مور مې مريضه ده

لیکوال : محمد اسمعیل څپه

د پنځو زامنو مور

د کور په دروازه چې ننوتلم ټولو ماشومانو پاکې جامې اغوستې وې . ماشومان مې رانه چاپیره او زه یې په منځ کې په ټوکو ټاکالو تر کوټې ورسیدو

لا ناست نه وم ، چې د ماشومانو مور راته د چایو پیاله کیښوده . او راته یې وویل:

ـ ته ګوره ! د مور پوښتنه خو به دې کړې وه.

– ولې ؟ په ابۍ مې څه شوي دي ؟

ـ نه هسې ، ډېر وخت کیږي ما ویلې پوښتنه به دې کړې وه زړه به یې در نه ښه شي . موږ به هم درسره لاړشو .

ـ ته یې څه کوې ،تا خو به هر وخت ترینه سر ټکاو.

ـ ته اوس زړې خبرې پریږده .

له دې خبرې سره د ماشومانو مور له کوټې څخه ووتله .د ماشومانو پاکې جامې! د ابۍپوښتنه ! او دا بله خبره مې په مغزو کې اوښته راوښته (( زړې .. خبرې .. پریږده )) هم دا یوه پوښتنه راته مخې مخې ته کیده ، چې په ابۍ ضرور څه شوي دي ؛ خو بیا مې له ځان سر ویل چې مړه خو نه ده ؛ خو کیدای شي چې ناروغه وي .

په فکر کې ولاړم ، شیطان وسوسه راچوله د چایو پیاله مې ډکه پریښوده له کوټې څخه راووتلم ګورم چې ماشومان تیار د دروازې مخې ته ولاړ دي ماشومانو ته مې وویل :

تاسو ته خیر ، چې ځانونه مو تیار کړي دي ؟

د ماشومانو مور له خونې څخه غږ وکړ .

موږ یې هم پوښتنې ته ورځو .

دې خبرې مې وسوسه نور هم زیاته کړه . که رښتیا ووایم نور غم یې نه راته ځکه چې سپین سرې وه مړه کېده به . ما ویلې که مړه وي نو دا خپله ناځوانې به مې تل مخې مخې ته کیږي .

د ورور د کور په لوري روان شوم .

***

موږ پینځه وروڼه یو ،هر یو ورور ځان ځان ته کور لري ؛ خو په دې پینځو کورو کې زموږ د مور ځای نشته . د نور ورونو خو نه شم ویلې ؛ خو زه نه غواړم چې مور زما په کور کې ژوند وکړي دوه علتونه دي یو خو د وړو مور او بل زما رواني ناروغي ده ، زما له ناروغۍ نه څوک نه دي خبر ، په نه خبره ابۍ ته غوسه کیږم ؛ خو چې کله مې غوسه سړه شي نو بیا خپل ځان په جهنم کې وینم . خدای پاک په قران کریم کې فرمايي :

(( تاسو د خپل مور او پلار په مخ کې د اف قدرې هم مه کوﺉ او خپل مور او پلار مه رټئ او د خپل مور او پلار سره ډیرې ښې خبرې وکړﺉ .))

کله کله خو وایم چې په دې به نه ګناګاریږم ځکه چې ابۍ ګرمه ده. خو بیا وایم چې مور مور وي .هر وخت ورته وایم چې خپل لمونځ اودس دې کوه ته یې څه کوې ؛ خو د دې په هر څه کې کار وي او یا کیدا شي ټولې سپین سرې همداسې وي ؛ خو زما د ابۍ او زموږ د کورنۍ ترمنځ تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې ابۍ دم او دعا کوي او له ناروغانو څخه شکرانه نه اخلي د ابۍ تر ټول غټه شکرانه دا ده چې یو ناروغ دم کړي بیا ناروغ ته وايي (( د ماښام له لمانځه نه ورسته دوه رکعته نفل وکړه او د ټولو مسلمانانو په اروا پسې یې وبښه . که ماشوم ژبۍ یا پاسنۍ دم کړي نو بیا ورته وايي چې د ماشوم مور دې دوه رکعته نفل لمونځ وکړي او د مسلمانانو په اروا پسې دې وبښي ))

هغه ملایان چې تعویزونه کوي د خلکو په ذهنو کې یې دا خبره اچولې ده (( ملا ته چې د دم اود تعویز شکرانه ورنه کړې تعویز اثر نه کوي او یا خو ناروغي د ملا د کورنۍ په یوه غړي باندې راګرځي . زموږ د کورنۍ ښځګله داسې فکر کوي چې ابۍ په کوم کور کې ژوند کوي نو د دم شوي ناروغ ناروغي د هغې کورنۍ په یو غړي باندې راګرځي .

