امير عبد الرحمن خان او د هغه اندونه ( لومړۍ برخه )

پوهنوال محمد رسول باوري

پوهنوال محمد رسول باوري

اعليحضرت عبدالرحمن خان د افغانستان د معاصر تاريخ ځواکمن او مخکښ پاچا وو چې د د ١٨٨٠ څخه تر ١٩٠١ زيږدي کال پوري يې د افغانستان د ټولواک په توګه د دې هيواد سياسي ، اداري او نظامي بيا رغونه بشپړه او دولتي واکمني يې د اوسني افغانستان په دننه کې پلې کړل . د عبدالرحمن خان دژوند ، سياست او په هيواد کې دهغه د کړووړو په اړه زيات شمير کورنيو او بهرنيو څيړونکو ، مورخينو ، او سياست پوهانو هر اړخيزي ليکني او څيړني کړيدي ، او هر يوه ليکوال د خپل ليد لوري د افغانستان دا ځواکمن او مدبر پاچا را پيژندلې او ښودلې دۍ . په دې ليکنه کې د نوموړي په اړه يواځې هغه برخي ته پام اړول کيږي چې د نوموړي پاچا ځانکړي اندونه او خيالات دي .

په دولتي ادارو کې د ځواکمنو کسانو ګډون :

هغه مهال چې عبدالرحمن خان کابل ښار ته د واک د تر لاسه کولو په نيت ورسيدۍ ، د هيواد اداري جوړښت ، نظامي ځواک ، د دولت په نوم ثروت او خزانه او نوري اړيني اډاني يا په ټوليزه توګه له مينځه تللي وي او يا يې له سره شتون نه درلود . د دې ټولو ناخوالو په اړه د عبد الرحمن خان په تاج التواريخ کې ليکي : پر تخت د ناستي پر وخت د يوي ستري ستونزي سره مخ شوم ،د اوسيدولپاره مي کور نه درلود ، هغه پلارنۍ ودانۍ چې په بالا حصار کې وه ، د انګليسانو سره د جګړي پر مهال انګليسي لښکرورانه کړې وه . په کرايه هم کور نه پيدا کيدۍ چې په کې ژوند وکړم ، ځکه چې په افغانستان کې هوټل او ميلمستون نه سته ، زما په اند په تاريځ کې به داسې هيواد نه وي چې پاچايې د خوب او بيدودلو لپاره ځای ونه لري ، تر هغه چې په خپل نوم مي د يوې ودانۍ د جوړيدو چاري بشپړي کړې ، د اولسي خلکو په کورونو کې و اوسيدم . ( تاج التواريخ ؛ ص : ١٩٢ )

