د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( نولسمه برخه )

پوښتنه : نن الحمدلله غیر مسلمانانو ته هم دا ثابته سوې ده چی ستا متن کاملأ د اخلاقی معیارونو څخه ډک دی ، او ځکه نو هغوی جوپه جوپه مسلمانان کیږی . آیا کولای سې چی خپلی څو اخلاقی ښوونی را ته ووایې تر څو دوستان سرلوړي او دښمنان سرځوړي سی ؟
ځواب : هو ، دا خو واضح حقیقت دی چی زما متن د روزنیزو او اخلاقی ارزښتونو ، ښوونو او معیارونو څخه ډک دی چی څو نمونې به یې داسی دروښییم :
ځواب : ما اخلاقي ښوونی او روزنی ته ډیر اهمیت ورکړی دی چی څو اخلاقی تعلیمات می دا دي :
۱ ـ رښتیا ویل او د درواغو څخه ډډه کول ( الاحزاب ۳۵ او ۷۰ ؛ النسأ ۹ ؛ آل عمران ۱۷ ) .
۲ ـ د چا غیبت نه کول ( الحجرات ۱۲ ) .
۳ ـ رښتیانۍ شاهدي ورکول ( المایًده ۸ ؛ النسأ ۱۳۵ ).
۴ ـ یو پر بل عیب نه تړل یعنی د چا عیب نه لټول ( الحجرات ۱۱ ) .
۵ ـ د هر ډول بې حیایی څخه ځان ژغورل ( الاعراف ۳۳ ؛ الانعام ۱۵۱ ؛ الشوری ۳۷ ؛ النحل ۹۰ ؛ النسأ ۵ ) .
۶ ـ پر چا بدګوماني نه کول ( الحجرات ۱۲ ) .
۷ ـ په هر حالت کی عدالت او انصاف کول ( المایًده ۸ او ۴۲ ؛ النسأ ۵۸ او ۱۳۵ ؛ الشوری ۱۵ ؛ النحل ۹۰ ) .
۸ ـ په چا ملنډي یا ریشخند نه وهل ( الحجرات ۱۱ ) .
۹ ـ ښې خبری کول ( الاسرأ ۵۳ ؛ النسأ ۵ او ۹ ؛ الاحزاب ۷۰ ) .
۱۰ ـ یو څوک په بد یا ناوړه نوم سره نه بلل ( الحجرات ۱۱ ) .
۱۱ ـ د ستونزو او مشکلاتو پر مهال صبر کول ( البقره ۴۵ او ۱۵۳ ؛ آل عمران ۲۰۰ ؛ الانفال ۴۶ ) .
۱۲ ـ ظلم نه کول ( البقره ۲۷۹ ؛ آل عمران ۵۷ او ۱۴۰ ؛ الاعراف ۴۴ ؛ الشوری ۴۴ ) .
۱۳ ـ خیانت نه کول ( الانفال ۲۷ او ۵۸ ؛ یوسف ۵۲ ) .
۱۴ ـ پر نعمتونو شکر کول ( البقره ۱۵۲ او ۱۷۲ ؛ النحل ۱۴۴ ؛ العنکبوت ۱۷ ) .
۱۵ ـ حسد او غرور نه کول ( الفلق ۵ ؛ النسأ ۳۶ او ۵۴ ؛ النحل ۲۳ ؛ المومن ۳۵ ؛ لقمان ۱۸ ) .
۱۶ ـ د چا مال ناحقه یا د رشوت په توګه نه اخیستل ( البقره ۱۸۸ ) .
۱۷ ـ عفو او بخښنه کول ( البقره ۱۰۹ او ۲۳۷ ؛ النسأ ۱۴۹ ؛ الاعراف ۱۹۹ ؛ التغابن ۱۴ ؛ النور ۲۲ ) .
۱۸ ـ قهر او غصه نه کول ( الشوری ۳۷ ) .
۱۹ ـ وعده خلافي نه کول ، یعنی پر قول درېدل ( الاسرأ ۳۴ ؛ النحل ۹۱ ؛ الانعام۱۵۲ ؛ المایًده ۱ ؛ الرعد ۲۰ ) .
۲۰ ـ د نیکیو یا ښېګڼو خپرول او د بدۍ ختمول ( آل عمران ۱۰۴ او ۱۱۰ ؛ البقره ۱۴۳ ؛ التوبه ۷۱ ) .
پوښتنه : دا خو په رښتیا هم د نیکمرغه ژوندانه تر ټولو ښه لارښوونی دي . کاشکی په نوم مسلمانانو همدا اخلاق خپل کړي او عملأ یې ځانونه مسلمانان ثابت کړي وای . په هر صورت ، بله پوښتنه می دا ده چی آیا تا د مجلس د آدابو ښوونه هم کړې ده ؟
ځواب : هو ، ما ایمان والاوو ته د مجلس آداب هم ورښودلی دي ، مثلأ : که په یو ځای کی ډیر خلک ناست وی او د دباندی څخه نور کسان راسی نو هغو خلکو ته چی له مخکی څخه ناست دي لازمه ده چی یو تر بله سره نږدې سی او نوو راغلو ته ځای ورکړی ( المجادله ۱۱ ) ؛ لوړ ږغونه ، نارې او غالمغال هم د مجلس د آدابو خلاف کار دی ( لقمان ۱۹ ) .
