چــرګــه مې نا جــوړه ده بهانه مې ورته جوړه ده !؟

دا د ډبل عبد الله هغه پخوانۍ آرمان و ،چې د تش په نوم د سولې د عالي شورا د مشری په ګدی کیناست چې د میاشتو، میاشتو راهیسي د یادې مصالحې شورا تشکیلاتي جوړښت نه دی رامنځته شوی او عبد الله وایي چې مصالحي شورا ناجوړه ده ، تشریفاتي سفرونوته مې پلمه جوړه ده .
رښتیاهم ډبل عبدالله چې د سترګو ډاکتردی په مذبوحانه سپین سترګۍ بیلا بیلو هیوادونوته ، بې له ځنډه دپلوماتیک تشریفاتي سفرونه پیل کړي دي اوخوشاله دی چې په هالیووډي مدرنه دريشي او د الماسو په غمي مزين ، مفلري نیکټایې ، په هر هوایې ډګر کې د آلوتکې په زینه کې د سل زریزه ډالرو رولکس ساعت په ښکاره کولوخپل لاسونه په خندانه څیره پورته اووپړقوي او په افغانستان کې د سولې او سم سمکي په موخه په آلوتکه کې هواته پورته اوپه دې توګه د بهرني هیواد د هوایي ډګرد تشریفاتي ګارد په هکله د رنګینوخیال ځانګي .
تردې مهاله چې د سولې عالي شورا بنسټ او مشرتابه پلاوی درک نه لري . خو ډبل عبدالله پنځو هیوادونوپاکستان، هندوستان ، ازبکستان، ایران او ترکیې ته ښه فیشني سفرونه تر سره کړي اود سولې په اړه یې هیڅ لاسته راوړنه اودست آورد نه مالومیږي. دا سفرونه د بې وزلي هیواد په پوراخیستوپیسو او لګښت ترسره کیږي ګډ توکمه عبدالله وایې چرګه مې ناجوړه ده .بهانه مې ورته جوړه ده .
د اروپایې ټولنې هیوادونو ډبل عبدالله ته ګواښمن سورچراغ لګولې اوپه زغرده یې ترې غوښتي چې بې له ځنډه د سولې عالي شورا تشکیلاتي جوړښت ډیرژر رامنځته اوغړي دی د افغان میرمنوپه ګډون د افغان ملت د بیلا بیلو قشرونواو مدني ټولنوباوري استازي وټاکل شي. په دې اړه د ولس مشر اشرف غني له خوا وړاندیزشوی ۵۰ کسیزپلاوی ليست ،ډاکتر عبد الله په کلکه اونره ،رد کړی او په ډاګه وایې چې د سولې د عالي شورا د غړو د ټاکلو واک د ده دی او اشرف غني په دې تړاو هیڅ رول نه لري.
د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت اوپه دوحه کې له طالبانو سره د روغي جوړي د بریالي بهیر په هیله افغان دولت ته د سیاسي وحدت او همغږی سپارښتنه کړي. خوله بده مرغه افغان چارواکي اوزورواکي د ببرسرو یتیمانو اود ورځنیوجنازو د ناورین په غم کې نه دي. د ارګ او سپیدار ماڼیود واکمنۍ په فرعونۍ مستیو کې غرق دي. ولیدل شي چې د امریکا نوی جمهور ریس جوبایډن به د چا غوږونه تاواو یو نوی پړاوبه رامنځته کړي.
جاروطنه! دا دوران به تیرشي .د خپل افغان اولاد په منځ کې دې ، ورورګلویزه مینه اوپیوستون پیدا اورامنځته شه. د همدې ملي،سپیڅلي هیلي د تحقق په هیله .
اکبري ـ ۲۷/۱۱/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button