قطر میشتوپه ځان مینو او ځان غوښتونکو طالبانو صاحبانو اسلام علیکم !

په داسې شیبه کې درته لیک کاږم چې له سترګو مې د اوښکو رودونه روان اوزه څه چې د هیواد په هرښار، کلي، کوڅه او بانډه کې ویر او غمجن شیون اوژړاده . دافغان ماشومانو له شونډو خندا مروره ،سوي، سوي ژړاګانې له ناهیلیوډکې تړمې ،تړمې اوښکي تویوي . د بورو سپین سرومیندو ساندې او فریادونه پاس عرش لړزوي . ګناهګار مې کړې د عرش رحيم اورحمان سلطان د افغانانو ماتمې ژوند ته په ژړا دی . په بشريت په تيره بيا په استکبارد کورونا د مرګوني وبا نازلیدل او اخته کیدل د پند او عبرت آزموینه ده . او له بده مرغه افغانان د کورونا ترڅنګ ستاسو او ستاسو ترپوښښ لاندې د بمونو او راکټونو په چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي اود نړۍ په کچه افغانستان د سپینو کفنو،تابوتونو او قبرونو په غمستان بدل شوي دی.
تاسوپه دوحه کې د سلامت اوملامت د ناندریو، یو او بل ته د غورو، پرو خبرو اترو له پیل راهیسي افغان وژونکي جګړې لا زور اخیستی په سلګونو او زرګونو افغان لویان اوکوچنیان شهیدان او ټپیان شول د اوفوبالعهد خلاف موڅه ناڅه ۶۲۰۰ شپږزره دوه سوه له بنده خوشي شوي بندیانو مو بیا د غیر اسلامي خونړۍ جګړې لیکو ته واستول . نـن ورځ په نړیواله کچه د غرونو ورځ ده خوموږ د راکټونو د توغولو او د کابل د بې وزله او شریفوښاریانو د مرګ ژوبلي او ناورین ورځ ده. د اسمان څکو غرونو،شنودرو او سردرو غرنۍ هیواد د غرونو نړیواله ورځ د راکټونو ورځ همداراز د بشر حقوقونړ یواله ورځ د میوند ملالې د شهادت د بشر د حقوقو پایماله ورځ په ویر اوژړاګانو ونمانځله .
په هرلمانځه کې د اعوذ بالله و من الشيطان رجیم پرځای من الپنجاب رجیم وویاست . ځکه دا ویر اوماتم تورو پنجابیانو د تاسو او نوروشلګونو ترهګرو په لاسونو رامنځته کړی اود ای،اس،ای د دوزخي سازمان د افغانستان دورانولو او افغان ولس د وژلو لپاره د اس په نوم ریاست رامنځته کړی اود هغه په لسګونو زره حرفوي ملیشي د طالب په جامه کې د افغانانو ویني بهوي . تاسو د خپل هغه ستر دوښمن سره چې د ب ۵۲ بم غورځوونکو الوتکو او اویا زریزپونډه بمونوپه ګوزارولو د ډله ییزي مرګ ژوبلي اود واکمنی له امحا سره مخامخ شوی .نوي نامردانه یارانه پیل کړي چې تردې دمه یې د یوه سرتیري پوزه ویني نه شوه . خود خپلو وروڼو مسلمانانو پر ضد مو د پاکستاني هیرامنده یې د بې ایمانه مفتیانو په فتوا مو پخپل هیواد کې لوی شر اومحشر جوړ کړی دی .
د اهدنا سراط المستقم په لاره ژر تر ژره سرتاسري اوربند وکړی اوپه افغاني نرخ او څلي د روغي جوړي خبرې د خپل هیواد دنـنه د کندهارپه روضه ای شریف اویا د بلخ د حضرت علي رض په مزار کې پیل کړی . او کنه افغان ولس به افغان چارواکي اوطالبان د راتلونکي تاریخ د نفرین اوتوهین په تورلیست کې ثبت او هیڅکه به ونه بښل شي.
ا لـــــــــــــــــــــصلح خیر
۱۲/۱۲/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button