زموږ په کورنې کې که د چا ژبه پخه (خوړینه) شي ، یا ګرم کچالو وخوري او تالو یې وسوزي او یا په چا باندې دانه راوخیژي نو وايي (( ابۍ بیا څوک دم کړي او شکرانه یې نه ده اخیستې )) که په کور کې کوم ماشوم یو څه غواړي او هغه شی ماشوم ته ورنه کړې نو میندې یې وايي (( ابې بیا کوم پیرانی دم کړی ماشوم داسې ځان ځوروي .))

اخري ځل چې مې ابۍ زما له کور تللې وه هغه کیسه داسې وه. زه چې له کاره راغلم نو د ماشومانو مور راته وویل :

ـ ابۍ دې جنګ را سره وکړ .

د ماشومانو مور په یوه ساه لګیا وه خبرې یې کولې ما ډېر ځان ورته غلی کړ ؛ خو ونه شوه اخر زما حوصله ورته تنګه شوه د ماشومانو مور ته مې وویل:

ـ نو زه څه خدمت وکړم ؟

ـ ته نه ، دا خو سترګې لري نور زامن هم لري د هغو کره ولې نه ځي چې دلته یې راته اړولي دي ته ګوره ، چې نجلۍ څنګه کمزورې ده .

ـ ولې نجلۍ ته ابۍ ویلي دي ، چې ته کمزورې شه او که ډوډۍ ته یې نه پریږدي .

ـ نه ټوله ورځ ماشومان دموي او شکرانه هم ترینه نه اخلي اوټولې تورې بلاوې مې په اولادونو باندې کیناستې .

زما او د میرمنې تر منځ مې خبرې لاندې باندې شوې نور نه یم پوه شوي چې څه وو. شپږ کلنه لور مې په ژړا کوټې ته را ننوتله ما فکر کاوه چې زموږ د شور له کبله په ژړا شوه ما په خپله غوصه باندې لږ اداره راوسته خو لور مې لا هماغسې ژړل او زما له پښو څخه یې لاسو نه چاپیره کړل لور مې په غېږه کې واخیسته او یو چاکلیټ مې ورته ورکړ خو ژړا یې غلې نه شوه لور ته مې وویل:

ـ مه ژاړه مور دې نه وهم .

ـ لاړه

اولور مې له ژړا شنه شوه

ـ څوک لاړه ؟

ـ ابۍ لاړه

له دې خبرې سره مې لور له غیږې څخه ښکته کړه او په ابۍ پسې کوڅې ته ووتلم خو ابۍ نه ښکاریده ما فکر وکړ چې د ګاونډیانو کره به تللې وي ؛ لږ وروسته به راشي . لږ وخت وروسته مې ماشومان نږدې کورنو ته ولیږل چې ابۍ ولټوي خو د هیچا کره نه وه .

کیدای شي چې د ماشومانو د مور خبرې یې اوریدلې وي .

له ما څخه د مشر ورور د کور په لوري روان شوم . د ورور کورته مې چې ورسیدم د هغه په کور کې هم ژبنۍ جګړه روانه وه ، له ورور سره مرور وم زه یې چې ولیدلم نوغلی شو. له وراره نه مې پوښتنه وکړه ابۍ نه وه راغلې ؟

وراره مې راته وویل: ابۍ رغلې وه ،چې په دروازه راننوته نو مور مې ترې مخ پټ کړ ابۍ له همغې دروازې نه بیرته وګرځیده. د ورور له کور څخه راووتم

***

ورخطایي ډېر بد شی دی . په نیمه لاره کې فکر را ولویده چې تا خو د وړو له مور نه پوښتنه ونه کړه چې ابۍ د چا کره ده چې پوښتنه یې وکړم . په دې فکرونو کې وم چې باټو اکا مخې ته راغی خدای خبر چې زه به په څه حال وم .

پوښتنه یې رانه وکړه

ـ ولې دومره ورخطا یې؟

ـ نه هسې ، څه خبره نشته .

ـ نه څه خبره خو ده . رنګ دې الوتی ده وایه زه څه خدمت کولای شم ؟

ـ مور مې .

