
د سترګو سوځېدو «۷» عام او خطرناک لاملونه
د المان د سترګو ډاکټرانو ستراتیژیکې اتحادیې ویلي، د سترګو سوځېدل یو شمېر لاملونه لري چې ځینې یې عام او ځینې نور یې خطرناک دي.
ددې اتحادیې له مخې د سترګو د سوځېدو عام لاملونه په لاندې ډول دي:
په سترګه کې د یو شي داخلېدل، لکه د لامبلو پرمهال شامپو او یا هغه اوبه چې د کلورین ماده په کې ګډه وي.
د سترګو فشار، چې د کمپيوټر سکرین ته تر ډیرو ساعتونو له کیناستلو وروسته رامنځته کیږي.
د لینزونو اچولو له کبله پر سترګو راتلونکي فشار.
د سترګو سوځېدو خطرناک او جدي علتونه دا دي:
باکتریا یا ویروسي انتانونه، دا په داسې حال کې چې سوځېدلو سره ژیړ رطوبت هم وي.
داسې درمل اخیستل چې د اوښکو د مایع کمېدو لامل کیږي، هغه درمل چې د فشار یا درد له منځه وړلو لپاره کاریږي د سترګو د سوځېدو او او وچېدو لامل کیږي.
پر کنجاکتیوټایټس conjunctivitis یا کیراټایټس keratitis انتان اخته کېدل.
پر روماتیزم (د بندونو او پلو یا عضلو درد)، شکر، تایرایډ یا د ستوني په ناروغۍ اخته کېدل، ځکه چې دا ناروغۍ د سترګو په رطوبت کې ستونزې رامنځته کوي.
که چیرته څو ورځو په تیرېدو سره د سترګو سوځېدنه ختمه نشي، یا خورا شدیده وي، نو په دغه حال کې د ډاکټر سره مشوره وکړئ، تر څو د سترګو سوځېدو اصلي لامل په ډاګه کړي او په وخت سره یې درملنه وکړل شي.
کاپي…