پوښتنه : آیا تا د تقوا غوره کولو ته هم انسانان هڅولی دي ؟
ځواب : هو ، ما خلکو ته حُکم کړی دی چی په هر حالت کی د الله څخه وبیریږی او د هغه ذات د نافرمانیو د ناوړه پایلی څخه ځانونه وژغوری ( آل عمران ۱۰۲ ؛ البقره ۱۹۴ ؛ النسأ ۱ او ۱۳۱ ؛ الانعام ۷۲ ) .
پوښتنه : آیا بتانو ته د ښکنځلو اجازه سته که یا ؟
ځواب : یا قطعأ د نورو ادیانو او بتانو د سپکاوي اجازه نسته ( الانعام ۱۰۸ ) .
پوښتنه : تا مخکی د وعدې پوره کولو په باره کی وفرمایل . آیا راته ویلای سې چی وعده پوره کونکی څوک دی او وعده خلافه څوک دی ؟
ځواب : که په لنډه توګه درته ووایم نو د وعدې پوره کونکی الله تعالی دی او وعده خلافه شیطان دی ( ابراهیم ۲۲ ؛ الزمر ۲۰ ؛ الروم ۶ ؛ النسأ ۱۲۰ ؛ الاسرأ ۶۴ ) .
پوښتنه : آیا یو څوک غلط بیان یا ناحقه شیان ویلای سی ؟
ځواب : یا ، بلکی د هر ډول غلط بیان له امله به یې الله مواخذه کړی ( الاسرأ ۳۶ ) .
پوښتنه : دا خو معلوم او ثابت حقیقت دی چی تا د ژوند هر اړخ شنلی او راښودلی دی . آیا راته ویلای سې چی تر ټولو ښه انسانان څوک دي ؟
ځواب : هغوی چی حق ومنی او ټینګ ایمان ولری او صالح عملونه وکړی ( البینه ۷ ) .
پوښتنه : نو تر ټولو بد کسان بیا څوک دي ؟
ځواب : هغه کسان دي چی د حق د راتلو څخه وروسته ځانونه د هغه په وړاندی ړانده ، کاڼه او ګونګیان کړی او انکار ترې وکړی ( البینه ۶ ؛ الانفال ۲۲ او ۵۵ ) .
پوښتنه : تا مخکی د عیب څخه د ځان ژغورنی اصل ته اشاره وکړه . خو تر کومه ځایه چی عملأ لیدل کیږی تقریبأ ټوله اسلامی نړۍ منجمله ډیرﺉ افغانان د غیبت سره دومره زیات روږد سوي چی آن معتاد یا عملیان یې ګرحېدلي دي . د دغسی کسانو لپاره ستا تنبیه څه ده ؟ او هغوی باید له دې مصیبته د خلاصون په خاطر څه وکړی ؟
ځواب : ما واضحأ امر کړی دی چی د یو بل غیبت مه کوﺉ او آیا تاسو غواړﺉ چی د خپل مړه ورور غوښی وخورﺉ ؟ نو که په رښتیا هم مسلمانان یاست باید له دغه شنیع او کرغیړن عمله جدأ ډډه وکړﺉ ( الحجرات ۱۲ ) . که د غیبت کوم مجلس شروع وی نو د مخنیوي او ځان ژغورنی ډیره ښه چاره یې دا ده چی باید له دغسی مجلسه ووزﺉ او تر هغو پوری بیرته ورنسیً چی غیبت پای ته نه وی رسېدلی ، که نه غیبت ویونکي او د هغه اورېدونکي دواړه یو برابر ګنهکاران دي ( النسأ ۱۴۰ ) .

پوښتنه : په همدې ارتباط پوهان وایی چی غیبت او چُغلی ( نمامی ) د ترازو دوې پلې دي ، یعنی دا چی غیبت او چغلی اکثرأ سره تړلي وی . په دې هکله ستا اخلاقی ښوونه څه ده ؟ آیا دغسی ارتکاب د شیطان د وظیفې مخته وړنه نه ده ؟
ځواب : ما په شدیدو الفاظو سره د هر هغه انسان اطاعت منع کړی دی چی ډیر قسمونه اخلی ، د بل چا عیب لټوی او په چغلیو بوخت وی ، دا ځکه چی دغسی کسان د مسلمانانو خپل منځي محبت په عداوت سره بدلوی ( القلم ۱۱ او ۱۲ ) . نو د سمون ښه لاره یې دا ده چی که یو فاسق انسان دغسی خبر درته راوړي ، په هغه هکله تحقیق او ګروېږنه وکړه بلکی په پټو سترګو یې مه منه (الحجرات : ۶ ) .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button