ـ ولې په مور دې څه شوي دي ؟!

ـ زه هم نه پوهیږم ؛ خو کورودانې مې راته وویلې چې د مور پوښتنه دې وکړه نه پوهیږم چې په مور مې څه شوي دي ؟

ـ خدای دې خیر کړي پرون مې دې ورور د روغتون مخې ته ولیده ډیر ورخطا دننه روغتون ته ننوت پوه نه شوم .

د باټو اکا په خبره مې نور هم فکر خراب شو ټول ځان مې په لړزیدا شو نه پوهیږم چې له باټو اکا سره مې خدای پاماني وکړه او که نه .

له ما څخه د مشر ورور کورته ورسیدم د هغه د کور دروازې ته ژرنده ( قفل) پرته وه .

په کوڅه کې مې کښته پورته وکتل څوک نه وو چې پوښتنه مې ترې کړې وای .

دلته مې شک په یقین بدل شو ، چې ابۍ یا مړه ده او یا د مرګ په حال کې ده چې د ورور ټوله کورنۍ مې د بل ورور کره تللې ده . بیا مې خپل زړه ډاډه کړ ، چې کیدای شي بل ځای ته تللې وي خو تر دې وړاندې داسې نه وو شوي چې ټوله کورنۍ دې په یوځای چیرې تللې وي . یو خبره مې په زړه کې وګرځیدله ، چې که ناروغه وای نو ابۍ زه هرومره غوښتلم بیا مې له ځان سره وویل: ډېر به یې غوښتی یم ؛ خو ما ته به چا احوال نه وي راکړی. د دریم ورور د کور په لوری روان شوم .

ځان ته مې غوصه راتله چې په هغې ورځ چې مې مور له کورنه مروره شوه ټول ځایونه به دې ورپسې لټولي وو خو بیا مې چې د هغې ورځې ګرځیدل را په یاد شول نو له ځان سره مې وویل چې ګرځیدل هم دومره وي په هغه ورځ د ټولو وروڼو کورونه مې ورپسې ولټول ؛ خو پیدا مې نه کړه له دې خبرې سره مې د مشرې وریندارې هغه خبرې چې په هغې ورځ یې ما ته کړې وې نیغې سترګوته ودریدې راته ویلې یې (( په هر ځای کې چې وي پیدا یې کړه او درسره بویېزه هسې نه چې بیا زما کور ته لاره پیدا کړي ښایسته مې غوږونه په قرار دي ))

په هغې ورځ ډیر ستړی شوی وم او ناوخته هم وه ما ویل چې سبا ورځ به بیا ورپسې وګرځم چې خپل کور ته نږدې شوم یوه توره سیایي مې تر سترګو شوه چې ورته ځیر شو (میر دین ) ولاړ و راته یې وویل (( مور مې دې ولیده مور دې ویلې چې د لور کره ځم ډیر وخت کیږي چې نه یم ورغلې دلته نږدې راغلې وم ما ویلې چې دلته به هم یو وار سر ورښکاره کړم . که زموږ د کور څوک دې ولیدل نو ورته ووایه زما اندیښنه ونه کړﺉ .))

او میردین ولاړ.

او زه خپل کور ته ننوتم ، چې کوټې ته لاړم نو میرمن مې بیغمه ویده وه ، خدای شته دی چې د مور په تلو دومره خواشینی نه شوم لکه د میرمنې دا بې غمه ویده کیدل ، داسې زور یې راکړ؛ خو شپه وه .

په نن اوسبا کې یو څو ورځې تیرې شوې بیا خبر شوم چې د مشرې خور کره مې تللې ده .

ما له ځانه سره پریکړ وکړه چې ورځم او راولم به یې خو بیا خبر شوم چې دریېمه ورینداره مې ناروغه وه ورور مې ابۍ د هغې لپاره د خور له کوره خپل کور ته بیولې وه .

چې له دې نه خبر شوم چې ابۍ مې د دریم ورور کره ده لږ متمئن شوم .