عبدالرحمن خان د خپلي واکمنۍ چاري له داسې مهاله پيل کړې چې د دولت او حکومت په نوم هر څه له منځه تللې وه ، خو د پر له پسې هڅو او اړينو تدبيرونو په پايله کې يې يو داسې ځواکمن دولت په ميراث پريښود چې په هيواد کې ټولو ميشتو وګړو کابل د د خپل هيواد پلازمينه او د امر او نهې د صدور ټاټوبي په توګه منلې وو. هغه بريمن ارونه چې د يوه پاشلي هيواد څخه يې د يوموټي دولت د جوړيدو لپاره وکارول هغه په اداره کې د نورو هيوادوالواو په ځانګړي توګه د هيواد د بيلا بيلو سيمو د ځواکمنو کسانورا بلل او په چارو کې د هغوۍ څخه مشوره اخستل او يا په کار کې ګټه اخستل دي . همدا ارونه او اصول وه چې عبدالرحمن خان د خپلي واکمنۍ پر مهال وکارول ، نوموړي د دولتي چارو دګډون په اړه ليکي : … هڅه مي وکړه چې د افغانستان د بيلا بيلو سيمو د مشرانو ونډه په خپله اداره کې زياته کړم . او د دې تر څنګه مي هغه کسانو ته هم په خپله اداره کې ونډه ورکړه چې زما د حريف او رقيب په توګه به يې په هند او روسيې کې توان او نفوذ درلود ، هغه مي له هند او روسيې څخه کابل ته را وبلل او د خپل زوۍ سره مي په نږدې اړيکو کې وساتل . دا مشران په څلورو برخو وېشلي دي : لومړۍ هغه کسان دي چې په شمال ختيزو برخو کې يې واکمنۍ درلودې او وروسته د روسيې له خوا ونيول شوې او مشرانو يې دلته پنا راوړل . د بيلګي په توګه مير سهراب بيګ چې د قولاب د کورنۍ واکمن وو ، توره اسماعيل روشاني چې د بخارا د امير زوۍ وو؛ او دويمه برخه هغه کسان وه چې واکمنۍ يې زما له خوا زماد سلطنت په لومړيوکالونو کې زما تر ولکي لاند راغلې لکه د مير يوسفعلي او مير جهاندار او د هغوۍ کورنۍ ؛ دريمه برخه هغه کسان وه چې د انګليسانو سره يې جګړې کړي وې او يا دهغوۍ څخه مرور شوي وه لکه عمرا خان او مير مرادعلي او يوشمير نور سرحدي قومي مشران ؛ او څلورم هغه کسان دي چې له افغانستان څخه تښتيدلې او تللي دي ، چې دا ډله کسان هم په پنځو برخو ويشل شويدي : لومړۍ هغه کسان دي چې ځان ته ځواکونه او ملګري لري ، لکه سردار نورعلي خان او د شير علي خان نور زامن ، د کندهار پخوانۍ والي چې له هندوستان څخه راغلۍ او سر دار محمد جانخان چې د شينوارو سره جنګيدلې وو ، او اوس زماسره په در بار کې اوسيږي . د مرحوم امير شير علي خان زوي سر دار ابراهيم خان چې تر اوسه په هند کې اوسيږي خو زما سره يې د دوستۍ اړيکي شته او داسې نور . دويمه برخه هغه کسان دي چې د محمد ايوب خان ملاتړي او اړوندان دي . چې زما تر ټولو زيات زورور رقيبان دي ، او لازمه نه ده چې نومونه يې دلته راياد کړم ، خو بيله څو تنو څخه نور ټولو هغه خوشي کړي او ډير لږ کسان په هغو کې شته چې زما څخه واجب نه تر لاسه کوي . او دريمه برخه هغه کسان وه چې د محمد يعقوب خان پلويان وه خو اوس ما خپل ملګري کړيدي . په رښتني توګه داسې کسان ورسره نه شته چې ارزښت ولري او همدا ډول د محمد هاشم خان د يو څوتنو بيکاره کسانو پرته نور څوک نه لري . او څلورمه ډله هغه کسان دي چې دهندوستان ، او د روسي تر کستان متصرفاتو ته تښتيدلې دي . د هغوۍ يو زيات شمير نه کوم ځواک لري او نه د بيرته راګرځيدلو هيله هغه کسان ماخپله د هغوۍ د بدو کړو وړو په وجه شړلي دي . په دې ډله کسانو کې چې هر يوه د بخښني غوښتنه کړيده ، مايې پر عريضه د بخښني حکم کړۍ او وطن ته را ګرځيدلي دي . او پنځمه ډله هغه کسان دي چې د نمکحرامه محمد اسحق خان تر بغاوت وروسته په ١٣٠٦ هجري کال وتښتيدل ، دهغه ورونه اوس زما سره دي خو زه يې هر وخت مراقب يم . په دي ډول زما د زوۍ د واکمنۍ لپاره سرخوږۍ نه دي پاته ، او د پاچاهۍ هيڅ رقيب نه شته چې د هيواد ارامښت او واکمني ورانه کړي او يايې د خطر سره مخ کړي .دا هم څرګنده ده چې که ډير غيرتمن او زړور کس هم د بهرنيو دولتونو له خوا وګمارل شي او دافغانستان سره مخالفت او جګړه وکړي ، په يوازۍ توګه هيڅ نه شي کولاې ؛؛ زه ښه پوهيږم چې سياست پوهان زما د تر بور څخه چې په خپل واک کې يې ساتلۍ دۍ څه موخه لري ، د دې لپاره چې که چيري د ګاونډيو هيوادونو پاچاهانو ، غوښتني او هوسونه ونه منل شي ، بيا به په وخت ګټه ځني واخلي . زما اولادونه هم بايد زما د دې تدبير او پندونو څخه پيروې وکړي ، هر څوک چې د ګاونډي هيواده را شړل کيږي بايد وساتل شي ، دا ځکه چې د مخالفت پر وخت د هغوۍ تر منځ دښمني ګټه راوړي .( تاج التواريخ : ص : ٢٤٣ _ ٢٤٣ )

د بهرنيو هيوادونو سره د اړيکو تعادل او موازينه :

