د روحي یا رواني فشار نښې او نښانې

لیکوال: ډاکټر کامران وزیري

د یادولو وړ ده، چې لاندې نښې او نښانې په هر چا کې خپلې ځانګړتیاوې لري او په ټولو وګړو کې په يوه بڼه نه را څرګندېږي.
ځینو کسانو ته کېدلای شي دا نښې ډېرې عامې او د هغوی د ورځني ژوند برخه ښکاره شي او فکر وکړي چې البته دا به نورمال وي او شاید چې ټول خلک داسې وي، خو په اصل کې دا د پرلپسې رواني فشار بیلګه ده، چې انسانان یې کېدلای شي په غلطۍ کې د ژوند او خپل کرکټر نورماله برخه وګڼي.

ځینې عامې نښې او نښانې دا دي:
– په پام او د فکر په راټولولو کې ستونزې.
– حافظه کمزورېدل او د څیزونو هېرېدل.
-غلط او سرسري تصمیمونه نیول.
– منفي فکرونه کول او یوازې د منفي اړخونو لیدل.
– ډېر او په پرلپسې ډول بېلابېل فکرونه ذهن ته راتلل.
– بې لامله اندېښنه او یا د کوم څیز اړوند پرلپسې او بې ګټې اندیښنه.
– بې لامله خپه خپه کېدل او یا هم د خپګان احساس لرل.
– ځان وارخطا حس کول یا اوتر اوتر کیدل، داسې احساس لکه انسان چې په بیړه کې وي.
– په خوشې خبره په غوسه کېدل.
– د ناارامۍ احساس لرل.
– پر ځان د غمونو یا د جنجالونو د انبار او بوجونو احساس.
– ځان خوار او بې مرستې او بې اسرې احساسول.
– بې لامله ځاني دردونه او ناراحتي لرل.
– پرله پسې بیا بیا ځل ناروغېدل.
– د سینې دردونه لرل، د زړه د درباري ډېرېدل.
– اشتها ډېرېدل او یا لږېدل.
– بې خوبي او یا ډېر خوب کول.
– له ټولنیزو کیناستو زړه توري کیدل او ځان ګوښه کول.
– په سګرتو، چرسو، نسوارو، شرابو او داسې نورو څیزونو ځان او فکر غلطول او په دې څیزونو کې ارام او راحت لټول.
– داسې احساس لرل، چې د خپلو مسولیتونو نه باید په یو چل و ول ځان څنګ ته کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button