د کوم سوري په وسیله چټکه ساه ایستنه کوئ ؟ که چېرې له کیڼ اړخي سوري څخه تیزه ساه ایستنه کوئ، نو تاسو د ستړیا احساس لرئ، په دې اساس د خپلې پوزې کیڼ اړخی سوری بند کړئ او د ساه ایستنې له پاره د خپلې پوزې له ښي اړخي سوري څخه ګټه واخلئ، وبه ګورئ، چې په چټک ډول به د تازه ګۍ احساس وکړئ .

له ګولیو پرته د ساه ایستنې له پاره دا ډول تمرین واقعاً د نه منلو وړ او اغېزمن دی .

که چېرې ستاسو پوزه بنده ده او یوازې د پوزې له یوه سوري څخه ساه ایستنه کوئ، د خپلې تنفسي لارې د پرانیستنې له پاره په ګونډو کېنئ او د ساه ایستنې لارې بندښت په پام سره د خپلې یوې پښې ګوتې د بلې پښې په ګوتو باندې کېږدئ او د خپلې پوزې د هغه سوري په بندولو سره، چې نه دی بند، پنځه ځله ژوره ساه وباسئ . که چېرې د پوزې کین اړخی سوری مو بند وي د خپلې ښۍ پښې ګوتې د خپلې کیڼې پښې په ګوتو باندې د ګونډو په توګه کېږدئ او فشار باید په هماغه لوري باندې وي، کوم چې نیول شوی دی .

تاسو کولای شئ، د خپلې تنفسي لارې د پرانیستلو له پاره د قهوې له بوی کولو څخه هم ګټه واخلئ .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button