وړې ټولني او پاشلي اولسونه ، ځواکمنو ګاونډيو هيوادونو ته د لاندي کولواو ناروا ګټي اخستني لپاره ښه مارکيټ او بازارونه دي . هر زورور ګاونډي د خپلو وړو او کمزورو ګاونډيو ټولنو او پاشلو اولسونو څخه د خپلو ګټو لپاره کار اخستۍ او هغه يې يا د ځان کړي او يا يې د ځان په ګټه کارولي دي . اعليحضرت عبدالرحمن خان د خپل هيواد په شمالي سرحدي کرښو کې د روسيې زبرځواک درلود چې د ختيز پر لوريې د خپلي امپراتورۍ ريښې په زياته بيړه زغلولې او په سهلي خوا کې يې د انګليسانو داسې لويه امپراتوري پرته وه چې په نږدې لنډ وخت کې يې د افغانستان د لاندي کولو يوه هڅه د افغانانو د پرله پسې او زړور پاڅونو په نتيجه کې ناکامه شوې وه ، خو د بلي نوي هڅي او تلاښ لپاره يې د هيڅ ډول تدبير څخه مخ نه اړول، په داسې کړکيچين حالت کې د دو نړيوالو ستر وقوتونو تر منځ د يوې وړي سيمي خپلواکه ساتل د يوه مناسب او وړ تدبير د خپلولواو پلي کولو اړتيا درلوده ، د همداسې يوه تدبير په نتيجه کې د اوسني افغانستان سرحدي کرښي د دې دواړو زبرځواکونو تر منځ د داسې حايلي سيمي په څير پاته شول او خپل ژوند ته يې دام ورکړ چې نه روس لاندي کړل او نه انګليس تر خپلي قبضې لاندي وساتل ، په دي اړه عبدالرحمن خان ليکي : بهرني هيوادونه هم زما لپاره د تشويش او نا ارامۍ ډيره مهمه برخه ده ، که ده يوه هيواد سره تر بل هيواد لږ څه پلوي څرګنده کړم ، هغه بل مرور کيږي ، چې د هيواد دپاشلواوزيات ويشلو سبب ګرځي . ( تاج التواريخ : ص : ١٩٥ )

د نولسمي پيړۍ په ورستيو لسيزو کې دنړۍ د هيوادونو حالات نظامي برتريو او د نړۍ د ويش لپاره پوځي مانورو او فعاليتونو رانغښتۍ وو ، چې د وخت دځواکمنو هيوادونو يو ستره مميزه وه ، يو شمير اروپايې هيوادونو د نړۍ د نورو ورسته پاته هيوادونو د لاندي کولو او خپلولو لپاره پر له پسې ګامونه اخستل او د خپلي امپراتورۍ د پراختيا لپاره يې د هرې بهانې او وسيلي څخه ګټه پورته کول او د خپلو هيلو د تر سره کولو لپاره يې د مخامخ جګړه ايزو فعاليتونو څخه بيا تر ډول ډول سياسي چالبازيو او قومي تربګنيو درا پارولو تر بريده ، هره وسيله کاول . په دي اړه اعليحضرت عبدالرحمن خان خپل اند داسې بيان کړيدۍ : پوهيږم چې د اوسنيو سترو هيوادونو کړه وړه دادي چې وړوکي سيمي د خپلو هيوادونو ملکيت وګرځوي ، او دوړو سيمو او هيوادونو خپل کول د بيلا بيلو لارو چارو په وسيله تر سره کوي ، د بيلګي په توګه ؛ د هغوۍ لومړۍ تدبير دادۍ چې کمزوري هيوادونه سره په دننه کې ويشي او بيايې د لاندي کولو لپاره زياتي ستونزي نه ويني ؛ د وړو هيوادونو د لاندي کولو د ويمه طريقه داده چې ستر هيوادونه پخپل منځ کې د پيښو د را منځ ته کولو او اړ پيچ د را پيدا کولو په برخه کې هڅوني کوي او پټ تړونونه کوي ، وايې چې که هغه هيواد ته لاندي کړي او هغه بل زه خپل کړم نو بيا به موږ خپل په منځ کې يو او بل ته ستونزه نه پيدا کوو چې سياست پوهان دې ډول اړيکو ته پوليتيک وايې ؛ او دريمه لار هم سترو هيوادونو د خپلو ګټو د تامين لپاره پيدا کړيده ، هغه وخت چې ستر هيوادونه يو دبل ګاونډيتوب ته رسيږي او د خطر احتمال وي نو بيا دا ستر هيوادونه په خپل منځ کې د يوشمير وړو سيمو او هيوادونوپر خپلواکۍ موافقه کوي ، او دا ښکاره کوي چې پر هغه سيمي او يا هغه هيواد باندي به د واکمنۍ خيال له سره ليري کوو ؛ دې ډول وړو سيمو ته بيا يو ځواکمن هيواد په يوه يا بل ډول ځان نږدې کوي او ورته د دوستۍ کولو وړانديزونه کوي ، او دا وړانديزونه د ډيرو ښو وعدوسره ملګري وي ، لکه دا چې زما اوستا ملګرتوب به دا ګټه هم لري چې د نورو هيوادونو څخه به دي د خطر په وخت کې مرسته کوم او هغوۍ به ستا واکمنۍ ته ګواښ نه شي کيداې ، او په دې ډول نوري وعدې ، هغه وړوکې سيمه او يا هيواد خيال کوي چې دا زما د واکمنۍ په رسميت پيژندل دي ،خو لا څه موده نه وې تيره چې يوه يا بله بهانه ورته پيداکړي او يا يې د بيطرفۍ په نه کولو او يا وعدي په ماتولو متهم کړي او کله ناکله د هغه هيواد اوسيدونکي را وپاروي چې پر تاسو ظلم او تعدې کيږي او په دې ډول يوه دوې نوري خبري ورزياتي کړي ، او بيا هغه خپلواکه سيمه يا هيواد تر خپلي واکمنۍ لاندي راولي ؛ که چيري ګاونډۍ هيواد ووايې چې دا خپلواک هيواد بايد تخليه او خپلواک پريښودل شي ، په جواب کې يې وايې چې دنوموړي هيواد واکمن زما سره تړون کړۍ او خپله سيمه يې زما په ځواک پوري تړلې ده او س دا زما د واکمنۍ سيمه ده تاسي حق نه لري چې زما د واکمنۍ پر سيمو بريد يا حمله وکړۍ ؛ ( تاج التواريخ : ص : ١٠٤ _ ١٠٥ )