***

خو نن نه پوهیږم چې په مور مې څه شوي دي ؟

چې د ورور کورته نږدې شوم نو یو موټر ولاړ و او ماشومان ترې راتا وو چې موټر مې ولیده نو پښو مې کار پرېښوده سر مې وګرځیده په زمکه باندې کیناستم او د ورور د کور دیواله ته مې ډډه ووهله. خبرو ته مې غوږ ونیولو چې مور مې مړه ده او که نه او د دیواله بل لوري ته د ورور په کور کې مې د وریندارګانو تر منځ ژبنې جکړه روانه وه . درېیمې وریندارې په لوړ اواز وویل:

ـ ولې نه درنه خلاصیږم اوس مې په خپل کور کې هم نه پیرږدﺉ ټولې راټولې شوی یئ اوس در په زړه شوه چې … خو دوهمه ورینداره مې په خبره کې ورولیده . او خبره یې غوڅه کړه .او ورته یې وویل: اې ! تاسو ته وایم .شورمه کوﺉ . مشرې وریندار مې ورته وویل: (( ته نه یې راته معلومه هیر دې شوو چې هر وخت به دې احوالونه رالیږل چې راشي دا چنجنه مو درولئ. شرمیږې نه یوه دې غاړه بله لکه پرې ولاړه .

دریمې وریندارې مې ورته وویل : ته څه وایې زه به دوی داسې پریږدم چې دا ټوله کوڅه پرې راو دروم په چیغو چیغو به یې کیسې کوم . مشرې وریندارې مې څلورمې وریندار ته وویل : دې ته ولې نه وایې ، چې ما ته وايې . او اې ! دا تاسو دواړه څنګه ببرې ببرې ولاړې یې چې تاسو خو ښه ساتلې .

دوهمې وریندارې مې مشرې وریندرې ته په ځواب کې وویلې .تر دې وخته خو مې خوله پټه نیولې وه اوس به یې معلومه کړو، چې د ابۍ خدمت چا ډیر کړی .

مشرې وریندارې مې په لوړ غږ سره وویل : هغه ته خدمت وایې چې یو وار دې سر پرې مات کړ او بل وار دې ناروغه په کور کې پرېښوده او په چکرو باندې لاړې . او اې ! خدمت مدمت کې دې نه یم .

دوهمې وریندارې نه چې لار ورکه شوه نو ورته وویلې :لمر په دوه ګوتو نه پټیږي ټولې دونیا ته معلومه دی ته د چا لور او زه د چا لور زه او ته خدای نه یو سره سارې کړې یو.

په دې وخت کې یو دم غلې شوې

دریېمې وریندارې مې پوښتنه ترې وکړه . چیرته ده ؟ ماشوم ځواب ورکړ: د دیواله شاته ناست دی . دریېمې وریندارې مشرې وریندارې ته وویل : هغه ده یو بل میراث خور یې هم پیدا شو.

مشرې وریندارې مې ورته وویل : زه میږه ولمه بس .

ته به میږه ولې بیایې . ولې ؟! ته یې میراث خوره یې .

په دې وخت کې مې د وروڼو اولادونه رانه چاپیره شول . ما خپل ژړا نه شو ه ټنګولي ماشومان ټولو حیران ولاړ وو زه له خپل ځای نه پورته شوم .

د ورور د کور په دروازه ننوتلم ښځې ټولې غلې شوې . یوه ماشومه وریره مې راته نږدې شوه له ما نه یې پوښتنه وکړه .

ته م (هم ) په میږې پسې راغلی یې ؟

په دې خبره حیران شوم له وریرې نه مې پوښتنه وکړه میږه له کومه شوې ده ؟

ابۍ سړی ته دم کړی و د سړی زوی پیدا شوی . سړي ابۍ ته میږه راوستلې تک سور بچکی ورسره ده ،

او خپله ګوټه یې د کور بل کونج ته لکه کړه او وویل: هلته ده .

په دې وخت کې درېیمه وریندار راغله ما ترې پوښتنه وکړه ابۍ چیرته ده .

وریندارې مې وولې په کوټه کې ده د یوې ښځې نو( نوم) دموي .

یقین مې ونه شو چې په دې وخت کې ابۍ یو لمسي را په مخه کړې وه او ما ته یې ګوټه ونیوله او ورته یې وویل: هغه دی . ابۍ مې زما په لیدو باندې موسکه شوه او بیا توره واوښته او له ما څخه یې پوښتنه وکړه .

ـ ولې زوې څه درباندې شوي دي ؟!

ـ په ما خو یې مرګ تیر کړ. ویلې یې چې د مور پوښتنه دې وکړه .

ـ زویه هغې د مور پوښتنه درباندې نه کوله هغه مسکینه به هم له مېږې خبره شوې ده . د میږې پوښتنه یې درباندې کوله .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button