د افغانستان شتون په ځواکمنه اداره او يوالي کې دی :

د يوې سيمي د ادوسيدونکو او يا يوه هيواد په نوم د ګړو شتون د هغه هيواد او سيمي د ميشتو اولسونو په يوالي کې دۍ ، دا هغه ځانګړنه ، نه ده چې د افغانستان لپاره يې بيله کړو ، خو هغه څه چې د اعليحضرت عبدالرحمن خان په اند د دې ځانګړني سره يوځای شويدي هغه ديوې ځواکمني ادارې لپاره د يوه مبتکر، غيرتي او ځواکمن لارښود شته والۍ دۍ . په دې اړه نوموړۍ خپل اند دکورني پليتيک تر سر ليک لاندي څپرکي کې داسې بيان کړيدۍ : اوس د لوی خدای شکر اداکوم چې افغانستان د ودي او لوړتيا په لور خوځي ، خو په دې کې شک نه شته چې افغانستان داسې يو هيواد دۍ چې يا به د يوه ځواکمن دولت خاوند وي او يا به يې نوم د هيوادونو د په لړۍ کې نه وي . دا دويم حالت يې هغه وخت دۍ چې د دې هيواد واک د يوه بې تجربې او ناتوانه کس په لاس ورشي . د دې لپاره چې څرګنده خبره وکړم ، دريم حالت نه ليدل کيږي . که افغانستان په وړو او کوچينيو ټوټو وويشل شي ، د ژوند توان نه شي پيدا کولای دا ځکه چې افغانستان دومره پوهيدلې هيواد نه دۍ چې د بهرنيو د لاسوهنو چاره دي په خپله وکړي ، او خپل ځان وساتي . په هغه صورت کې په پوره باور وايم چې وړې او ټوټه شوي برخي به، ځواکمن هيوادونه په خپلي واکمنۍ کې ورګډي کړي . او دا هم څرګنده ده چې په يواځې توګه د روس او يا د انګلستان هيواد نه شي کولای ټول افغانستان تر خپلي واکمنۍ لاندي راولي . که د روس دولت پر دې هيواد واکمن شي ، د انګليس دولت به ونه شي کړای چې د څو اړخيزو خطرونو پرته هندوستان د ځان سره وساتي . او که دانګليس دولت افغانستان تر خپل واک لاندي راولې ، روس نه شي کولای چې په کراره کښيني او خپل څنګ ته د انګليس دولت وويني ، او دا يواځې هغه وخت شوني دۍ چې د افغانستان يوه برخه تر خپلي ولکې لاندي راولې . او که د افغانستان واکمن يو هوښيار ، غيرتمن او درو انديشه وي ، په هغه صورت کې د دې لپاره دليل نه شته چې دا هيواد دي يو ځواکمن او غښتلۍ هيواد نه وي ، دا ځکه چې افغانستان همدا اوس د نړۍ د هغو هيوادونو په څير شونتياوي لري چې په نړۍ کې ځواکمن هيوادونه يې لري . او که پر هيواد ، داسې واکمنان حاکم وي لکه د بخارا او هند وستان ، بيا به ډير ژر د يوه تړون او معاهدي تر نوم لاندي يوه يا بل ځواکمن هيواد ته تسليم او هيواد به پر ديو ته وسپاري ؛ ( تاج التواريخ : ص : ١١٩ _ ١٢٠ )
د لومړۍ برخي پای

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button